لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر وايي یوازې منتخب ځای ناست ته به حکومت انتقالوي


نن په تاجکستان کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او افغان ولسمشر اشرف غني په دوهمه ورځ لومړۍ وینا کونکي ؤ
نن په تاجکستان کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او افغان ولسمشر اشرف غني په دوهمه ورځ لومړۍ وینا کونکي ؤ

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس په دویمه ورځ افغان ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واک به خپل راتلونکي ځایناستي ته د ټاکنو له لارې انتقالوي.

غني د خبرو پر مهال وویل چې د افغانانو تر ټولو ستره هیله سوله ده او افغان حکومت په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي. د ده په وینا د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې همکاري هم مهمه ده.

د تاجکستان جمهور رئیس د دې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د تل‌ پاتې سولې ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې ۴۰ کاله کیږي چې افغانستان کې جګړه روانه ده نور باید جګړه پای ته ورسیږي، افغانستان سره مرستې د تاجکستان د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ځای لري.

تاجکستان له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او زدکړو په برخه او د همغږۍ او همکاریو د زیاتېدو یادونه کړي او تیره ورځ یې یو بل سره د همکارۍ ۵ بیلابیل تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

نن په تاجکستان کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او افغان ولسمشر اشرف غني په دوهمه ورځ لومړۍ وینا کونکي ؤ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي له افغانستان سره ښې دوستانه اړیکې لري او هیڅ وخت به د یاد هېواد له حالاتو بې پروا پاتې نه شي.

نوموړي ويلي، چې د افغانستان سوله د سیمې سوله ده او نړۍ باید په دې برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.

علي رحمان د سولې روانو خبرو ته په اشارې ویلي، چې تاجکستان د سولې د هغو خبرو ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ وي.

هغه زیاته کړي "د تېرې 40 کلنې جګړې څخه دا ثابته شوې چې د افغانستان قضیه د نظامې نه بلکې په خبرو حل کېږي، تاجکستان د سولې خبرو کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي. نوموړی زیاتوي چې د افغانانو درد د تاجیکانو درد دی"

افغان ولسمشر غني د اسیا زړه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانانو تر ټولو ستره هیله سوله ده او افغان حکومت په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي.

د ده په وینا د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې همکاري هم مهمه ده.

ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې د ټاکنو له لارې به خپل ځایناستي ته واک لېږدوي او ددې کار لپاره شفافو ټاکنو ته ژمن دی.

غني وویل" افغانستان کې باید واک د اساسي قانون او د ټاکنو پر اساس ولېږدول شي.طالبان باید اوربند وکړي او له دغه اوربند څخه باید نړیوال څارنه وکړي او د سولې تړون باید د لویې جرګې له لوري تائید شي"

امام علي رحمان همدا راز وویل چې دوی له افغانستان سره د ګډو پروژو عملي کولو ته تیار دی.

رحمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی او زیاته یې کړه چې د کابل او دوشنبې ترمنځ د تاریخي اړیکو د لا قوت لپاره به هڅه کوي.

نن په پلازمینه دوشنبې کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه نهم کنفرانس دی چې تر ډېره به پکې پر افغان سوله او سیمه ییز ثبات بحثونه او خبرې پکې کېږي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د ولسمشر غني له لوري له یاد هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د همکاري ۵ تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG