لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت پوليس: د سيمې نه دې پوځ وځي، "په درېو مياشتو کې مونږ پوليس امن راولو"


تېر کال د پېښور پوليسو هم احتجاج کړی وو
تېر کال د پېښور پوليسو هم احتجاج کړی وو

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت کې د ضلعې پوليسو احتجاج کړی، د پوځ د نوم اخستو بغېر یې ويلي، " ته د لکي مروت ضلعې نه وځه مونږ پوليس په درېو مياشتو کې امن راولو".

خېبرپښتونخوا کې دا لومړی ځل نه دی چې پوليس د خپلو همکارو اهلکارو د وژنې او امن دپاره احتجاج کوي، له دې وړاندې باجوړ کې پولیس عسکرو په باجوړ کې د همکارانو په وژنه او له دغې وړاندې د پېښور پولیس لاین د چاودنې پرضد هم د صوبې پوليسو احتجاج کړی وو.

د لکي مروت ضلعې پوليسو په داسې وخت کې احتجاج کړی، چې په تېرو 24 ساعتونو کې په لکي مروت ضلعه کې په پوليسو څلور وسله وال بريدونه شوي، څلور پوليس اهلکار او د يو پوليس اهلکار ورور پکې وژل شوي دي.

لکي مروت کې په پوليس اهلکارو بريدونه په داسې وخت کې سېوا شوي، چې دوه ورځې وړاندې پوليسو ويلي وو، په نورنګ علاقه کې یې د وسله والو ضد عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان يو کمانډر ملا محمد غلام وژلی وو. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

د لکي مروت ضلعې پوليسو نن په نهم ستمبر په پوليس لاين او بيا په سړک احتجاج کړی چې پکې په ګڼ شمېر کې پوليس اهلکارو په ساده جامو کې ګډون کړی دی.

احتجاج ته په وينا کې يو پوليس اهلکار رشيد خان وايي، دوی ته دې اسلام نه ښودل کيږي، مسلمانان دي او کورنۍ یې دينداره دي.

هغه تور ولګوو، "په لکي مروت کې چې هر څه کيږي، آی اېس آی، اېم آی او پوځ يې کوي".

نوموړي د پوځ د نوم اخستو بغېر وويل، " ته د لکي مروت ضلعې نه وځه مونږ پوليس په درېو مياشتو کې امن راولو".

د پاکستان پوځ د پوليس اهلکار تورونو ته سمدستي غبرګون نه دی ويلي، خو له دې وړاندې د پوځ مشر جنرل عاصم منير او پوځ وخت په وخت په بيانونو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د خېبرپښتونخوا د خلکو او پوليسو زړورتيا او قربانۍ ستايلي دي.

د لکي مروت ضلعې پوليس يو بل اهلکار خالد خان وي او اې ډيوه ته وويل، "د کله پورې چې په ضلعه کې پوځ نه وو، د پوليس لاين چار ديواري نه وه، دوی هغه وخت ځان خوندي ګڼو، خو چې کله پوځ راغلی، پوليس لاين ته ديوال وهل شوی او کېمرې لګول شوي په پوليسو بريدونه سېوا شوي دي".

هغه وویل، "پوليس دې ته حېرانه دي چې دوی د تاڼې نه وځي نو وسله وال پرې د وړاندې نه خبر وي، او په لاره پوليس هدف کړي، نو وسله والو ته دغه خبر څوک ورکوي".

هغه زياته کړه، "پخوا به افسرانو د خپلو اهلکارو ساتنه کوله، خو اوس افسران يواځې جنازې اوچتوي د خپلو ماتحتو د ساتنې هيڅ طريقه ورسره نشته".

وي او اې ډيوه د لکي مروت ضلعې د پوليس مشر [ډي پي او] تيمور خان د دفتر سره بيا بیا د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

څلور ورځې وړاندې د يو پولیس اهلکار د وژنې وروسته تيمور خان ويلي وو، د پوليس د قربانۍ ستاينه کوي چې د خپلو خلکو ساتنه کوي، هغه ويلي وو، پوليس اهلکار به يواځې نه پرېږدي، د وسله والو بريدونه د پوليسو حوصلې نه شي ماتولی او بريد کوونکي ته به منطقي انجام ته رسوي.

د لکي مروت ضلعې د پوليسو يو تاڼدار ظفر محمود احتجاج کوونکو ته ويلي، په پوليسو دوامداره حملې کيږي دوی هم انسانان دي او کورنۍ لري.

هغه هم ويلي، "يو لور ته یې حکومت سرپرستي نه کوي او بله مسله ورته دا پېښه ده چې په پوليسو حمله شوي ځايي خلک ورته هم معلومات نه ورکوي چې بريد کوونکي په کومه لاره لاړه".

هغه زياته کړه، "څوک هم پوليس ته خبر نه ورکوي، مونږ د هر چا خوشالۍ او غم کې شريک يُو خو زمونږ په غم کې څوک هم شريک نه شو".

يو بل پوليس افسر [اېس اېچ او] حېدر خان ويلي، دا احتجاج یې د خپل تحفظ دپاره کړی، کومه سياسي ايجنډا نه لري.

هغه وويل، که د احتجاج په سر د پوليسو اهلکارو پرضد محکمانه کارروايي کيږی څوک د نوکرۍ څخه لرې کولی کيږي، يا معطل کولی شي، دا به د پوليسو سره زياتی وي.

د رپورټونو ترمخه، د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي پوليس د روان کال جولايۍ په میاشت کې ويلي وو، سږ کال د 15مې جولایۍ پورې په صوبه کې په وسله والو بريدونو کې 76 پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د سي ټي ډي د يادو شمېرو ترمخه، په وسله والو بريدونو کې د 65 ملکي وګړو په ګډون 29 د اېف سي اهلکار او اووه نور د نورو قانون نافذونکو ادارو غړي وژل شوي وو.

په پينځم ستمبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي.

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG