لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مې په ۲۴ پارلمان ته د فاټا د ضم کېدو بِل وړاندې کېږي


له خېبر پښتونخوا سره د فاټا د گډولو بِل به اوس د زیارت- پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وړاندې کېږي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې یو غړي ویلي دي، له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د گډولو لپاره به اوس مجوزه بِل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

ددې نه وړاندې امکان څرگند کړی شوی وو چې د دېرشم ائیني بدلون په نوم د فاټا اصلاحاتو بِل به د شورو یا پنجشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي.

د کابینې دغه غړی چې د فاټا اصلاحاتو لپاره د وړاندیزونو راټولولو په کار کښې یې هم اهم رول لوبولی دی وي.او.اې ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:

"حکومت هڅه کوي چې د فاټا اصلاحاتو بِل د منظورولو لپاره په قامي اسمبلۍ کښې د غړو مطلوبه شمېر موجودگي یقیني کړي، ځکه به دا بل اوس د زیارت په ورځ پارلمان ته وړاندې کېږي".

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي، چې د نهې- سه شنبې په ورځ د کابینې په غونډه کښې دوه نورې اهمې پرمختیاوې هم شوي دي او د دې له وجې به اوس بل د شورو په ځای د زیارت په ورځ وړاندې کېږي.

شهاب الدین وايي چې په دغو دوو نوو پرمختیاوو کښې یوه دا چې په مجوزه بِل کښې د فاټا نه د صدر اختیار په مکمله توگه ختم کړل شوی دی. تر دې په وړاندې مسوده کښې ددغې خبرې ذکر ښکاره نه وو شوی.

د شهاب الدین له قوله بله اهمه پرمختیا دا شوې ده چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا نه د هغه ټولو نیمو قبائلي سیمو حېثیت ختم کړل شوی دی چې د انگرېز په حکومت کښې ورته حاصل شوی وو.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کښې د مرکزي کابینې په غونډه کښې فاټا په خېبر پښتونخوا کښې د ورگډولو تر څنگ د دغه نوو ائیني وړاندیزونو باضابطه منظوري ورکړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG