لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوښې په واده کولو د باجوړ نه شړل شوي ښځه اؤ خاوند په کراچۍ کې د غېرت په نوم وژل شوي



د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې ۱۰۰۰ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې ۱۰۰۰ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده

پولیس وایي د پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ نه د خوښې په واده کولو شړل شوي ښځه اؤ خاوند په کراچۍ کې د غېرت په نوم وژل شوي دي.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو د جمعې په ورځ خپلو رپورټونو کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د کراچۍ په نیپر روډ د میوه شاه جومات تر څنګ مخې ته راغلې ده.

د پولیسو په وینا یو سړی اؤ ښځه د کلفټن علاقې نه په رکشه کې روان وؤ اؤ کله چې هغوي په لي مارکیټ سیمه کې میوه شاه روډ باندې له رکشې کوز شول نو نامعومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.

پولیس وایي په دې ډزو کې وړومبی دغه ښځه اؤ سړی ژوبل شول خو کله چې هسپتال ته په ژوبل حالت کې ورسولی شول نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

د پولیسو وینا ده چې د وژل شوي سړي پيژندګلو د عطاء الله اؤ د ښځې پېژندګلو رهایده عرف ثمرین په نومونو سره شوې ده اؤ هغوي له خپلو خپلوانو پټ په کراچۍ کې اوسېدل.

د پولیسو وینا ده چې دا دواړو په باجوړ کې پخپله خوښه واده کړی ؤ چې له هغې وروسته قبایلي جرګې د سیمې نه شړلي وؤ.

ایکسپریس رسنۍ د کراچۍ د نیپر تاڼې د ایس ایچ او له قوله ویلي چې وژل شوي سړي اؤ ښځې دوه کاله مخکې خپلو کې په خوښه واده کړی ؤ اؤ چې کله له باجوړ وشړلی شول نو بیا وړومبی لاهور اؤ له هغه ځایه کراچۍ ته تللي وؤ اؤ په کراچۍ کې یې د لیاري په سیمه کې د میوه شاه جومات تر څنګ یو کور په کرایه نیولی ؤ اؤ هغې کې په پټه وسېدل.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د وژل شوي تن عطا الله یو خپلوان اسفند یار پولیسو ته ویلي چې دوي دواړه د باجوړ د مشرانو یوې جرګې له خپلې سیمې شړلي وؤ.

پولیسو ددې پېښې مقدمه د اسفند یار په مدعیت کې د نامعلومه کسانو په ضد درج کړې ده اؤ د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې ۱۰۰۰ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

د بشري حقونو د غیر دولتي سازمانونو رپورټونه ښیي چې په پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۴۷۰ کسان د غیرت په نوم وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې ښځې وې.

په روان کال ۲۰۲۴ کې تر دې مهاله د غیرت په نوم وژنو کره شمېرې مخې ته نه دي راغلي، خو مطبوعاتي راپورونه ښيي چې دا ستونزه لا هم په دوامداره توګه شتون لري، او هر کال د غېرت په نوم د وژنو په سلګونو پېښې رپورټ کېږي​.

په پېښور کې د ښځو د حقونو یوه فعاله نایله رضا وي او اې ډیوه ته وایي په ۲۰۱۶ کال کې د "غېرت په نوم د وژنو" د مخنیوي لپاره پاکستان کې سخت قوانین جوړ شوي، خو په هغې قوانینو تر ننه سم عمل نه کیږي چې له دې امله اوس هم د غېرت په نوم د وژنو لړۍ دوامداره ده.

هغه وایي د غېرت په نوم چې کومې ښځې یا سړي وژل کیږي نو دغو وژنو کې اکثره د وژونکو نزدې خپلوان لاس لري اؤ هغوي یا خو دا وژنې پټي ساتي اؤ که کله مخې ته راشي نو بیا پکې راضي نامې وشي اؤ وژونکي له سزا بچ پاتې شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG