لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ چټک شوي بهیر د پښتونخوا طالبعلمان اؤ استاذان د تعلیمي لړۍ مستقبل ته اندېښمن کړي


په خیبر پښتونخوا کې د امن و امان خراب وضعیت او مخ په زیاتیدونکو دترهګرۍ پیښو په صوبه کې طالب علمان او استاذان هم اندیښمن کړی او وایي چې په ملک کې اقتصادي وضحه د وړاندې نه اغیزمنه شوې او دترهګرۍ چټک شوی بهیر به د خلکو ژوند نور هم اغیزمن کړي.

طالب علمان وایي وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د تعلیم څانګه اغېزمنه شوې ده او د خلکو په ژوند منفي تاثیرات شوي دي.

په دې وروستیو کې پښتونخوا صوبه کې دترهګرۍ سیوا شوؤ پېښو ته په کتلو دخېبر پښتونخوا پیغلې هم اندیښنې څرګندوي چې د هغوي زده کړې د افغانستان دښځینه محصلینو په څېر اغېزمنې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي حکومت ژمنه څرګنده کړې چې دترهګرۍ په ضد ګامونه اخلي خو بيا هم څېړونکي وایي که دامنیت وضعه داسې ګډه وډه پاتې شوه نو د عامو وګړو ژوند به نور هم ګران شي .

دخیبر پښتونخوا دمردان ښار عبد الولی خان پوهنتون کې د قانون دڅانګې طلب علم وقاص احمد وایي پاکستان یو اړخ ته معاشي بحران سره مخ دی او بیا مخ په زیاتیدونکې ترهګري هم ډیر د افسوس وړ خبره ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په دې وروستیو کې دترهګرۍ چټک شوی بهیر د حکمرانانو په کارکردګۍ یو سوالیه نخښه ده.

دوقاص احمد په وینا "په وخت د ترهګرۍ په ضد جوړه تګلاره عملي نه کړی شوه او نن مونږ وینو چی یو ځل بیا ترهګرو سر راپورته کړی دی"

جینکۍ طالب علمانې وایي د وړاندې نه صوبه کې د ترهګرۍ له امله تعلیمی ادارو او زده کړو ته نقصان رسیدلی او ویرېري چې هسې نه د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم د هغوی تعلیمي حقونه وتروړل شي.

د پوهنتون طالب علمه صغیره امان ډیوه ته وایي وړاندې هم په صوبه کی د جینکو تعلیم کم دی او دا ترهګري کولی شي زده کړو ته نقصان ورسوي.

" مونږ سره فکر دی چې دافغانستان په څېر دلته زمونږ نه د زده کړو حق ونه تروړل شي او باید حکومت ددې دپاره ګامونه واخلی"

په خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ دا تازه بهیر وروسته له هغې چټک شوی چې پروسکال دافغان طالبانو په منځګړتوب پاکستان دټي ټي پي سره دسولې مذاکرات پیل کړل خو ددغو مذاکراتو کومه غوره پایله مخې ته رانغله اؤ ټي ټي پي په دې ورستیو کې دپاکستان سره دخپل اوربند ماتولو اعلان وکړو.

ملک کې دترهګرۍ د روان بهیر په ترڅ کې تېره ورځ دپاکستان د قامي سلامتیا د کمیټې غونډه شوې چې پکې ژمنه څرګنده شوې چې ترهه ګری به برداشت نه کړی شی.

وزیراعظم شهباز شریف دنهې په ورځ په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي ریاست به دخپلې واکمنۍ چیلنج کوونکو ترهګرو په وړاندې د زغم نه کولو تګلاره خپلوي.

څېړونکي وایي وړاندې هم په خیبر پښتونخوا صوبه کې دپوځي عملیاتو له امله ولس بې کوره شوی او راتلونکي کی بیا هم د خلکو د متاثره کیدو خطرې زیاتې دي.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې استاذ جواد خان ډيوه ته وایي په پخوانیو قبایلي سیمو کې چی کله عملیات شوي وو نو ځايي خلک سخت اغیزمن شوی وو او اوس یو ځل بیا حکومت د عملیاتو ذکر کوي او که داسې کیږي نو دا به په خوندي سیمو کې د خلکو ستونزې زیاتې کړي او دترهګری په پیښو کې به هم ضافه وشي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ په ضد اجتجاجونه هم شوي او دسیاسي ګوندونو،مدني ټولنې اؤ ولسي تحریکونو له لوري ویل شوي دپښتنو په خاوره نه نوره ترهګري ونه زغملی شي.

د ساوتهـ ايشين ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړي، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي"

د وېب پاڼې ترمخه د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ شوې چې 515 تنان پکې وژل شوي دي، په بلوچستان کې 160 پېښو کې 406 تنان وژل شوي، په سند کې په 12 پېښو کې 21 تنه وژل شوي او په پنجاب کې په يواځې اووه پېښو کې 11 تنان وژل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG