د بلوچستان صوبې په ږوب سيمه کې د تېري شنبې په شپه د ترهګرۍ ضد ادارې (اې ټي ايف) پر موټر په وسله وال بريد کې د وژل شوو عسکرو شمېره درېوو ته ورسېده.
د پوليس ايس پي سيد عبدالصبور آغا په وينا، په پېښه کې يو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو،
خو هغه وایي ټپي شوؤ دوو عسکرو د زياتو ټپونو له امله يوه پر قلعه سيف الله او بل و کوټې سيول روغتون ته د رسيدو پر وخت په لاره ساه ورکړې ده۔
د صبور آغا په وينا، دا د ترهګرۍ پېښه ده، وايي پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د ترهګرۍ ضد ادارې (اې ټي ايف) عسکرو درې مشکوک نيول شوي کسان د ږوب پوليس ته امانت ورسپارلي او د پوليس عسکر بيرته په خپل موټر کې د ضلع شېراني ماڼې خوا سيمې ته روان وو.
هغه وایي" دا پېښه د پښتونخوا او بلوچستان صوبې تر ميان پر غځېدلي لوی سړک را منځ ته شوې.د ږوب ضلعې د منديزي کلي کراس نومي سيمه کي په يو بل موټر کې سورو وسله والو ډزې کړي، چې پکې د اې ټي ايف عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته، موږ د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوو"
د پاکستان د داخله چارو مرکزي وزير محسن نقوي او د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي پر اې ټي ايف بريد غندلی او د وژل شوو عسکرو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
وزیر اعلا بګټي ويلي ،” په پېښه کې ښکېل وسله وال دې منطقي انجام ته ورسول شي، د صوبې حکومت له غمجنو کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کوي۔“
په پېښه کې وژل شوي او ژوبل شوی عسکر د لورالايي، شېراني او کلاسيف الله سره تعلق لري.
په پېښه کې ټپي عسکر د روغتون چارواکو ته ويلي،” د سيليازي پر سړک زموږ له موټر سره يو بل کرولا ډوله موټر تېريدی، او ناتاره ډزې يې پيل کړې، په ډزو لومړی موټر چلوونکی د اې ټي ايف انچارج ګوهر ملغاني ولګېد. وسله والو بيا نورې ډزې وکړې ،زموږ موټر چپه شو او وسله وال وتښتېدل۔"
د يادې پېښې پر ضد نن د اتوار -یکشنبې په ورځ د جماعت اسلامي ګوند له لوري احتجاجي لاريون شوی۔
د ږوب او شيراني د سياسي ګوندونو له لوري پر 23م سېپټمبر د کلک احتجاج کولو اعلان شوی دی۔
تراوسه د بريد ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې او نه هم د بلوچستان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه ويلي۔
خو د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کي زياتر وخت پر پوليس او نورو عسکرو د بريدونو ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان مني۔
په ږوب کې دا پېښه د شنبې په شپه داسې وخت رامنځته شوې، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د ږوب او ګاونډۍ ضلعې شېراني په غرنیو سيمو کې د وسله وال طالبان د فعالیت ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي او ځايي خلک په سیمه کې د طالب وسله والو د ليدلو ادعاوې کوي۔
په ځينې ناتيد شويو ويډيوز کې ليدل کېږي چې سپين بيرغونه په لاس له 50 څخه تر 60ؤ پورې وسلوال له يوې سيمې بلې ته د تګ په حال کې دي۔
د ږوب ضلعې يوه لوړ پوري چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته ويلي چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د فعاليت رپورټونه يې تر لاسه کړي دي او په دې اړه امنتي ادارې په حرکت کې هم راغلې دي.
د ياد چارواکي په وينا چې د ږوب او شېراني په ځينو سيمو کې وسلوال طالبانو دوه يا درې وارې لوې لارې تړلي او خلک یې هم تلاشي کړي دي۔
د دې چارواکي په خبره چې د ږوب په ځينو سيمو کې د پټو معلوماتو پر اساس د وسلوالو طالبانو پر ضد د ځايي کچې عمليات هم روان دي خو ياد چارواکي په دې اړه له نور تفصيل ورکولو څخه ډډه کوله۔
درې ورځې وړاندې د ضلع شېراني مرستيالې کمشنرې ثناماه جبين ډيوه ته ويلي وؤ چې په سيمه کې د وسلوالو پر ضد عمليات روان دي خو اغلې دا ونه ويل چې په کومه سيمه کې او پر څومره کچه عمليات روان دي.
Forum