لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د فريقېنو ترمنځ نښتې دوام لري 13 تنه وژل شوي، د جنګ بندۍ دپاره جرګه هم روانه ده


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې نن په څلورمه ورځ د سني او شيعه و ترمنځ جګړه يا نښتې دوام لري، چارواکي وايي د جنګ بندۍ او امن په ځای کولو دپاره د مشرانو جرګه هم روانه ده.

د کورمې ضلعې انتظاميې وي او اې ډيوه ته ويلي، دواړو خواو ته په نښتو کې تراوسه پورې لږ تر لږه 13 کسان وژل شوي او نزدې 30 ژوبل شوي دي.

د انتظامیې په وينا، مرګ ژوبلې دواړو خواو ته اوښتي دي.

يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، د کوهاټ کمشنر کورمې ته رسېدلی، د فريقېنو سره د مشرانو جرګه روانه ده او تمه لري چې د ماښام پورې جنګ بندي وشي.

د نديم حېدر توري په نوم مدني فعال وايي، د کورمې مرکز پاړاچنار کې بازار خلاص دی، خو جګړه روانه ده او دا جګړه د پاړاچنار نه نزدې لس کلوميټره لويديځ پله جوړه ده، د مارټر ګولو پورې درنې وسلې پکې کاريږي.

هغه وويل، خلک د ډزو د لاسه په کورونو کې دننه ويريږي او ايسار شوي دي.

د کورمې دويم غټ تحصيل سده بازار کې د رېحان په نوم تن وي او اې ډيوه ته وويل، نن څلورمه ورځ ده چې سده کې بازارونو او هر څه بند دي، خلک د خوراکي توکيو د نشتوالي سره مخ کيږي، ځینې مارټر ګولې په کورونو لګېدلي او جګړه دومره زوروره ده چې خلک ژوبل کسان روغتون ته نه شي منتقل کولی.

هغه په انتظاميه او امنيتي ادارو نیوکې وکړې چې ټولې ادارې موجودې دي بيا دلته جګړه څنګه پيل شي او په دومره غټه کچه وسله د کوم ځای څخه راځي.

انتظاميه وايي، خلک په خپل مينځ کې نښتې دي او دا علاقه د پخوا راهسې قبايلي سيمه پاتې شوې او د افغانستان سره پوله لري، د خلکو سره وسلې د ډېر پخوا راهسې پرتې دي، او دوی بيا هم د امنيت په ځای کولو هڅه کوي.

په کورمه کې نن په څلورمه ورځ تعليمې ادارې بندې، سړکونه بند او افغانستان سره تجارت هم تړلی پروت دی.

کورمه کې د تېرې جولايۍ په 24مه د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه.

په يادو نښتو او جګړه کې چې د څو ورځو پورې روانې وې، د 47 نه زیات کسان وژل شوي او 177 نه زيات نور ژوبل شوي وو.

ويل شوي وو، تېره مياشت بيا سني او شيعه مشرانو په دې خبره اتفاق کړی وو چې خوارکلي او بالشخېلو کې به څوک مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د اوږدې مودې راهسې د سني او شيعه و ترمنځ وخت په وخت د ځمکو او نورو لانجو په سر وسله والې نښتې شوي، او په غټه کچه مرګ ژوبلې پکې اوښتي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG