لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا دماسکو دغونډې اعلامیه به طالبان دفشار لاندې راولي؟


د زيارت په ورځ په ماسکو کې دافغانستان په اړه دتر سره شوې غونډې دګډې اعلامیې مخې ته د راتلو وروسته څېړونکي وایي دا یو مهم پرمختګ دی اؤ دافغان سولې په اړه راتلونکو پړاؤنو دپاره یو ګټور اساس جوړیدی شي.

ماسکو کې دجوړې غونډې په اړوند د ترویکا په اعلامیه کې په طالبانو د ډز بندۍ غږ شوی ؤ اؤ دا غوښتنه ترې هم شوې چې خپل پسرلني عملیات باید اعلان نه کړي.

همدا شان اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې دطالبانو اسلامي امارت به بیا نه منل کیږي.

ددفاعي چارو څيړنکار بريګډير ريټايرډ سيد نزير وايي د ماسکو دغونډې د اعلاميي وروسته په طالبانو فشار پريوتی شي او امکان دی چې طالبان دپسرلنيو عملياتو دنه اعلانولو په هکله په سوچ مجبوره شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي طالبان که دپسرلینو عملیاتو اعلان وکړي اؤ که یې ونه کړي دا دومره مهمه نه ده ځکه چې هغوئ خو به ژمي کې هم خپل عملیات اؤ بریدونه دوامدار ساتلي وؤ.

ښاغلی سید نزید وایي د پسرلي دعملیاتو اعلان هسې په رسمي بڼه منل کیږي ګنې جګړې خو وړاندې نه په افغانستان کې روانې دي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی اسلام اباد کې ميشت خبريال طاهر خان وايي د امريکا ،روس، چين او پاکستان له لوري دغه دلسو ټکو اعلاميه ډیره مهمه ده خو ددې اعلامیې دوه ټکي بیا تر ټولو زیات مهم دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي ددې اعلامیې یو ټکی دا ډیر مهم دی چې چې طالبان دې پسرلني عمليات نه اعلانوي يعني اوربند ته دې غاړه کښیږدي او بله دا چې داسلامي امارت بيرته فعليدل نه غواړي.

طاهر خان زياته کړه ددې غونډې مقصد دا هم چې دطالبانو په مجودګۍ کې دهغوئ په وړاندې امريکه روس چين او د پاکستان نظر کېښودی شي چې دا دغه اعلاميه کې څرګند شوي دي او اوس به د راروانو پړاونو دپاره يو اساس وي.

طاهرخان وويل دا به اوس کتل کیږي چې طالبان دغه فشار قبلوي او که نه او بيا ترکومې خپله پاليسۍ کې بدلون راولي ؟

په عین حال کې دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دماسکو د غونډې دګډې اعلامیې ستائنه کړې اؤ وایي چې په اعلامیه کې دا خبره د ستائیلو ده چې دطالبانو اسلامي امارت به بیا نه منل کیږي خو دطالبانو یو مهم مشر په حواله بي بي سي ویلي چې طالبان دا اعلامیه دافغانستان په خپلواکۍ کې لاسوهنه بلي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG