چين او پاکستان به د پاکستان د رېل پټلۍ بیا جوړوي، ګودار بندر ته به نوره وده ورکوي او چينايي کمپنۍ به د تېلو او ګېس په برخه کې پانګونې کوي، دغه خبر د چين سرکاري خبري ادارې ژينوا د زيارت، پنجشنبې په ورځ ورکړی دی.
دا څرګندنې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د پاکستان صدر آصف علي زرداري د څلورمې نه اتمې فرورۍ پورې د چين په سفر دی، نوموړی به د اسيايي ژمي د لوبو د پرانستې دستوره کې هم ګډون کوي.
چين د 2013م کال راهسې پاکستان کې پانګونې او مالي مرستې یې کوي چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل هيواد پاکستان ستونزې راکمې کړي.
چين او پاکستان نزدې اړيکې لري، دواړه د ګاونډي هند په اړه د اوږدې مودې اندېښنې او سيمه کې د امريکې د اثر ضد تول برابرولو ليوالتيا لري.
چين او پاکستان دواړه د ګوادر بندر اهيمت مني، او دواړه یې د تجارتي او مواصلاتي توان پوره کولو باندې موافق دي، ژينوا دغه خبره د دواړو هيوادونو د ګډې اعلاميې څخه کړې ده.
ويل شوي، د چين مالياتي ادارې به ډاډمنې کولی شي چې پاکستان کې په کان کيندنه کې پانګونې وکړي، په ځمکنيو او سمندري جيولوژيکې سرچينو کې هم همکاري وکړي.
د خبر ترمخه، پاکستان د چينايي کمپنيانو هرکلی کوي چې د تېلو او ګېس په سرچينو او پرمختيا کې برخه اخلي.
پاکستان او چين د اوږدې مودې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ سي پېک همکاران دي او د زرګونو په شمېره کې چينايان پاکستان کې په دغه پروژه کې کار کوي.
دا د 65 اربه ډالرو پرژوه د چين د صدر شي ژين پينګ د بېلټ او روټ اقدام برخه ده، د کومې مقصد چې د بيجينګ د سړک، رېل پټلۍ او سمندر د لارې اثر سېوا کول دي.
(د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې څخه اخستل شوي)
Forum