په داسې وخت کې چې د امریکا صدارتي انتخاباتو ته په شمار ورځې پاتې دي، مرستيال صدرې کاملا هېرس او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ امېدوارانو د ووټرانو د توجه راړولو دپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدوارې کاملا هېرس د نهې، سه شنبې په ماښام د سپينې ماڼۍ سره نزدې انتخابي کمپاين کې خپل وروستي دلايل وړاندې کړي او ډانلډ ټرمپ په پينسلوينيا کې کمپاين ته وينا کړې ده.
پينسلوينيا يو د هغو اووه رياستونو څخه دی چرته چې د دواړو امېدوارانو د سختې مقابلې تمه کيږي او دغه رياست د کوم امېدوار د ګټې فيصله هم کولی شي.
هېرس ويلي، د خلکو د ښه ژوند دپاره به په سپينه ماڼۍ کې کارونو ته لومړيتوب ورکوي، او زياته کړې یې ده د ټرمپ توجه يواځې په خپل ځان ده او هغه د خپل نوي دور پيل د خپلو دښمنانو د نوملړ څخه کوي.
هېرس وينا په هغه ځای کړې چرته چې د 2021م کال د جنورۍ په میاشت کې ټرمپ خپلو پلويانو ته وينا کړې او د هغې وروسته ګڼ قهرجن مظاهره چیان په کېپټل هيل ورغلي او د صدر بايډن د انتخابي ګټې په عمل کې یې خنډان جوړ کړي وو.
هېرس په وينا کې ویلي، "مونږ ته معلومه ده چې ټرمپ څوک دی، ټرمپ هغه سړی دی چې څلور کاله وړاندې په دې ځای ولاړ وو، او هغه وسله په لاس ګڼې ته په کېپټل هيل د ورتلو ويلي وو چې هلته د خلکو د خوشط ترمخه روان عمل بدل کړي".
د انتخابي نظر پوښتنو ترمخه، د هېرس او ټرمپ ترمينځ په ځينو رياستونو کې سخته مقابله ده، يا دواړه د يو بل نه لږ مخکې وروسته دي.
د فلورېډا پوهنتون انتخابي لېب ترمخه، په پينځم نومبر کېدونکو انتخاباتو نه وړاندې نزدې څلور کروړه 90لکه ووټرانو د مېل د لارې يا یې په پولینګ سټېشنو کې خپلې رای ورکړي دي. د امریکې د 2020م په انتخاباتو کې د 15 کروړو نه زیاتو ووټرانو رای ورکړې وې.
ډانلډ ټرمپ په پينسلوینيا کې د انتخابي جلسې نه وړاندې فلورېډا کې په خپل کور کې خبريالانو سره خبرو کې هېرس ته "نااهله او مکمله تباهي" ويلي دي.
ټرمپ د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي، او د اتوار، يکشنبې په ورځ نيويارک کې په مېډېسن سکواير ګارډن انتخابي جلسې په وخت د کاميډين يا ټوقي ټوني هنچکلف په ټوقو یې هم کومه خبره نه ده کړې، هغه ويلي وو د پورټوريکو امریکايي علاقه د ګندګۍ جزيره ده.
د ټرمپ کمپاين ځان د دغو ټوقو څخه په ډډه ساتلی او ټرمپ پرې هم څه نه دي ویلي، او اې بي سي نيوز ته يې ويلي، هغه هنچکلف نه پېژني.
ټرمپ ويلي، هنچکلف هلته چا ودرولی وو خو نه یې پېژني.
ټرمپ دا هم ويلي، هغه ټوقه یې نه ده اورېدلې، تر دې چې د ټوقي خبرې په ټيلي ويژن چېنلو خپرې شوي او ليکل پرې هم شوي دي.
ټرمپ د نیویارک جلسه ستايلې ده.
د مقابلو په ځينو رياستونو کې پورټوريکن هم د رايو په نتيجو کې مهم کردار لوبولی شي.
د هېرس انتخابي کمپاين يو ډيجيټل اشتهار جوړ کړی چې پکې ویل شوي، لاطيني ووټران د ښه والي حق لري، څنګه چې پخواني صدر وړاندې کړي دي.
د کیليفورنيا پوهنتون د لاطيني شمېرو ترمخه، يواځې پينسلوينيا کې د ګټې دپاره د دواړو امېدوارانو ترمنځ سخته مقابله ده، چرته چې د درېو لکو نه زيات د پور ټوريکن ووټرانو د رایو ورکولو وړ دي.
د دې نه علاوه درې نور سوینګ ریاستونو کې د پور ټوريکن ابادي مېشته ده، چې پکې د ریاست نارت کېرولاينا، وسکونس او مشي ګن شامل دي.
په پورټوريکن جزيره اوسيدونکي امریکايان دي، خو دوی په انتخاباتو کې رای نه شي کارولی، ځکه چې د امریکې په رياستونو کې اوسيدونکي د رای ورکولو اهل دي.
د امریکې د کنټرول لاندې علاقو کې اوسيدونکي د رای ورکولو دپاره اهل نه وي څوک چې په جزيرو کې اوسي، خو هغه چې د امریکې مختلفو رياستونو ته منتقل شوي رای ورکولی شي.
انتخابي کمپاين کې هېرس او ټرمپ د يو بل دپاره ځینې سپکې کليمې هم کارولي دي.
ټرمپ ويلي، هېرس "کُند ذهنه" ده او د نورو نړيوالو مشرانو دپاره د لوبو د څيز په څېر ده.
د ټرمپ ځينو پخوانيو مشيرانو هغه ته فاشسټ ويلي، چې ټرمپ په دویم ځل هم د هغه ډول حکومت کولو لېوالتيا لري.
د ټرمپ مخالفه هېرس ویلي، چې هغه د ټرمپ د پخوانیو مشيرانو يا سلاکارو د دريځ سره اتفاق لري. ټرمپ په هېرس هم دغه ډول طنز کړی دی.
په دې خبر کې ځينې معلومات د اې پي او رویټرز څخه اخستل شوي
Forum