لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې د "ګډ طالبانو" په ضد عملیات پیل شوي، 24 نیول شوي وسله وال یې عدالت سي ټي ډي ته سپارلي


File Photo
File Photo

په بنو کې د امن جرګې اؤ حکومت تر منځ له شوي تړون وروسته چارواکي وایي چې په دغه سیمه کې د ګډ یا غوره طالبانو په ضد پولیسو عملیات پیل کړي اؤ ګڼ شمیر وسله وال یې نیولي اؤ د هغوي دفترونه یې تړلي دي.

د سیمې نه نیول شوي ۲۴ تندلاري د خالي په ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوي چې عدالت د ۲۵ورځو لپاره د سي ټي ډي پولیسو ته سپارلي دي.

د سیمې اوسیدونکو د وسله والو په ضد دا عملیات ستایلي اؤ وایي وزیراعلا علي امین ګنډا پور چې دوي سره کومه ژمنه کړې وه په هغې یې عمل پیل کړی دی.

د بنو د پولیسو د مشر یا ار پي او د دفتر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډيوه ته ویلي، په تېرو دوؤ ورځو کې د ګډ طالبانو په نوم سیمه کې د فعالو وسله والو په دفترونو اؤ ځالو ګڼ شمیر چاپې وهل شوي اؤ د هغوي په لسګونو وسله وال اؤ مشران نیول شوي دي.

د پولیس دغه چارواکي وویل په نیول شوؤ کې وسله وال کمانډر اسحاق وزیر هم شامل دی چې مخکې د حافظ ګل بهادر ډلې یو فعال کمانډر ؤ خو وروسته بیا حکومت ته تسلیم شوی ؤ اؤ په بنو کې یې خپله د طالبانو یوه ډله لرله.

پولیس وایي دا چاپي د کمانډر اسحاق وزیر په مرکزونو وهل شوي اؤ د هغه یو شمیر وسله وال پولیسو نیولي اؤ وسلې اؤ ګاډي یې هم ترې ترلاسه کړي اؤ مرکزونه یا دفترونه یې ورتړلي دي.

ډیوه ته د ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې د ترهګرۍ ضد محکمې چې کوم تندلاري سي ټي ډي ته سپارلي دي هغوي کې نیاز، اواز خان، ریحان، رحمان، عزیز الرحمان، ارماني، هدایت الله، ماشا جان، کرامت الله، شیریار، وسیم، احمد خالق، بخت ولي، حامد خان، دشت خان، ملاقتي خان، منیر شاہ، محمد انور شاہ، محمد اسحاق، عبدالحمید شاہ، ولي رحمان، جنید، امجد او آصف شامل دي۔

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر عبدالصمد خان وایي د دوي تحریک د هر رقم ترهګرۍ خلاف دی اؤ انسان وژنه چې په هر شکل کې کیږي دوي به یې په ضد راپورته کیږي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وویل ، دلته د اپرېشنونو خبرې روانې وې اؤ مونږ ویل چې کله هم اپرېشن شوی نو د پښتنو وینه پکې تویه شوې ده خو امن پځای شوی نه دی اؤ زمونږ غوښتنه داده چې مونږ نور پخپله خاوره ترهګري اؤ اپریشونه نه بلکې امن غواړو.

د بنو یو مدني فعال ملک ذهیب خان ډيوه سره خبرو کې وویل وزیراعلا چې سیمې نه د ګډ طالبانو د ختمولو کومه وعده کړې وه هغه یې پوره کړه اؤ دوي ویني چې په سیمه کې اوس د ګډ طالبانو دفترونه تړل شوي اؤ هغوي د قانون منګولو ته راکش کړل شوي دي.

نوموړي وویل د دوي غوښتنه هم همدا وه چې بنو دې د وسله والو څخه پاکه کړل شي.

د بنو د پرلت د کمیټې مهم غړي اؤ د بنو بار وکیل مرید حیات ډيوه سره خبرو کې وویل دا ډیر غوره ګام ؤ چې د بنو پرلت ته د صوبې وزیر اعلا پخپله راغلو اؤ احساس ورته وشو چې د بنو ټول خلک د امن په غوښتنه یوه خوله دي.

نوموړي وویل تر دې مخکې د حکومت لخوا د جاني خیلو د پرلت والو سره هم داسې وعدې شوې وې خو هغه بیا پوره شوې نه وې خو د بنو خلکو سره چې حکومت کومې وعدې کړي که دا پوره نه شوې نو دوي به بیا په احتجاج لاس پورې کړي.

اوړمه ورځ وزیراعلا علي امین ګنډا پور بنو ته ورغلی ؤ اؤ هلته یې ولسي جلسې ته خپله وینا کې پولیسو ته امر کړی ؤ چې د ټولې صوبې نه باید وسله والې ډلې ختمې کړي.

بنو کې په 19مه جولايۍ د امن مارچ په نوم لاريون شوی، په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې وه، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي وؤ او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته دسیمې خلکو پرلت پيل کړی ؤ.

د پرلت برخه والو حکومت ته شپاړس غوښتنې مخې ته اېښودې وې چې د ایپکس کمیټې غونډه کې پرې بحث شوی ؤ اؤ وزیراعلا د بنو جلسې ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دا شپاړس واړه غوښتنې منل شوي دي.

د بنو د پرلت کوونکو 16 غوښتنو کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې د خلاصولو په شان مطالبې شامل وې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG