د امریکې صدر جوبایډن د خپل صدارت د ختمېدو په پای کې ولس ته په خپله وروستۍ وینا کې د خپلو کورنیو او بهرنیو لاسته راوړنو له یادولو سره سره د مصنوعي ذهانت (اې ای) پر ممکنه خطرو باندې په نظر ساتلو او د امریکې د جمهوري ادارو پر درناوي هم ټینګار وکړ.
بایډن د خپل صدارت تر ختمېدو څلور ورځې مخکې د جنورۍ په 15مه ماخوستن اته بجې ولس ته د سپینې ماڼۍ له «اوول آفس» څخه شاوخوا اتلس منټه وینا وکړه او ویې ویل چې دا به یې د صدر په توګه وروستۍ وینا وي.
بایډن خپله وینا د اسرایل او حماس تر منځ له تړونه پیل کړه او ویې ویل دا تړون د ده د حکومت او ټیم په مرسته وشو او وایي د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ راتلونکی حکومت به یې عملي کوي.
صدر بایډن امریکې د جمهوري ادارو ستاینه وکړه او ویې ویل په تېرو څلورو کلونو کې یې د هېواد جمهوریت پیاوړی وو او وایي هره ورځ یې دا ژمنه پر ځای کړې وه چې د خپل ملت د تاریخ په یوه له سختو دورو کې د ټولو امریکایانو صدر پاتې شي:
"له 50 کلونو وروسته د دې هر څه په منځ کې زه پوهېږم چې د امریکا پر نظریه باور کول د هغو ادارو د درناوي کولو معنا لري چې په یوه ازاده ټولنه باندې واکمني کوي- صدارت، کانګرس، عدالت، ازادې او خپلواکې رسنۍ".
صدر بایډن له افغانستانه شاوخوا 21 کاله وروسته امریکایي پوځونه را وایستل او د امریکې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې ختمه کړه، خو ده په خپله وروستۍ وینا کې نه له دې جګړه ځپلي هېواده د خپلو ځواکونو د را ایستلو او نه یې د اوسني حالت په اړه څه وویل چې طالبانو له څه باندې درې کلونو راهیسې پرې واکمن دي او د نجونو تعلیم او د ښځو کار یې منع کړی دی.
صدر بایډن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه او دعوه یې وکړه چې ده څنګه "نېټو پیاوړې کړه". بایډن په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د کیف پوځي ملاتړی دی او په خپله وروستۍ وینا کې یې وویل:
"اوکراین لا هم ازاد دی او موږ له چین سره خپله سیالي ډېره پر مخ بېولې ده او ډېر نور څه مو کړي دي".
صدر بایډن د خپلې واکمنۍ د وراثت او د خپلې انتظامیې د لاسته راوړنو په اړه وویل، دی هیله لري چې دا به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ولري:
"موږ چې په ګډه څه کړي دي د دې بشپړ اغېز محسوسول به وخت واخلي، خو د دې زړي کرل شوي دي، دا به وده کوي او په راتلونکو لسیزو کې وغوړېږي".
صدر جو بایډن په امریکا کې د کورونا وایرس د ختمولو، د بوډاګانو لپاره د ډاکټرانو د لیکلو نسخو د دارو درملو ارزانه کول، د وسلو د خوندیتوب د قوانین منظورول او د پخوانیو پوځیانو د علاج کې مرسته کول هم د خپل حکومت لاسته راوړنې وګڼلې.
په داسې وخت چې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ تر واکمنېدو مخکې په امریکا کې د چین د کمپنۍ سوشل مېډیا اېپ ټیک ټاک له خطر سره مخ دی او د بندېدو امکان یې دی، صدر بایډن په خپله وینا کې د سوشل مېډیا او د مصنوعي ذهانت په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې.
بایډن ټولنیزو رسنیو ته اشاره وکړه او ویې ویل، "ټولنیزې رسنۍ د حقایقو په معلومولو کې ناکامه کېږي، د واک او ګټې لپاره حقیقت په دروغو پټ ساتل کېږي. موږ باید د سوشل مېډیا ادارې جوابده کړو چې زموږ ماشومان، زموږ کورنۍ او زموږ جمهوریت د واک له ناوړه ګټې اخیستو وساتي".
صدر جو بایډن په خپله وینا کې په راتلونکي وخت کې د مصنوعي ذهانت (اې ای) د ممکنه خطرو په اړه هم اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، دا د دې وخت او شاید د هر وخت تر ټولو زیاته نتیجه لرونکې ټیکنالوجي ده:
"څنګه چې موږ پوهېږو مصنوعي ذهانت حتی دا وړتیا لري چې زموږ سره د سرطان [کېنسر] د ختمولو لپاره زما غوښتنې ته جواب ووایي، خو تر څو چې حفاظتي ګامونه نه وي مصنوعي ذهانت زموږ حقونو، زموږ د ژوند طریقې، زموږ رازونو، زموږ کار او زموږ د ملت حفاظتي اقداماتو ته خطر پېښولای شي".
بایډن دا وخت 82 کلن دی او هغه یواځې یو ځل د امریکې صدر پاته شو. د تېر کال صدارتي ټاکنو ته هم خپل ډیموکرېټ ګوند نوماند اعلان کړی وو، خو له ډانلډ ټرمپ سره تر لومړۍ مباحثه وروسته د ګوند د فشار له کبله له سیالۍ و ووت او د هغه مرستیاله کالا هېریس نومانده شوه. ټرمپ مېرمن هېریس ته ماتې ورکړه او د جنورۍ په 20مه د امریکې د 47م صدر په توګه سوګند کوي.
Forum