لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګاډو کاروباریان وایي پاکستان کې د نوؤ ګاډو د نرخونو غورځېدو اثر په مارکیټ نه لیدل کیږي


په پاکستان کی د ګاډو دوؤ شخصي کمپنیو "سوزوکي" او "کیا" د مخصوصو ګاډو قیمتونه کم کړي خو کاروباریان وایي په مارکیټ کې ددې اثر نه لیدل کیږي.

کاروباریان وایي د خلکو امدن کم دی او د نوؤ ګران بیعه ګاډو د اخستو توان نه لري او زیاتره خلک استعمال شوي یا زاړه ګاډی اخلي خو د هغې بیعې هم زیاتې دي.

په مردان ښار کې د ګاډو د کاروباریانو اتحادیه وایي شخصي کمپنو د یو یا دوؤ مخصوصو ګاډو قیمتونه کم کړي خو بیا هم په مارکیټ کې د هغی اثر نه لیدل کیږي.

کارباریان وایي د غټو ګاډو کمپنیو خپل قیمتونه نه دي کم کړي او په مارکیټ کې اوس هم د ګاډو قیمتونه زیات دي.

د خېبر پښتونخوا دویم ستر ښار مردان کې د ګاډو د کاروباریانو د اتحادیې مشر فرمان الله وایي،په مارکیټ کې دا وخت ګاډې بې کچه ګران دي.

"دلته مارکیټ ته یو تن راشي او ځانله د 60 لکو روپو ګاډی اخلي خو نه یې مومي او واپس کور ته لاړ شي ځکه چی دهغه د طاقت نه بهر دی، اواز خو دغه راځي چې ګاډي ارزان دي خو په مارکیټ هیڅ ارزان نشته"

د روانې میاشتې په وړومبۍ اوونۍ کې د جاپان شخصي کمپنۍ په پاکستان کی د سوزوکي سویپټ ماډل جي ایل ایم ټي بيعه د 44 لکو او 21 زره روپو نه 43 لکو او 36 زره روپو ته راکوزه کړې او په دې کې یې 85 زره روپۍ کمی راوستی.

هم دغه شان د سوپټ ماډل جي ایل سي وي ټي قیمت د یو لک اؤ 59 زره روپو له کمي وروسته 45 لکه اؤ 60 روپۍ مقرر کړی شوی او د جي ایل ایکس سوپټ ماډل قیمت د 7لکه او 10 روپو له کمي وروسته 47 لکه او 19زره روپو ته راکوز شوی.

سوزوکي کمپني وایی دا فیصله یې د لږې مودې دپاره کړې خو کاروباریان وایي زیات خلک استعمال شوی او د کم قیمت ګاډی اخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG