د ګوادر انتظامي چاراکو په وینا د سه شنبې په سھار وختي باران شروع شوی چې تر ۱۳ ساعتو پورې پرله پسې ۱۰۰ ملي میټرہ ورېدلی او خلک یې له لوی مشکل سرہ مخ کړي۔
د ګوادر لیویز چارواکي رحیم الله بلوڅ د ټیلي فون له لارې و ډیوہ ته وویل، "په ګوادر کې مو بیړنی حالت اعلان کړی، اوبه په ګوادر ښار شاوخوا سیمو کې ولاړې دي او اندازه ده چې دا تر څلور فټه زیاتې اوبه دي" ـ
هغه وويل "ھر څه ناکارہ دي،زیات خلک بند دي، لارې بندې دي، سرکاري ادارې مرسته کوي خو د اوبو له وجې موږ ھم سمه مرسته نه شو کولای”.
د ګوادر ځایي خبریال او فعال نوید محمود ډیوہ ته وویل، "د ګوادر ښار زياتره سيمې په اوبو کې ډوبې او اوبه کورونو او دوکانونو ته ننوتي دي".
هغه وايي د لاندې پر تو سيمو سلګونه خلک خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. نوید محمود زیاته کړہ، “د ګوادر ښار، زړہ ابادي، جيوني،سربندن، پشکان، ستانسر او د ضلعې نورې سيمې هم د باران له وجې زیاتې اغېزمنې شوې دي”.
د بلوچستان نګران وزيراعلا مير علي مردان خان ډومکي په ګوادر او شاوخوا سيمو کې د بارانونو او سيلابونو پر نقصان خفګان څرګند کړی او په بیړني حالت کې مرسته کوونکې ادارہ پي ډي ايم اې او ضلعي انتظاميې ته يې د امدادي کارونو او د خلکو د جدي مرستو کولو وينا کړې ده۔
د مکران ډویژن کمشنر سعید عمراني و رسنیو ته ویلي، د ژغورنې عملیات پیل شوي او تر اوسه له پینځویشتو زیاتې کورنۍ خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي ـ
هغه ویلي پي ډي ايم اې او ضلعي انتظاميه د ژغورنې په عملياتو بوختې دي خو د اوبو د زیاتوالي له وجې سړکونو ډوب شوي چې له امله یې د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي ـ
عمراني زیاته کړې “ اوبو او بارانونو څه کورونه زیانمن کړي،خو ځاني زیان نه دی اوښتی”.
د بلوچستان د ګوادر تر څنګ د صوبې په زیاترہ سیمو کې له تیرو دوو ورځو راهسې بارانونه او په ځینو سیمو کې واورہ ورېدلې چې له امله يې موسم ھم زیات سوړ شوی.
د بلوچستان د حق غوښتنې ډلې مشر او له ګوادر څخه د بلوچستان اسمبلۍ تازہ ټاکل شوي غړی مولانا هدایت الرحمان جیو نیوز ټي وي ته ویلي، کورونو ته د اوبو د ننوتو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي:
"د ښار په پرمختګ او د اوبو ویستلو په نظام کې په اربونو روپۍ لګول شوي خو د اوبو د ایستلو د خراب نظام له امله د باران اوبه د وتلو پر ځای و کورونو ته ننوتي دي".
هغه وايي د دوي د تحریک رضاکاران له خلکو سره مرسته کوي خو اصلي ستونزه له دکورونو څخه د اوبو ايستل دي.
ګوادر د پاکستان او چین تر میان د اربونو روپو د اقتصادي پروژې مرکزي او بنیادي ساحلي ښار دی۔
د پاکستان او چین حکومتونو په بیا بیا د ګوادر ښار د ترقۍ او پر مخ تګ دعوې کړې دي۔
د بلوچستان د موسمياتو څانګې خبردارى ورکړى چې د فبرورۍ په ٢٩مه به د بارانونو يوه نوې لړۍ شروع کېږي او د صوبې په ټولو ضلعو کي به تر دویم مارچ پورې دوام ولري ـ
هغه وایي،د ګوادر، کیچ او لسبیلې په ګډون په ډیری سیمو کې د زیاتو تاوانونو د رسېدو ویرہ دہ ځکه د بارانونو دا لړۍ به تر اوسنيو بارانونو زیاته او قوي وي ـ
د افتونو پر وخت مرستندویه صوبایي ادارې پي ډي ایم اې له خلکو د غیر ضروري سفر نه کولو او د اوبو لارو او غرييزو لارو، ژورو اوبو او ډیمونو ته د نه نږدې کېدو او په خرابو او کمزورو کورونو کې د نه پاتې کیدو غږ کړی دى ـ
Forum