لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ټانک کې بله هدفي وژنه شوې او ډېره اسماعیل خان کې وسله والو د بېنک ګاډی لوټلی


د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د یو تن مړی موندل شوی او په ډیره اسماعیل خان کې د بینک له یو ګاډي نه یو کړوړ او ۶۰ لکه روپۍ تښتول شوې دي.

‎بل لوري ته په شمالي وزیرستان میر علي کې د خېسور سړک ورانوالو وروسته پوځ ځايي خلکو ته د کورونو خالي کولو ویلي خو پوځ په دې اړه څه سپیناوی نه دی کړی چې ولې په خلکو کورونه خالي کوي.

د ټانک ضلعې پولیس وايي دوی ته د بیټني سرکل سدګي خوړ کې د یو مړي موندل کېدو اطلاع ترلاسه شوې.

دوی وايي مړی په داسې حال کې موندل شوی چې په ګولیو ویشتل شوی او په تن یې د تشدد نښې لېدل کیږي او بیا د ضلعې روغتون ته وړل شوی .

د صدر تاڼې چارواکي وايي د وژل شوي تن پېژندګلو د محمد اعظم په نوم شوې چې د وړوکي کلي سره تړاو لري .

پولیس وایي د وژل شوي تن کورنۍ په چا دعوېداري نه ده کړې او ویلي یې دي، نوموړی دوه ورځې وړاندې د کراچۍ نه کور ته راغلی او له کور څخه نامالومو کسانو په هغه شپه تښتولی و.

پولیس وايي د نامالوم کسانو پرخلاف یې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي .

بیټني سرکل د ټانک ښار نه نیزدې پینځه کلومیټره لرې شمال لوېدیځ لوري ته موقیعت لري او په دې یو اوونۍ کې دغلته د هدفي وژنو دا دا دریمه پېښه ده.

تر دې دوه ورځې وړاندې سیدال سیمه کې یو ځایي تن وژل شوی ؤاو تیره اونۍ شادي خېل سیمه کې د يو ځایي تن مړی په داسې حال کې موندل شوی ؤ چې په ګولیو سره ویشتل ؤ.

د بیټني جرګې مشر مولانا نقیب وايي علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده او هره ورځ پکې د ځايي خلکو وژنې کیږي چې زیاتره پکې تنکي ځوانان وي.

د دې ترڅنګ د ډیره اسماعیل خان بنو سړک څخه د بینک یو ګاډي نه یو کروړ او ۶۰ لکه روپۍ وسله والو تښتولې دي .

پولیس وايي دا ګاډی د ښار نه پنیاله سیمه ته روان ؤ چې نامالوم کسانو تښتولی او بیا تر هغې وروسته یې ګاډي ته اور اچولی او پېسې یې وړې دي.

په ډیره اسماعیل خان کې په یوه میاشت کې د بینک د پېسو ګاډو لوټلو دا دریمه پېښه ده.

له دې وړاندې ټانک سړک او ږوب سړک نه هم د بینک د پېسو ګاډي تښتول شوي وؤ.

په ډیره اسماعیل خان کې تیره اوونۍ د ججانو په ساتنه په مامورو پولیسو او د بینک د کېش په ګاډو د پرله پسې بریدونو وروسته داخله محکمې پولیسو او انتظامیه ته مراسله جاري کړې چې پکې ویل شوي د ټانک او ډیره اسماعیل خان ترمینځ په لویې سړک د نورو بریدونو ویره ده او د تاوان د پاره د سرکاري افسرانو او ملازمینو د تښتولو د پلان کره مالومات یې تر لاسه کړي دي.

د داخله محکمې په رپورټ کې حکومتي محکمو ته لارښوونه شوې چې د سفر پرمهال د ګاډو د نمبر پلېټس بدلولو تر څنګ دې د تګ راتګ په وختونو کې بدلون راوستل شي.

بل لوري ته چارواکي او ځايي خلک وايي د شمالي وزیرستان میر علي کې د نامالومه خلکو لخوا د خېسور سړک ورانولو وروسته د موسکي او حېسوخېل سیمو خلکو ته خپلو سیمو پریښولو وینا شوې ده.

ځايي خلک وايي دوه ورځې وړاندې نامالومو کسانو موسکي او حېسو خېل سیمو کې حېسور سړک د غټې مشنرۍ په مرسته وران کړی ؤ.

دوی وايي تر هغې وروسته په سیمه کې پوځ موسکي او د حېسو خېل سیمې خلکو ته د سیمې پریښولو امر کړی او د پوځي طاقت کارولو ګواښ یې کړی دی.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د میر علي انتظامیه د سړک ورانولو پخلی کوي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو پخوانی او د عوامي نېشنل ګوند د ضلعې مشر نثار علي چې په خپله د حېسوخېل سیمې اوسېدونکی دی، وايي د سړک ورانولو د پاره لویې ایکسېوټر راوستل شوی و او دوی فکر کولو چې حکومت نوې اباد کاري کوي.

هغه وویل په علاقه کې په غرونو او سړکونو د پوځ څوکې دي، ټوله ورځ داخلک په سړک ورانو شروع وو هغه وخت چا غږ نه کولو او اوس دوی ته ویل کیږي چې دا وسله وال وو چې سړک یې وران کړی او ځايي خلکو ته د کورونو خالي کولو امر شوی دی .

وروستي راپورټونه وايي میر علي کې د اتمانزو قامي جرګه شوې چې پکې د شمالي وزیرستان ګڼو مشرانو ګډون کړی او تر هغې وروسته د جرګې مشران انتظامیه سره خبرو د پاره میران شاه سیمه کې د مرستیال کمیشنر د دفتر ودانۍ ته رسېدلي چې پخلی یې انتظامیه په خپله کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG