دخیبر پښتونخوا دځنګلي ژوند دپالنې ادارې سږکال د روان پروګرام له لارې دمارخور نومې ځنګلي ځناور دښکار څلور لائسنسونه یا اجازت نامې پلورلې دي چې ترمخه به یې یوازې دڅلورو مارخورانو ښکار دنړۍ دتر ټولو نه په ستره بیعه کولی شي.
دا نایاب ځنګلي ځناور چې دخیبر پښتونخوا په شمالي سیمو چترال اؤ کوهستان کې موندل کیږي ،سږکال دیو مارخور دښکار داجازت نامې بیعه یونیم لک ډالرو یا دوؤ کروړو اؤ۳۵لکو روپو ته رسېدلې ده.
دخېبر پښتونخوا د ځنګلي ژوند دپالنې مشر (چیف کنزرویټر) ډاکټر محسن فاروق وایي د یو مارخور دښکار بیعه په نړۍ کې د هر رقم ښکار دبیعې نه زیاته لوړه شوې ده.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ډاکټر محسن فاروق ویلي سږکال چې دمار خور دښکار بیعه څومره لوړه شوې ده په تاریخ کې کله مونږ ته دښکار داجازت نامو پلورلو دلارې دومره ګټه نه وه ترلاسه شوې.
هغه وویل د مارخور دښکار د بیعې په لوړیدلو کې د سیمه ییزو خلکو هم ډير زیات کردار دی اؤ که چرې هغوئ خپل غوره رول لوبولی نه وی نو د مارخور دښکار بیعه به دومره نه وه لوړه شوې.
هغه وویل دمارخور دښکار دلارې چې کومې پیسې ترلاسه کیږي هغې کې به ۸۰ فیصدي په ځائ خلکو مصرفولی شي.
هغه وویل په کوهستان کې دا مهال تر ۶۰ زیات مارخوران دي اؤ دچترال په غرونو کې ددې ځناورو شمیره تر پینځوؤ زرو رسیږي.
مارخور په نړۍ کې نایابه ځنګلي ځناور ګرځول شوی اؤ په خیبر پښتونخوا صوبه کې ددې دحفاظت اؤ خصمانې دپاره حکومت دځایي خلکو سره په ګډه دهنټنګ(ښکار) ټرافي په نوم پروژه پیل کړې ده .
خیبر پښتونخوا کې هرکال ددې پروژې په اساس دڅلورو مارخورانو دښکار کولو دپاره بولیانې ترسره کیږي.
سږکال هم ددې څلور اجازت نامو دبولیانو دلارې خیبر پښتونخوا صوبې ته څه دپاسه اته کروړه روپۍ امدن ترلاسه شوی دی.
دکوهستان سیمې اوسیدونکی طالب جان وایي ددې امدن ۸۰فیصده برخه د سیمې دخلکو په خیر ښېګړه مصرفیږي خو پکار ده چې حکومت ددې اجازت نامو شمیره نوره هم سیوا کړي.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې طالب جان وویل چې دمار خور دښکار د اجازت نامو سیوا کولو سره به دخیبر پښتونخوا وروسته پاتې سیمو ته دپرمختیا موقعه په لاس ورشي.
هغه وویل هرکال څلور اجازت نامې ورکول ډيرې کمې دي، کوهستان ډيره وروسته پاتې سیمه ده که دمارخور دښکار اجازت نامې سیوا شي نو دې سیمه ته به زیات امدن هم په لاس ورشي اؤ د وګړو د ژوند کچه به یې ورسره لوړه شي.
دځنګلي ژوند د پالنې د ادارې ترمخه دمارخور دساتنې دپاره د روانۍ پروژې دلارې په وروستیو لسو کلونو کې ۳۰لکه اؤ ۳۷ زره ډالر ګټه ترلاسه شوې ده.
ماهران وایي د هنټنګ ټرافۍ دا پروژه چې پکې د ځائ خلکو ډیر لویې لاس دی،دحکومت سره په ګډه تر ټولو بریالی پروګرام ګڼل کیږي چې ګټه یې ځنګلي ژوند اؤ سیمه ییزو خلکو دواړو ته رسیږ