لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنېسټي انټرنېشنل: پاکستاني چارواکي دې ګلالۍ اسماعیل سمدستي او بې شرطه خوشې کړي


واشنګټن ـــ له لندنه پاکستان تر ستنېدو وروسته پر اسلام اباد هوایي ډګر د پښتنې ټولنیزې فعالې ګلالۍ اسماعیل تر نیول کېدو څو ګنټې وروسته د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنېسټي انټرنېشنل په خپل بیړني رپوټ کې له پاکستاني چارواکو د هغې د سمدستي خوشي کولو غوښتنه کړې.

ګلالۍ اسماعیل له اوږدې مودې راهیسې د ټولنیزې فعالې په توګه په پاکستان کې کار کوي او د Aware Girls [ویښې نجونه] په نامه یوه ټولنه هم لري، چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، د دې تر څنګ هغه د پښتون تحفظ موومنټ کلکه ملاتړې هم ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اېشیا څېړونکې رابعې محمود په رپوټ کې ویلي، چې د ګلالۍ اسماعیل نیول کېدل هیڅ جواز نه لري:

"ګلالۍ اسماعیل باید سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې کړل شي. د هغې نیول او پر هغې سفري بندیز لګول په هیڅ ډول جواز نه لري. هغې تش په دې خاطر نیول شوې چې د بشري حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي".

د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې اوسېدونکې ګلالۍ اسماعيل په شپاړس کلنۍ کې له خپلې خور سبا اسماعيل سره په ګډه د کلتوري تشدد او پر ښځو د ظلم په ضد د اوېر ګرلز اداره جوړه کړې وه. ګلالۍ د Seeds of Peace [د امن زړي) نیټورک جوړوونکې هم ده، چې په ۲۰۱۷م کال کې یې د انا پولیټکوسکایا په نوم د ښځو د حقونو په خاطر نړیوال ایوارډ هم ګټلی وو.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي، له لندنه اسلام اباد ته په رسېدو د پاکستاني د تحقیقاتي مرکزي ادارې (ایف ای اې) چارواکو ګلالۍ اسماعیل ته ویلي، چې د هغې نوم په ایګزیټ کنټرول لیسټ کې اچول شوی او هغه له پاکستانه بهر سفر نه شي کولای.

په رپوټ کې ویل شوي چې ګلالۍ اسماعیل د ایف آی اې له دفتره خپلو ملګرو او پلویانو ته یو ږغیز پیغام لېږلی او ورته ویلي یې دي چې کېدای شي هغه ونیول شي: "زه له هوایي دوی بوتلم او د ایف آی اې دفتر ته یې راوستم، اوس پولیس راځي او ما په دې تور نیسي چې په صوابۍ کې مې د پي ټي ایم په جلسه کې وینا کړې وه".

ګلالۍ اسماعیل یوه له هغو ۱۹ کسانو ده چې د اګست پر ۱۲مه یې په صوابۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ په جلسه کې وینا کړې وه او پولیس ورباندې پر پوځ او ریاستي ادارو د تنقید مقدمه درج کړې وه، چې له هغوی څخه د ګلالۍ په شمول ۹ تنه نور د صوابۍ اوسېدونکي هم نن پولیسو نیولي دي.

ګلالۍ اسماعیل په خپل پیغام کې ویلي، چې د دې نیول کېدل څرګندوي چې په پاکستان کې مدني ازادي څومره محدوده شوې ده. دې ویلي چې دا برید نه یواځې پر ګلالۍ اسماعیل او پي ټي ایم دی، بلکې دا پر مدني ازادۍ برید شوی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمانې د جنوبي اېشیا څېړونکې رابعه محمود وایي، "دا ډېر د اندېښنې وړ حرکت دی. د وزیراعظم عمران خان نوي حکومت ویلي وو، دوی به د بشري حقونو خوندیتوب ته پام کوي او د پي ټي ایم له غړیو سره په خبرو کې به د جبري بې درکه کسانو او غیرعدالتي وژنو موضوع حل کوي".

د بخښنې نړیوال سازمان وایي پاکستاني چارواکو په تېرو میاشتو کې د پښتون تحفظ موومنټ پر سوله ییزو لاریونونو بندیزونه لګولي وو او د هغوی ګڼ مشران یې یا نیولي وو او یا یې د هغوی د سفر مخه نیولې وه.

په رپوټ کې ویل شوي چې پاکستاني چارواکو ټولنیز فعال حیات پرېغل هم تش په دې تور نیولی وو، چې پر ټولنیزو رسنیو یې تنقیدي پوسټونه کړي وو او پر پاکستاني چارواکو یې نیوکې کړې وې، چې وایي تر شاوخوا درې میاشتني بنده وروسته د اکتوبر پر ۳مه په ضمانت را خوشي کړل شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG