لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: چاودنه کې د جمعيت علمااسلام د ځايي مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي


د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا د کوز جنوبی وزیرستان ضلعې د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې د جمات مخې ته ریموټ کنټرول بمي چاودنه شوې، د جمعیت علما اسلام (ف) سیمه ییز مشر مفتی محمد اعجاز په ګډون دوه کسان پکې وژل شوي او جمعیت یو بل سیمه ييز مشر او د جمات امام مولانا شهزاده وزیر سره پکې پينځه تنه نور ژوبل شوي دي.

د اعظم ورسک تاڼې پولیسو په وینا، دا برید د یومنظم پلان برخه وه چې هدف یې د سیمې یو دیني عالم مولانا شهزاده وزیر وو.

د دوی په وینا دا برید هغه وخت شوی کله چې د سیمې څو دیني علما د جمات مخې ته سره راټول شوي وو او د ریموټ په وسیله پرې چاودنه شوې ده.

پولیس او امدادي ډلې سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې او ژوبل کسان د درملنې لپاره واڼه سیمه کې د ضلعې مرکزي روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

د ضلعې روغتون مرستیال مشر ډاکټر فضل الرحمان وویل، په برید کې دوه کسان وژل شوي، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، او پنځه کسان ژوبل دي.

د هغه په وینا د مولانا شهزاد وزیر حالت د اندېښنې وړ دی او د درملنې لپاره ډیره اسماعیل خان سیمې کې روغتون ته منتقل کړل شوی دی.

په وژل شوو کسانو کې د یو بل پېژندګلو د مفتی محمد اعجاز، په نوم شوې چې یو دیني عالم وو.

پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي. او د دوی په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید د دینی مشرانو د وژلو او د سیمې د امنیت خرابولو هڅه وه.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید ذمه‌واري په غاړه نه ده اخیستې، خو په تېرو وختونو کې د دې ډول بریدونو ذمه‌واري اکثره داعش اخستې وه.

د پېښې په اړه د سیمې سیاسي او ټولنیزو مشرانو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د جمعیت علمااسلام مشر مولانا محمد جمال الدین د دې برید په کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي، ژوبل او وژل شوي کسان د دوی کارکنان دي.

هغه ویلي دا برید د دین دښمنانو یو ناوړه عمل دی، چې هدف یې د سیمې د امن خرابول او د دینی مشرانو ځپل دي. دا ډول سازشونه هيڅکله د زغمولو وړ نه دي.

مولانا جمال الدین د حکومت او امنیتي ادارو څخه وغوښتل چې د پېښې ذمه‌واري لرونکي کسان زر تر زره ونیسي او هغوی ته سختې سزاګانې ورکړي.

د پاکستان مذهبي سياسي ګوند جمات اسلامي په باجوړ او جنوبي وزیرستان کې د غړو د هدفي وژنو ضد په ملاکنډ ډويژن او مردان کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

جماعت اسلامي دړکه ورکړې که پېښو کې ککړ ملزمان ونه نيول شو نو دوی به د احتجاج په توګه د صوبو لویې لارې وتړي.

د زيارت په ورځ باجوړ کې د جمات اسلامي ضلعي جنرل سيکټري حميد صوفي د جمات نه راوتو په وخت د نامالومه وسله لخوا په ډزو وژل شوی وو، د بريد زمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه.

په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبريالانو رياض حسېن او فضل عزيز شريک کړي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG