لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په پښین کې په عسکرو باندې مرګوني هدفي بریدونه شوي، ټي ټي پي یې ذمه واري منلې


Khyber and Baluchistan regions, Pakistan
Khyber and Baluchistan regions, Pakistan

د بلوچستان صوبې په پښين ضلع کې په دوو جلا جلا هدفي بريدونو کې دوه عسکر وژل شوي او يو ټپي شوی دی. د دغو بریدونو ذمه واري کالعدم ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په غاړه اخېستې ده.

د ضلع پښين انتظامي وياند سميع الله ترين ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې دوه جلا جلا پېښې شوې دي او وايي دا هدفي بريدونه دي.

ترین وایي اوله پېښه د نهې/سې شنبې په ماښام د پښین ضلعې په ملیزۍ کلي کې شوې ده چې د ليويز پوستې باندې وسلوالو بريد کړی. هغه زیاتوي چې په دې حمله کې، "پر ډيوټي حاضر دوه د ليويز عسکر وژل شوي، داوړه عسکر درې درې ګولې پر سر ويشتل شوي دي."

د ځایي انتظامیې ترجمان زیاته کړې چې دويمه پېښه د شورو/چهارشنبې په غرمه د پښين بازار په جان اډه نومي سيمه کې شوې ده، او په کې "نا معلومو وسلوالو پر ډيوټي حاضر د ټريفک پوليس عسکر په نښخه کړی دی. ټپي شوی عسکر دا وخت په روغتون کې تر درملنه لاندې دی او حالت يې له خطره وتلی دی."

د سيمې پر حالاتو نظر ساتونکې اداره خراسان ډايري پر ايکس پاڼه ليکلي چې د پښين د دواړو پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

د پښين د پوليسو ايس ايس پي منظور بليدي په سرکاري جاري کړي بيان کې ويل شوي چې د دواړو پېښو په باب يې معلومات او شواهد راټول کړي او د پېښې پلټنې کوي.

په بيان کې ويل شوي، ”داسې پېښې د عسکر حوصلې نه شي کمولای، په پېښه کې لاس لرونکي به په هر حال کې د قانون منګولو ته سپارل کېږي“.

د بلوچستان وزير اعلی مير ضيا لانګو پر پېښو خفګان څرګند کړی او د پېښې رپوټ يې طلب کړی دی.
د ترجمان سميع الله په وينا د وژل شوو ليويز عسکرو د جنازې لمونځ په پښين کې ورکول شوی او د هغوی جسدونه له پوره سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شوي دي.

پښين د بلوچستان له سر ښار کوټې څخه پر جنوب ته پرته ضلع ده چې له افغانستان سره سرحدي سيمې لري. له تيرې يوې مودې راهيسې د بلوچستان په پښتني سيمو کې په هدفي بريدونو، ډليز بريدونو او چاودنو کې زياتوالی راغلی دی.

تر دې وړاندې حملې

پښين له هغو سيمو څخه دی چې پکې په تيرو څو مياشتو کې پر له پسې د ليويز او پوليس عسکر پکې په نخښه کېږې.
د ترجمان سيمع الله په وينا، په تيرو شپږ مياشتو کې تر څلور زياته هدفي بريدونه شوي چې هدف يې ليويز او پوليس عسکر وو.
د مارچ پر ۲۷مه د پښين په حرمزۍ سيمه کې په وسلوال بريد کې د ليويز ځواک رسالدار حميدالله وژل شوی او درې نور د ليويز عسکري ټپي شوي وو.
پر شږم مې د پښين په تراټه نومي سيمه کې د وسلوالو په بريد کې د پوليس ډي ايس پي او ايس ايچ او سخت ټپي شوي چې لا يې هم درملنه روانه ده.
روانې مياشتې جولايي پر ۱۹مه د پښين سيشن کورټ ته نېږدې د سي ټي ډي پوليسو موټر په بمي چاودنه کې په نښخه کړل شوی وو چې په نتيجه کې يې دوه پوليس عسکر په کې ټپي شوي وو.
د دې تر څنګ د پاکستان تر عمومي انتخاباتو يوه ورځ وړاندې د کال ۲۰۲۴م پر اومه فرورۍ د پښين ضلعې په خانوزی سيمه کې د اليکشن کمپاين پر دفتر چاودنه کې دېرش ته نېږدې تنه وژل شوي او تر پنځوس زيات ټپيان شوي وو. د خبري اژانس اې ايف پي خبر دی چې د دې بريد زمه واري داعش نومي مذهبي تندروه ډلې پر ټيلي ګرام د دې بريد زمه واري منلې وه.

د بيلا بيلو ادارو او حکومتي رپورټونو او پيکس ادارې شمېرې ښايي چې په بلوچستان کې په روان کال ۲۰۲۴ کې د نا امنۍ تر سل زياته لوې او وړې پېښې شوې دي چې پکې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې وژل شوي او تر ۲۰۰ زياته پکې ټپي شوي دي.

د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ټي رپورټ دی چې تېر کال ۲۰۲۳ کې په بلوچستان کې په بيلا بيلو پېښو، بريدونو او چاودنو کې ۳۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ تنه پکې ټپي شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG