لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان په 70 کلونو کې د حکومت چلولو بېلابلې تجربې وکړې خو ټولې ناکامه شوې


پاکستان پرون په څوارلسم اګست خپله 77مه د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ولمانځله چې هيواد له يو شمېر اقتصادي، سياسي، خراب امنيت او وېشلې شوې ټولنې غوندې ستونځو سره مخ دی.

څېړونکي او اقتصادپوهان وایي تر کومې پورې چې دلته د ایين او قانون حکمراني نه وي پر ځای کړی شوي، ټولې ادارې پخپل ایيني حد کې دننه پاتې نه شي او په پالیسيانو کې تسلسل پر ځای نه کړی شي هيواد له موجوده ستونځو راويستل به ډېر مشکل وي.

پاکستان له جوړېدو سره سم ډېر زر د پوځ او اشرافيې منګولو ته لاړ چې د څېړونکو په باور هغوی د خپلو ذاتي ګټو په خاطر د يو جديد جمهورى او په اقتصادي توګه مظبوط رياست جوړولو لپاره سنجيده هڅې ونه کړې.

څېړونکي وایي په تېرو اويا کلونو کې په پاکستان کې د حکومت چلولو بېلابېلې تجربې وشوې خو دغه ټولې ناکامه شوې او وایي‌ د دې بنيادي وجه دا وه چې د دغو حکومتونو پاليسۍ دوامداره پاتې نه شوې.

وایي نه خو په دې هېواد کې په بشري پرمختګ لکه تعليم، صحت او متحرک ټولنې باندې پيسې مصرف کړی شوې او نه یې نظام په مستقل مزاجۍ سره وچلولو او نتيجه یې دا ده چې د پاکستان سره ازاد شوي هيوادونه نن ډېر وړاندي تللي دي.

څېړونکی او ټولنپوه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي، له پاکستان سره یو ځای ازاد شویو هېوادونو په خپلو تګلارو کي ثبات راوستو، کوم چې پاکستان ونه کړ او بل هغوى د حکومتونو بدلولو سره خپلې تګلارې بدلې نه کړې او پاکستان داسې ونه کړل:

"د خفګان خبره دا ده چې مونږ سره يا مونږ نه وروسته کوم قامونه ازاد شوي لکه چين، هند او سویلي کوريا هغه زمونږ نه ډېر وړاندې لاړل او مونږه ته به په دې فکر کول وي چې دا ولې".

اقتصادپوهان وایي اقتصاد ته دلته چېرې هم لومړیتوب نه دی ورکړی شوی او ټوله پاملرنه دلته امنیت او سياست ته ورکړی شوې ده او نتيجې یې نن زمونږ په وړاندې دي.

د دوى په وينا تر کومې پورې چې په پاکستان کې زنانه او ځوان کول مخ په وړاندې رانه وستل شي او ورته د فيصلو او روزګار موقعې ورنه کړی شي پرمختګ کول ممکن نه دی.

اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين وایي که چېرې اقتصاد ته برابره پاملرنه ونه شوه نو حالات به نور هم خراب شي:

"ماته ښکاري چې تر ټولو غټه غلطي زمونږ نه دا شوې ده چې دلته اقتصاد ته ترجیح چېرې هم نه ده ورکړی شوې او ټوله پاملرنه سياست او امنيت ته ورکړی شوې چې له وجې یې سياست کې هم بې يقيني راغله او اقتصاد هم د بد نه بد تر شو".

ځينې څېړونکي ګڼي چې د پاکستان د باني محمد علي جناح له مړينې سره سم پاکستان د بې ثباتۍ په لور لاړو او د پارلماني نظام پر ځای سیول او پوځي چارواکو حکومتونه چلول پيل کړل او په کال 1958م کې وړمبۍ مارشل لا ولګيده چې په ننيجه کې یې هيواد په کال 1971م کې دوه ټوټې شو.

د دوى په وينا د پاليسیو د تسلسل نشوالی د موجوده ستونځو غټه وجه ده.

خبريال او څېړونکی افتخار شېرازي وایي، "کله نه هم چې په پالیسیو يا تګلارو کى تسلسل نه وي نو نه خو دغه نظام څه ګټې راوړلی شي او نه بهرنۍ نړۍ په تا باور کوي او همدغه وجه ده چې نن پاکستان په يو شمير ستونځو کې نښتی دی".

شېرازي وويل اوس هم وخت دی که ټولې ادارې پخپل ایيني حد کې دننه پاتې شي او په يووالي سره د هيواد د پرمختيا د پاره هڅې پيل کړي نو پاکستان د موجوده ستونځو څخه راويستل مشکل نه دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ملک د خپلواکۍ د 77 مې کليزې په مناسبت يوې دستورې ته په وينا کې ویلي، حکومت یې د اقتصادى ستونځو څخه د هيواد د راويستلو لپاره پوره پوره هڅې کوي او پاکستان د اقتصادي استحکام په لور روان شوی دی.

شهباز شریف وویل په هېواد کې د ګرانۍ شرحه د 38 فیصدي نه 11 فیصدي ته راکمه شوې او ډېر زر به د بجلۍ په بيعو کې هم کمی راولي او په ګډه به هيواد د موجوده ستونځو څخه راوباسي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG