لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زهرا بلوڅ: د پاکستان او امریکې اړيکې د يو بل په چارو کې د لاس وهنې نه دي


پاکستان وايي، د امريکې سره یې د لسيزو راهسې اړيکې دي، پاکستان غواړي چې دغه اړيکې نورې پياوړې شي او دوه اړخيزه اړيکې د يو بل په چارو کې د لاس وهنې نه دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نه پرون په اووم نومبر اوونيزه خبري غونډه کې د امریکې د نوي صدر ډانلډ ټرمپ د منتخب کېدو وروسته پاکستان سره د اړيکو په اړه پوښتنې شوي دي.

د اغلې نه پوښتنې شوي، د ټرمپ د انتخاباتو ګټلو وروسته به د پاکستان پاليسي څه وي، د ټرمپ انتظامیې سره د پاکستان د اړيکو راتلونکی څه دی؟ او ټرمپ به د پاکستان په کورني سياسي اثر ولري؟ .

ممتاز زهرا بلوڅ په ځواب کې ويلي، "د پاکستان صدر او وزیراعظم د امریکې نوي منتخب شوي صدر ډانلډ ټرمپ ته اومبارکي ويلې ده او د امریکې سره زمونږ اړيکې د لسيزو راهسې پخوانۍ او هر اړخیزې او مونږ د امریکې سره اړیکې نورې پياوړې کول غواړو".

په پاکستان کې د اثرانداز کېدو پوښتنې ته په ځواب کې بلوڅ ويلي، "پاکستان د امریکې سره اوږده دوستي او شراکت داري لری، مونږ د خپلمنځني احترام، باور او د يو بل په کورنيو چارو کې د نه لاس وهنې اړيکې مخ پر وړاندې بوځو".

پاکستان کې په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو تود بحث روان دی چې ډانلډ ټرمپ به په پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشي کولو دپاره فشار واچوي، او عمران خان به خوشي شي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف په اېکس پوسټ کې ويلي، "ځينې خلک وايي، چې د امریکې نه د فون راتللو پورې ده، او عمران خان به فون کوونکو ته حواله کړل شي او پاکستان د انکار جرات نه شي کولی. ډېر په ادب سره عرض دی، نواز شریف ته د فون سره د پينځه اربه ډالرو هم ويل شوي وو، خو هغه انکار کړی او ايټمي چاودنې یې کړې وې".

هغه زياته کړې، "بيا چې مشرف ته فون راغلو نو هغه ورته سملاستو، د حکم نه زيات په هر څه راضي شوی وو، د 9/11 جګړه بنده شوې، افغانستان کې امن دی خو پاکستان یې نن هم د ترهګرۍ په شکل کې د نتيجو سره مخ دی. بيانونه ورکوونکي د نواز شریف د انکار او مشرف د وسلې غورځولو سره وو".

د ممتاز زهرا بلوڅ نه پوښتنه شوې، چې د ټرمپ بريا به د پاکستان او چين په پاليسو هم اغېزې ولري؟ هغې په ځواب کې ويلي،

"د پاکستان او چین اړیکې تلپاتې دي. دا اړیکې سټراټیجيکي دي او زمونږ د بهرنیو چارو په تګلاره کې د ثبات یوه سرچینه ده. د پاکستان او چین اړیکې په تېرو څو لسیزو کې پراخې او پیاوړې شوې دي. دا اړیکې د نړۍ د پرمختګونو لخوا نه دي اغېزمنې شوې او داسې فکر نه کوو چې دا اړیکې به د کوم بل هیواد د داخلي پرمختګ له امله اغېزمنې شي".

په پينځم نومبر، نهې، سه شنبې، په ورځ امریکا کې ترسره شوو صدارتي انتخابو کې د ريپبليکن ګوند امیدوار او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ کامياب شوی، د امريکې 47م صدر منتخب شوی دی. د هغه مقابله د صدر بایډن د ګوند ډېموکرېټ امیدوارې او نایب صدرې کاملا هېريس سره وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG