پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم چټک کړی، چې له امله یې لسګونه زره افغانان یا خو نیول شوي او یا مجبوره شوي چې پاکستان کې د خپلې سرپناه سیمې پرېږدي.
د ازادۍ راډيو د رپورټ له مخې د پاکستان د حکومت د لارښود په اساس، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان څانګې په خپل واټسف چینل خپور کړی، د افغان تابعیت اې سي سي( افغان تابیعت) کارت لرونکيو افغان کډوال ته ویل شوي چې باید له لاهور او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
که څه هم په پاکستان کې د رجسټریشن د ثبوت (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته د روان کال د جون تر ۳۰مې د پاتې کېدو مهلت ورکړل شوی، خو هغوی ته هم د یادو ښارونو پرېښودو لارښوونه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا یو اعشاریه درې میلیونه راجسټر شوي افغان کډوال د پي او ار کارتونو سره په پاکستان کې ژوند کوي.
خو له دې پرته، نږدې ۸۸۰ زره نور افغانان د اې سي سي کارتونه لري، چې د پاکستان لخوا د لنډمهاله استوګنې اجازه ورته ورکړل شوې وه.
سربېره پردې، د بېلابېلو سرچینو د راپورونو له مخې، له ۶۰۰ زرو تر ۸۰۰ زرو پورې افغانان په پاکستان کې بې اسنادو یا ناقانونه ژوند کوي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه افغان کډوال به وباسي چې پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.
پاکستاني چارواکو ویلي، دا پرېکړه یې د امنيت او اقتصادي ستونزو له امله کړې، ځکه چې د دوی په وینا، ځینې افغان کډوال د ناقانونه فعالیتونو، لکه ترهګرۍ، نشه يي توکو قاچاق، او جرمونو کې ښکېل دي.
د پاکستان حکومت همداراز ادعا کړې چې په هېواد کې د بې ثباتۍ یو لوی لامل د افغان کډوالو شتون دی، او هغوی ته باید بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو ته زمینه برابره شي.
د نړیوالو سازمانونو او افغان طالبانو غبرګون
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) او د کډوالو نړیوال سازمان (آی او ایم) د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په بشردوستانه او منظمه توګه ترسره کړي.
په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند ښاغلي قیصر خان اپریدي په دې وروستیو کې وي او اې ډيوه ته ویلي،چې دا افغانان له جګړو، فقر، او نورو ستونزو تښتي او باید د هغوی د وضعیت ارزونه په مناسب ډول د بشر دوستۍ په احساس وشي.
په افغانستان کې واکمنو طالبان هم د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی. طالبانو ویلي چې د کډوالو جبري ایستل د هغوی د بشري حقونو سرغړونه ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرکال په وروستیو کې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ"موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې له افغان کډوالو سره د بشري اصولو مطابق چلند وکړي او هغوی ته لږ تر لږه د خوندي ستنېدو فرصت ورکړي"
افغان کډوال له څه ډول ستونزو سره مخ دي؟
په پاکستان کې میشت افغان کډوال شکایت کوي چې د پولیسو لخوا ځورول کېږي، نیول کېږي، او حتی د هغو کسانو ضد هم عملیات ترسره کېږي چې قانوني اسناد لري.
یو شمېر افغان کډوال، چې دریم هېواد ته د تګ پروسه یې روانه ده، وایي، چې د پاکستاني چارواکو لخوا هم نیول کیږي اؤ له هیواده شړل کیږي.
په اسلام اباد کې یو افغان کډوال، چې امریکا ته د تګ په تمه دی، د نوم نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو ته ویلي"دلته ډېری خلک، چې امریکا ته د تګ لپاره قضیې لري، دمخه یې د سفارت څخه د معافیت لیک ترلاسه کړی و، مګر د دې لیک سره سره، پولیسو دا کسان نیولي او د سفارت لیک یې هم نه دی منلی."
د پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو د ملاتړ کوونکو ادارو اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان نامساعد اقتصادي او امنیتي حالاتو ته په کتو، ډیری کډوال د سختو ستونزو سره مخ دي.
د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې د کډوالو ایستل باید تدریجي، منظم، او د نړیوالو قوانینو مطابق ترسره شي، ترڅو هغوی ته د بېرته ستنېدو مناسبه زمینه برابره شي.
Forum