ډاکټران وايي، که ښځې او انجونې د خپل میاشتني عادت پر مهال ناپاکه توکي وکاروي له ډول ډول ناروغیو سره مخ کېدای شي
د انجونو او ښځو میاشتنی عادت یا حیض یوه طبعي پروسه ده چې د هرې انجلۍ تر بالغ کېدو وروسته پيلېږي خو په پښتنو ټولنو کې له انجونو سره میندې هم په دې موضوع له خبرو څخه ډډه کوي.
ډېرې انجونې او مېرمنې د میاشتني عادت په ورځو کې ناپاکه توکي کاروي چې د ډاکټرانو په وینا د میاشتني عادت له بې نظمۍ څخه نیولې د اولاد زېږولو د توان له لاسه ورکولو پورې د ډول ډول ناروغیو سبب کېږي.
تفصل د حمید سمسور په رپوټ کې