د پاکستان بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] ضد قرارداد منظور کړل شوی چې په دغه ګوند دې بنديز ولګول شي. او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت په اسلام اباد کې د پي ټي آي په غړو د تشدد ضد د درېو ورځو ماتم اعلان کړی دی.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اسپيکر بابر سليم سواتي ويلي، غړي یې په اسلام اباد کې وژل شوي او جسدونه یې پټ کړل شوي دي.
بلوچستان اسمبلۍ کې په حکومت کې د شاملو مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند غړو د پي ټي آی ضد قرارداد وړاندې کړی او ويلي يې دي، ياد ګوند د نهمې مې په څېر يو ځل بیا په تشدد لاس پورې کړی، او دغه ګوند انتشاري ټوله جوړه شوې ده.
د رپوټونو ترمخه، مخالفه ګوندونو د قرارداد مخالفت کړی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی وو، د خپل باني غړي عمران خان د خوشي کولو، 26م اييني بدلون بيرته اخستو سره یې انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.
ياد احتجاج په لاره کې د خنډانو، پوليس او رېنجرز سره نښتو وروسته په 26نومبر اسلام اباد ته رسېدلې، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله.
حکومت په احتجاج تور لګولی په اسلام اباد یې حمله کړې، ګاډی یې په رېنجرز او پوليس اهلکار ورخېژولی، پوليس اهلکارو باندې حملې کړي، ژوبل کړي يې وو.
بیا د احتجاج ضد د شپې په مهال عمليات شوي. ويل شوي وو، ګنډاپور او بشرا بي بي تښتېدلي او د احتجاج ګډون وال هم د اسلام اباده شړل شوي وو.
پي ټي آی دعوه کړې په لسګونو غړي یې وژل شوي، خو حکومتي وزيرانو دغه دعوې درغجنې ګرځولې او ويلي يې وو، د مړو ثبوتونه دې وړاندې کړل شي.
پرون د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ غونډه کې هم نوموړي دعوه کړې په غړو یې ډزې شوي او جسدونه یې پټ کړل شوي دي.
هغه ویلي، وړاندې هم داسې تجربې شوي او د مشرقي پاکستان تجربه د مغربي پاکستان په شکل کې کولی شي.
پرون د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د امنيت په اړه غونډه شوې او سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ويلي، لښکر کوونکې شرخوښې ډلې [پي ټي آی] پرضد دې قانوني چارې خپلې کړل شي، پېژندګلو دې وشي او سزا دې ورته ورکړل شي.
Forum