لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتونخوا کې د پولیو ضد افواگانو روان مهم اغېزمن کړی دی


واشنګټن ـــ د پښتونخوا صوبې د پولیو ضد د مهم یو ذمه وار چارواکي ډاکټر امتیاز علي شاه وي او ای ډیوه ته ویلي دي"

چې پېښور کې ځنې عناصرو د پولیو ضد د دروغو افواگانې خورې کړي دي.چې هېڅ حقیقت هم پکې نشته."

ډاکټرامتیاز وايي چې تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې ددې افواگانو او مشمشو په شا خلک څه حاصلول غواړي؟ خو حکومت به ېی داځل په ضد ضرور گامونه پورته کوي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانگې استاد پروفېسر فېض الله جان وي او ای ډیوه ته ویلی دي چې افواگانې تل د دروغو خبرونو په نتیجه کې پېدا کېږي داسې دروغ خبرونه چې ورسره د خلکو مذهبي نسلي یا بیا لساني جذبات راپارولی کېدی شي، ورته افواگانې ویلي کېږي.

پروفېسر فېض الله جان وايي چې پېښور کې د پولیو ویکسین په ضد جوړې شوې افواگانې هم د دروغو خبرونو له وجې خورې شوي دي.

فېض الله جان زریاتوي چې ددغه افواگانو نه د شوي نقصان زیات ذمه وار حکومت پخپله دی ځکه چې د پولیو وېکسین په ضد روانې افواگانې د څو کلنو راهیسې رواني دي خو حکومت ېی د مخ نيوي لپاره څه هم موثره گامونه پورته کړي نه دي

د پوليو ضد پروګرام دپاره د وزیراعظم عمران خان مرستيال بابر بن عطا ويلي دي چې په دې لړ کې هغه یو تن نیولی شوی دی چې ويډيو يې خپره شوې او پکې خلک راپاروي او ماشومان په دروغه بې هوشه ښايي.

عطا ويلي د نورو ۱۲ کسانو پرضد مقدمې هم جوړې کړی شوې دي او پولیس ېی د نیولو هڅې پېل کړي دي.

د پولیو مخ نیوي ذمه دار ډاکټر امتیاز وايي د پېښور روغتونونو ته چې څومره ماشومان راوړلي شوي وو د ټولو کره طبي کتنه شوې ده او په یو ماشوم کې هم داسې څه نښه نه ده ښکاره شوې چې د پولیو ویکسین نه متاثره شوی وي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG