لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوادر: د بلوڅو په پرلت د تشدد او نيولو پر ضد د بلوچستان په بېلا بيلو سيمو کې کاربنديز او احتجاجونه شوي


په 28مه جولايۍ د بلوچستان په ساحلي ښار کې کېدونکې جلسه اوس په احتجاجي پرلت بدله شوې چې لا هم دوام لري.
په 28مه جولايۍ د بلوچستان په ساحلي ښار کې کېدونکې جلسه اوس په احتجاجي پرلت بدله شوې چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ [بلوچ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډې] په پرلت د تشدد او نيولو پر ضد د بلوچستان په بېلا بيلو سيمو کې کاربنديز او احتجاجونه شوي دي.

د وکيلانو تنظيمونه نن په دويمه ورځ هم د کوټې په ګډون د صوبې په لويو او وړو عدالتونو کې د احتجاج په توګه نه دي حاضر شوي.

په 28مه جولايۍ د بلوچستان په ساحلي ښار کې کېدونکې جلسه اوس په احتجاجي پرلت بدله شوې چې لا هم دوام لري.

د بلوچ يوالي کمېتۍ ”بلوچ راجي مچي“ په نامه په ګوادر ښار کې پر ياده نېټه بلوڅ قامي ناستې را غوښتې وه.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ ويلي چې د پوليس او ايف سي له اړخه پر دوی د تشدد او جبر شوی د دوی احتجاج په زوره د ختم کولو کوشش شوی دی چې د هم دې په نتيجه کې دوی ځينې ملګري ټپي شوی او زياتره نيول شوي دي.

تنظيم دعوه کوي چې د سمي دين بلوڅ، ډاکټر صميه بلوڅ او شاجي صبغت الله پاروند د ګوادر له احتجاج څخه په زوره وړل شوي او تر اوسه د هغوی کوم درک نشته چې کومې ادارې له ځانه سره وړي دي.

د ګوادر د تشدد ډکو پېښو پر ضد بلوچ يکجهتي کمېټۍ په ټول بلوچستان کې د پهيه جام او کار بيديز اعلان کړی وو چې نن په زياتره بلوڅي سيمو کې کاروباري مرکزونه بند او پر سړکونو ټريفک د نېشت برابر وو.

د تنظيم له لوري په کوټه له سرياب سړک څخه احتجاجي لاريون راوتلی او د بلوچستان هايکورټ او بلوچستان ايالتي اسمبلۍ مخې ته احتجاج ريکارډ کړ او بيرته د سرياب پر لوري جلوس ګډونوال تللي.

تنظيم دعوه کوي چې په خضدار، خاران، قلات،دالبندين، بارکان، نوشکي، مستونګ او نورو سيمو کې احتجاجونه شوي او د احتجاج په توګه بازارونه تړل شوي او پر سړکونو ګاډي نه چلېدل.

له کوټې سره څېرمه په مستونګ سيمه کې هم له 27مې جولايۍ څخه د هغو قافلو د ګډونوالو پرلت ناست دی چې په هم هغه ورځ دوی غوښتل چې ګوادر ته ولاړ شي خو د ايف سي له لوري راګرځول شوي چې لا هم هلته ناست دي.

دوی دعوه کوي چې په وړمبۍ ورځ د ايف سي ځواک له ډزو څخه د دوی 14 ملګړي ټپي شوي هم دي.

خو حکومت د دوی دا دعوه بې ځايه بللې، د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي د پېښو د پلټنې اعلان کړی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو په سرکاري جاري کړي خبر کې پرون دعوه کړې وه چې په ګوادر کې احتجاج کونکي يې د احتجاج له ځايه ليري کړي او اوس د ښار حالت سم دی، خو بيلا بيلې سرچينې او رسنۍ وايي چې په ګوادر کې د مېرين ډرايو (Marine Drive) په نامه د سمندر غاړې ته پر لوی سړک احتجاجي پرلت نن هم دوام لري او په ګڼ شمېر خلک د زنانو په ګډون پکې شريک دي.

ګوادر د بلوچستان ساحلي ښار دی او دا د مکران ډيويژن يوه ضلع ده، د پاکستان او چين د اربونو ډالرو اقتصادي پروژې سي پېک مرکز هم دا ښار دی.

د بلوڅ قامي غونډې په نسبت له 27مې جولايۍ تر نن ورځې پورې هلته هر ډول موبايل او انټرنيټ سروس بند دی.

په بلوچستان او پاکستان د انساني حقوق لپارپه کارکونکيو تنظيمونو د حکومت له لوري د احتجاج کونکو مخه نيول او پر هغوی د تشدد کولو پېښې غندلې او و هغوی د پر امن احتجاج کولو اجازت ورکولو غوښتنه کوي.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ ويلي په ټول بلوچستان له تيرو څلورو ورځو څخه د حکومت او ادارو له لوري تر 1000 زيات د دوی فعالان نيول شوي دي.

خو د بلوچستان حکومت يوازې له ګوادر څخه د20 تنو د نيولو تصديق کوي مګر په هغه کې يې د کوم چا تفصيل ندی ورکړی
.

د پاکستان پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ار تيره ورځ دعوه کړې چې په ګوادر کې د احتجاج کونکو د تشدد له کبله يو عسکر وژل شوی او16 ټپي شوي هم دي.

د تنظيم مشرې ماه رنګ په يوه تازه ويډيوي بيان کې ويلي چې ، د دوی د فعالانو د مخ نيوي او حکومتي تشدد له کبله دوی خپله يوه ورځنۍ د ګوادر جلسه اوس په پرلت بدله کړې او تر هغه به جاري وي چې تر څو د دوی تازه غوښتنې نه وي منل شوې.

د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي پرون په صوبايي اسمبلۍ د خپلې وينا پر مهال وويل چې دوی له ماه رنګ سره خبرو اترو ته په دې شرط تيار دي چې ماه رنګ به خپل احتجاج د حکومت په ورښول شوي ځای او منظمه انداز کې کوي.

وزير اعلا وويل چې دوی په دې هم پوه دي چې ياده ټوله شرخوښې ده او د پاکستان او چين تر ميان د اربونو ډالرو پروژه سي پېک له د هم داسې احتجاجونو په کولو سره ناکامه کول غواړي.

ډاکټر ماه رنګ دې تورونو ته تازه کوم ځواب نه دی ويلی خو هغي دوې ورځې وړاندې ويلي چې ګوادر د بلوڅانو دی او دا حق له بلوڅانو سره دی چې دوی کله او چيري وغواړي هلته احتجاج کولی شي.

په کوټه کې د بي بي سي مشر خبريال کاظم بلوڅ په وينا چې ډاکټر ماه رنګ تيره ورځ په ګوادر کې په خپله مورنۍ ژبه بلوڅي کې د وينا پر مهال وويل: "مونږ هغو هيوادونو او شركتونو ته چې په بلوچستان كښې سرمايه كاري كول غواړي ويل غواړو چې بلوڅان نن د خپلې خاورې لپاره خپل ژوند قربانوي، هر هغه څوک چې دلته پېسې لګوي او مځکې اخلي، سرمايه کاري کوي، بلوڅان به هغه خپل دښمن وګڼي. ، موږ ټولې نړۍ ته دا روښانه کول غواړو چې د دې خاورې مالکان د راولپېنډۍ پوځيان نه دي، بلکې د ګوادر مالکان دلته بلوڅان دي، او هم دغسې د ریکوډک مالک هم هماغه بلوڅان دي چې په پښو کې یې بوټان نشته".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG