لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ حکم کړی، افغانستان ته مال وړونکي ګاډي دې بې ځايه ونه ځورول شي


پېښور هايکورټ پاکستاني امنيتي ادارو ته حکم کړی، د پاکستان او افغانستان ترمنځ مالونه وړونکي ګاډي دې بې ځايه نه ځوروي، د کراچۍ نه د تورخم پورې جوړو چيک پوستو دې د ګاډو کتنه کيږي، په غټو لارو د جوړو چيک پوستو نه علاوه دې ټرانسپورټران تنګ نه کړل شي.

افغانستان ته د مال وړونکو ګاډو اتحادیې پېښور هايکورټ ته په دغې اړه خواست کړی وو.

د اتحادیې وکیل امين رحمان يوسفزی وايي، افغان ټرانزټ ټرېډ کې چلېدونکو ګاډو والو لومړی په کال2019م د پاکستان وزيراعظم ته خواست کړی وو، چې دوی ته د کراچۍ نه تر تورخم پورې په غټه لاره ډېر زيات چيک پوستې جوړې دي، د اې اېن اېف نشه یې توکیو د مخنيوې ادارې، ملېشې، ځنګلاتو او پوليسو ځان ځانله چیک پوستې جوړې وې، تول يا کانټو والو به ځانله ګاډي ودرول.

د نوموړي په خبره، د هلته نه بيا حکم شوی چې ټولې ادارې دې په ګډ يو ځای دغه ګاډي ګوري، خو په هغې عمل ونه شو، بيا ټرانسپورټرانو د پېښور هايکورټ د بشري حقونو څانګې ته خواست وکړو، او یادې څانګې د ټولو ادارو نه معلومات وکړه او بيا پېښور هايکورټ ته په خواست کې ټولو ادارو ته نوټسې ورکړل شوې.

يوسفزي وويل، پېښور هايکورټ اوس د ټرانسپورټرانو په شکايتونو فيصله واوروله، او د هغوی د 70 فيصدو نه زيات شکايتونو یې حل کړه، د غېر قانونه چيک پوستو ختمولو، قانوني کتنې او بډو رشوتونو نه اخستو حکم یې وکړو.

نوموړي وويل، د پېښور هايکورټ چيف جسټس شکيل احمد او جسټس ثاقب الله په خواست اورېدنه کړې او فيصله یې اورولې ده.

د مال وړونکو ګاډو د اتحادیې مشر محمد نور احمدزی وايي، دوی د پېښور هايکورټ په فيصله خوشاله دي چې د ګاډو نه تنګولو دپاره یې حکم وکړو، خو نوموړی وايي بايد اوس په دغه فيصله عمل هم وشي.

خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوونکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کې سوداګرو او ګاډو ته ستونزې شته، خو په ځینې ځايونو کې ټرانسپورټران هم د قانون سرغړونه کوي.

د پاکستان او افغانستان او منځنۍ اسيا د تجارتي کمېټۍ مشر شاهد حسېن وايي، په ځينو ځايونو کې ګاډو د حساب نه سېوا بارونه په ګاډو کې واچوي، او بيا په خپله د دغه سرغړونې په سر پوليسو او نورو ادارو ته پيسې ورکوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مودې راهسې دوه اړخيزه تجارت کې وخت په وخت سوداګر شکايتونه کوي، چې دوی د ويزو نه واخله تر د مالونو وړلو راوړلو، په پوله د ګمرک سره نور مشکلات جوړيږي او اکثره د دواړو هيوادو ترمنځ تجارت د سياستونو ښکار شي.

دوی وايي، بايد تجارت د سیاسي شخړو څخه په ډډه وساتل شي.

د سرحد چېمبر اف کامرس چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کال 2011م پورې د دوه اعشاريه شپږ بيلينه امريکايي ډالرو دوه اړخيزه تجارت خو د هغې وروسته دا تجارت راکم شوی او د 700 ميلينه ډالرو پورې راټيټ شوی دی.

دوی وايي، څنګه چې د سيمټو، اوسپني، اوړو او ځينې نورو توکيو د پاکستان مارکيټ افغانستان کې نورو ملکونو ونيولو، ښيې د تازه سبزو د تخم مارکيټ کې ايران او د مينځنۍ اسيا ملکونو ته لاړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG