لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: پښتنو هنرمندانو، اديبانو او مدني فعالانو په سندرغاړي ډاکټر عطا الرحمان بريد غندلی


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو وتلي سندرغاړی ډاکټر عطا الرحمن باندې شوی وسله وال برید د علاقې سندرغاړو، شاعرانو، ادیبانو او مدني فعالو په سختو ټکو غندلی دی.

‎ډاکټر عطا الرحمان چې د ټانک ضلعې، او د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی دی، تېره شپه د ډېره اسماعیل خان یارک سیمه کې د نامعلومو وسلوالو لخوا په انډس هایي هغه وخت په ډزو وویشتل شوی چې نوموړی له پېښور څخه ډېره اسماعیل خان ته روان وو، وسله والو په ناکه کې د هغه په ګاډي ناتاره ډزې کړي دي.

‎پولیسو دا پېښه تایید کړې او وايي چې د ډاکټر عطا په ګاډي دوه ګولۍ لګېدلې دي، خو نوموړي ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی. د یارک ویلي چې دوی مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په ډاکټر عطا دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټوله پښتونخوا کې د ولس لخوا د امن نعرې پورته کېږي، خو له بلې خوا، د علاقې مشران، دیني عالمان، سیاسي او مدني فعالان په هدفي وژنو کې له منځه وړل کېږي.

‎د جنوبي وزیرستان یو بل سندرغاړي شوکت عزیز ویلي چې په ډاکټر عطا شوی برید د ټولې جنوبي ضلعې په هنر برید دی. هغه زیاته کړه چې دا پېښه ډېره خواشینوونکې ده او دا په ډاګه کوي چې په سیمه کې نه هنرمندان خوندي دي او نه عام خلک. هغه وویل چې په خپله په ناامنه سیمه کې ژوند کوي او دې پېښې اندېښمن کړي دي.

‎شاعر او لیکوال منور غمخوار بیټني ویلي چې یو سندرغاړی د قام ترجمان او د امن سفیر وي، چې د خپلې علاقې دردونه په زغرده بیانوي. هغه زیاته کړه چې ډاکټر عطا یې تل د وطن او قام یو غمخوار په توګه پېژندلی دی، او په هغه باندې شوی برید د امن او سندرې پرضد برید دی.

‎مدني فعال نقیب شېراني ویلي چې ډاکټر عطا، چې په سندرو کې د قوم او خاورې په اړه ډېر واضح پیغام وړاندې کوي، په هغه باندې برید د دې لپاره شوی چې خلک د خپلو حقونو لپاره غږ پورته نه کړي. هغه زیاته کړه چې ډاکټر عطا په سیمه کې د اتڼریزو غونډو له لارې د موسیقۍ په دوام ورکولو سره خلکو ته د امید پیغام ورکاوه.

‎ادیب او لیکوال نثار لالا ویلي چې د یو قام له منځه وړلو لپاره، لومړی برید د هغوی په هنر او سندرې کېږي، او همدا لامل دی چې په پښتنو سیمه کې سندره کافره ګڼل شوې. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې طالبانو د موسیقۍ آلات سوځولي او سټوډیوګانې یې ویجاړې کړې دي او هم دا پېښه د هاغه لړۍ یو کړۍ ده.

‎ډاکټر عطا، چې د غاښونو د طب ماهر دی، په پښتو، فارسي، پنجابي، هیندي، سرایکي، اردو او اورمړي ژبو کې سندرې ویلي دي.

هغه د سرکار نوکرۍ څخه وړاندې په عوامي نیشنل ګوند کې د ضلعي عهدیدار په توګه پاتې شوی دی.

نوموړي د خپلو سندرو له لارې د جنګ پرضد او د قام په ملاتړ شهرت ترلاسه کړی دی، چې په کې تر ټولو مشهوره سندره د جنګي تګ لارې پرضد بغاوت نظم دی، چې په هر محفل کې خلکو غوښتنه ترې کوله. ډاکټر عطا د خپلو هنري هڅو له امله ګڼ شمېر ایوارډونه هم ترلاسه کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG