بنګله دېش د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان نه د ازادۍ ورځ ولمانځله، د هېواد وزیراعظمې شېخ حسینه په خصوصي دستورو کې شرکت وکړو او د بنګله دېش یو اخبار دغه ورځ د "بریا 50 کاله" په نوم یاده کړه.
د هغه وخت مشرقي پاکستان د کال 1971 د ډسمبر په 16 نېټه د خونړي جنګ نه وروسته د بنګله دېش په حېث بېل ملک قایم شو.
د ډېلي سټار ورځپاڼې ترمخه شیخ حسین واجد د حکومت د لوړ رتبه چارواکو ترڅنګ د ازادۍ د ورځ په دستورو کې شرکت وکړو او د ازادۍ د 50 کلونو پوره کېدو په موقع یې د ډاک د خصوصي ټېکټ پرانېسته هم وکړه.
دي ډېلي سټار په انټرنېټ په خپله لومړۍ پاڼه د بنګله دېش د بېرغ تر څنګ د هېواد د ازادۍ ورځ "د بریا 50 کاله" په نامه یاده کړه.
د پاکستان ډان ورځپاڼې پاکستان نه د بنکله دېش بېلېدل "ټرېجېډي" یا غمیزه بللې او د بنګله دېش د ازادۍ په ورځ خپله اداریه کې یې وویل د مغربي یا د موجود پاکستان د اوسېدوونکو په ذهنونو کې چې د پخواني مشرقي پاکستان د بېلېدلو نه د انکار سوچ اوس هم د پاکستان په قومي شعور کې موجود دی.
د ډان اداریه وايي نیمه پېړۍ وروسته هم بنګله دېش د بېلېدو په اړه د ګڼ مشېر پوښتونو ځوابونه لا نېشته او د اداريي ترمخه یوه پوښتنه پکې دا ده چې ولې د مشرقي پاکستان اوسېدوونکو سره د لسیزو پورې د دویمې درجې شهریانو په څېر سلوک کېدلو؟
د ډان اداریه وايي د خلکو د حقونو نه انکار کول چې پکې معلوماتو ته د خلکو د رسای حق هم دی، په اکثریت د اقلیت مرضي ورتپل او د امرانه طریقو استعمال اوس هم په پاکستان کې د واک اختیار د خاوندانو غوره لارې چارې دي.
د پېښور پوهنتون پروفېسر فخرالاسلام وايي د بنګله دېش د بېلېدو په شا ډېرعلتونه وو ، دا د يو ورځ او مياشت خبره نه وه بلکې د پاکستان د جوړېدو سره سم هغه رويه او غلطيانې وې چې مغربي پاکستان روانې کړې وې۔ هغه زیاتوي د شرقي پاکستان اوسېدونکو سياسي، کلتوري ، معاشي ګيلې لرلې او بيا دغه د 1970 ټاکنو نتيجو نه تسليمولو لکه په اور د تېلو د شیندلو کار وکړو.
د پاکستان وتلې خبريال حامد مير يو ليک کې وايي کله چې 16 دسمبر رانزدې شي نو په پاکستان کې د شرقي پاکستان په ب بېليدو بحثونه روان شي چه اخر پاکستان څنګه مات شو خو بيا رښتيا وېل دلته ډېر ګران دي او نوي نسل ته رېښتيا نه ښودل کېږي.
پروفېسر فضل رحيم مروت چې د نصاب د کتابونو د بورډ مشر هم و، وايي د نصاب کتابونو کې د 1971م د پاکستان د ماتېدو په هکله يوازې دا وېل کېږي چې د دې هر څه په شا د هند لاس و خو بيا د هغه وخت د غربي پاکستان د رويي او غربي پاکستان کومې ګيلې لرلې، په دغو خبره نه کېږي فضل رحيم مروت وايي که چېرې په نصاب کې حقيقتونه وښودل شي نو دا څه بده خبره نه ده.
د پېښور پوهنتون پروفېسر دروېش افريدی وايي د پاکستان ماتېدو نه وړاندې د نېشنل عوامي ګوند مشر خان عبدالولي خان چې دا هڅه یې کوله چې شرقي پاکستان بيل نشي او دا يې غوښتل چې د شرقي پاکستان جمهوري غوښتنې دې ومنل شي.
دروېش افريدی زياتوي ولي خان او نور سیاسي مشران په دې پوهېدل چې که په پاکستان کې جمهوري نظام وي او د هرې برخې حقونه باوري شي نو دا به د ټولو په ګټه وي خو داسې ونشوه.
تاريخ پوهان وايي مشرقي پاکستان د ابادۍ په لحاظ د اکثريت صوبه وه چې د هېواد 56 فيصد ابادي یې وه او دا غوښتنه یې لرله چې د اردو په ځای دې بنګله سرکاري ژبه وټاکل شي خو غربي پاکستان دا منلو ته تیار نه و او د ژبې په سر دغه اختلافات خانه جنګۍ ته ورسېدل چې په هندوستان پکې د مداخلت الزام پورې کېږي او بالاخېر په 1971 کې د پاکستان پوځ هندوستان ته تسلیم شو او بنګله دېش د یو ازاد ملک په حېث قایم شو.