لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان به اوس رسوا شوی جهانگیر ترین د پارټۍ نه اوباسي؟‍


دپاکستان سپریم کورټ لخوا د وزیراعظم عمران خان نزدې ملگري او د تحریک انصاف لوړ پوړي مشر جهانگیرترین ترعمري نا اهله گرځولو وروسته اوس دا پوښتنه کېږي چې ایا عمران خان به ښاغلې ترین د پارټۍ نه اوباسي ؟

د جهانگیر ترین د نا اهلۍ فېصله تېر کال په دسمبر کې شوې وه او نن په ٢٧ ستمبر سپریم کورټ فېصلې ته د بیا کتنې خواست رد کړې دې.

د عمران خان او جهانگیرترین ترمنځه نزدې اړیکې د چانه پټې نه دي اوپه گوند کې هم جهانگیرترین په تحریک انصاف کې په عمران خان پسې په دویم نمبر گڼل کېږي.

عمران خان د جولاېی د ٢٥ نېټې د ټاکنو وروسته په مرکز اوصوبوکې د حکومتونو جوړولو لپاره د سیاسي گوندونو او اهمو شخصیتونو سره د خبرو اترو لپاره اهمې ذمه وارۍ هم جهانگیر ترین ته ورکړې وې.

د سپریم کورټ ننۍ فېصلې د جهانگیرترین سیاسي رول ختم کړی دی خو د پاکستان یو خبریال طلعت حسېن په ټویټ کې وايي چې جهانگیرترین به اوس هم مضبوط شخصیت وي. ځکه چې هغه د عمران خان غوږونو ته رسايي لري.

طلعت حسین ټویټ عکس

په اوسني حکومت کې د نااهله گرځولي شوي جهانگیرترین په ځینو حکومتي غونډو او فېصلو کې دهغه په گډون یو بل خبریال عمرچیمه لیکي ایا سپریم کورټ به د عمران خان نه دا پوښتنه اوکړي چې ولې یو نا اهله سړی په حکومتي چارو کې برخه اخلي ؟

عمرچیمه ټویټ

وزیراعظم عمران خان مخکې ویلي وو چې د جهانگیرترین د راتلونکي په اړه به د عدالت اخیري فېصلې ته انتظارکوي.

عدالت چې نن څنگه د ترین په اړه اخیري فېصله اوکړه نو یوې بلې خبریالې نسیم زهره عمران خان ته خپله پخوانۍ خبره وریاده کړه چې ایا عمران خان به اوس دې د پارټۍ نه اوباسي او که نه؟

نسیم زهره ټویټ

د جهانگیرترین په نااهله کېدو کې به ممکنه گټه چاته ورسېږي؟

په واکمن تحریک انصاف کې د گوند مشرانو ترمنځه سیاسي سیالي د پخوا راهېسې روانه ده. دا سیالي د هغې وروسته نوره تنده شوه کله چې په درغلیو تورونو تېرو ټاکنو کې تحریک انصاف په مرکز او دریو صوبوکې د حکومت جوړولو جوگه شو.

په گوند کې دننه تر ټولو غټه سیالي د جهانگیرترین او د اوسني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ترمنځه گڼل کېږي.

په سوشل مېډیا دا بحث هم روان دې چې د عدالتي فېصلې نه تر ټولو زیاته گټه هم شاه محمود قرېشي ته رسېږي.

کالا کوا ټویټ

د ښاغلي ترین په اړه د عدالتي فېصلې راتلو وروسته د پنجاب په اوسني اعلا وزیر سردار عثمان بزدارباندې هم بحث کېږي. دا پوښتنه به کېدله چې څنگه عمران خان د پنجاب اعلا وزارت لپاره یو لږ پېژندونکې تن اعلان کړلو؟ ددغې پوښتنې سره سم د ټکه دا بحث هم شورو شو چې د پنجاب دغه کم پېژندل شوې سیاسي تن بزدار ځکه د اعلا وزارت لپاره خوښ کړی شو چې وروسته به ېی په جهانگیر ترین بدلوي. خو داسې ښکاري چې د سپریم کورټ دې فېصلې سره دعمران خان او د هغه د نزدې ملگري جهانگیر ترین دا ارمان نېمگړې پاتې شو.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG