لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د قبايلي ضلعو سياسي مشرانو اندېښنې څرګندې کړې چې روانه سرشمېرنه سمه نه کيږي


د قبايلي ضلعو مشرانو په سرشمېرنه اندېښنه څرګنده کړې
د قبايلي ضلعو مشرانو په سرشمېرنه اندېښنه څرګنده کړې

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکي د بېلابيلو سیاسي ګوندونو استازي وايي، چې د تېرو دوه لیسزو نه د سېوا مودې راهسې قبايلي سیمه د مشکلاتو سره مخ پاتې شوې د سیمې ډهانچه ړنګه شوې او په تېره د کال 2017 په سر شمېرنه کې د دوی يو کروړ او 20 لکه ابادي په مشکله سره 5000000 [پنځوس لکه] ښودل شوې او دغه د قبايلي ولس سره خيانت شوی دی.

د قبايلي سیمو سره تعلق لرونکو زياتره د جمعيت علمااسلام ف مشرانو نن د جمعې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې په خبري غونډه کې خپل شکايتونه وړاندې کړي چې د "تېرو 20, 22 کلونو راهسې قبايلي ولس د ترهګرۍ، پوځي عملياتو د تکليفونو له امله در په در شوی او د کال 2000 نه وړاندې چې کومه ابادي وه هغه ړنګه کړی شوې د تعليم، صحت او لارو ټول نظام خراب شوی او د 2017م راهسې قبايلي ولس د باجوړ نه تر وزيرستان پورې در په در او کډوال وو او هغه وخت په سرشمېرنه کې د دوی د يو کروړ او 2000000 پورې ابادي 5000000 شمار کړی شوې وه".

دوی دعوه کړې "د پخوانۍ فاټا مخصوصه څوکۍ د 25م اييني بدلون لاندې بدلې کړی شوي، په سېنېټ او قومي اسمبلۍ کې یې استازيتوب کم کړی شوی او په صوبايي اسمبلۍ کې یې څوکۍ د نشت برابر دي".

دوی ویلي د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ورګډولو په وخت چې د دوی سره کومې وعدې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، دوی په اوسنۍ سرشمېرنه اندېښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي د دوی بيا د خپلو حقونو څخه محرومه ساتلو هڅې روانې دي.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند د قبايلي سیمې مرستیال مشر مفتي اعجاز وي او اې ډيوه ته ويلي چې دوی د دغه خبري غونډې د لارې غوښتنه کوي چې په "تېره سرشمېرنه کې د دوی نيمه ابادي شمار کړی شوې او دې ځل له د دوی د ابادۍ بيا کمې ښودولو هڅه کيږي او د دغه لارې د دوی نيم حقونه تروړل کيږي".

او د شمالي وزيرستان د ميرعلي سب ډويژن مېر احمد سعيد وويل، "چې وړاندې کومه سرشمېره شوې وه هغه وخت قبايل زیاتره کډوال وو اوس چې سرشمېرنه کيږي قبايل په خپلو علاقو کې دي او دوی تمه لري چې اوس به پوره سرشمېرنه وشي، خو اوس په پاکستان کې د الېکشن خبرې کيږي نو که د سرشمېرنې نه وړاندې الېکشن وشو پوره سرشمېرنه ونه شوه او حلقه بندۍ ونه شوې نو د وړاندې نه د دوی تباه حقونه به نور تباه شي".

د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشرانو چې دغه اندېښنې شريکې کړي ياد ګوند په مرکز کې په ايتلافي حکومت کې شامل دی.

خو د شمالي وزيرستان نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی مير کلام وزیر وايي، په دې ننۍ خبري غونډه کې دوی ته بلنه نه وه ورکړی شوې او ځينې ګوندونه د سرشمېرنې په بهانه انتخابات وروسته کول غواړي او نوموړی وايي د هغه په نظر سمه سرشمېرنه هم نه کيږي د قبایلي ضلعو لرې پرتو علاقو ته پوره ټيمونه هم نه رسي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دوی ګڼي چې دا اوسنۍ سرشمېرنه به هم د تېر په شان کمه وي، د شمالي وزيرستان مخکنۍ ابادي پينځه نيم لکه شمار کړی شوې وه په تېره سرشمېرنه کې، خو په جون 2014م کې چې د وزيرستان د رزمک، دوسلي، شوې او ګړيوم ډېر خلک کډوال شوي هم نه وو خو دوی بيا هم څوارلس نيم لکه خلک شمار کړي چې اسانتیاوې یې ورته ورکړی شوې وې په دغه حساب درېمه برخه هم ده شمار کړل شوې ځکه دوی اندېښنه لري چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي".

او د عوامي نيشنل ګوند د مومندو ضلعې سره تعلق لرونکی د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی نثار مومند وايي، نن چې کوم پرېس کانفرنس شوی دی د دوی سره رابطه نه ده شوې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "زه خپله په دې تحفظات لرم، يو خو دا سرشمېرنه په داسې حال کې کيږي چې زمونږ خلک اوس هم کډوال دي، د امنیت مسله هم ده د هغې له کبله او د روزګار د غمه قبایلي خلک مجبوره دي مزدورو له تللي دي، وړاندې به داسې کېده چې خلکو به د هر ځای کولی شو چې ځان په خپله علاقه کې وليکی يا اندراج وکړي خو اوس ډيجیټيل کيږي نو خلک به بیا کم شمار شي، نو تاوان یې د دې سرشمېرنې په بنياد حلقه بندۍ او انتخابات کېدل دي او چې د کمې سرشمېرنې په بنياد انتخابات او بيا فنډنګ کيږي د قبايلو حق به بيا نيم ترلاسه شي".

پاکستان کې د چارواکو په وينا اوسنۍ د کال 2023 سرشمېرنه د لومړي مارچ څخه پېل شوې او د اپرېل پورې ترسره کېدو یې ويل شوي چې دې ځل له د ډيجيټل لارې دا سر شمېرنه کيږي.

د پاکستان د شمارياتو د ادارې ترمخه پاکستان کې وروستۍ د کال 2017 په سرشمېرنه کې د ملک ټوله ابادي 207اعشاريه 68 ملينه ښودل شوې چې پکې د مخکنۍ فاټا ابادي 49 لکه93044 ويل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG