امریکا د پاکستان په پنجاب صوبه کې د قرآن د سپکاوي تر تورونو وروسته د عیسایانو پر کلیساګانو او کورونو په بریدونو "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې او له پاکستاني چارواکو یې د پلټنه غوښتنه کړې ده.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدان پټېل د شورو- چارشنبې په ورځ د معمول په خبري غونډه کې یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل، امریکا د بیان د پرامنه ازادۍ او د هر چا لپاره د مذهب او عقیدې د ازادۍ د حق ملاتړ کوي:
"څنګه چې موږ مخکې ویلي، موږ تل د مذهب په بنیاد تشدد باندې اندېښمن یو. تشدد یا د تشدد ګواښ هیڅکله د اظهار لپاره د منلو وړ بڼه نه ده. موږ له پاکستاني چارواکو غواړو د دغو تورونو بشپړه پلټنه دې وکړي او له ښکېلو کسانو دې وغواړي چې پرامنه و اوسي".
د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو د شورو- چارشنبې په سهار په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور وروسته چرچ يا د مسيحيانو عبادتګاه کلیسا سوځولې ده. پوليس ویلي په تورن تن یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې او په ښار کې د امنیت قابو کولو هڅې کوي.
د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه په جړانواله ښار کې د عمران بټی په نوم عيسايي مشر دعوه کړې، مظاهره چيانو څلور چرچونه سوځولي دي. هغه زياته کړه په کوم مسيحي يا عيسايي سويپر چې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی د هغه کور هم وران کړی شوی دی.
د رپورټونو ترمخه پوليسو په تورن تن د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې او ويل شوي تورن تن د جړانواله په سنېما چوک کې د پېغمبر اسلام [ص] او د قران سپکاوی کړی دی.
ویل شوي پوليس چې موقعې ته ورسېدل، هلته د قران پاڼې پرتې وې په سور قلم پرې د سپکاوي کليمي ليکل شوې او تورن تن تښتېدلی وو. ويل شوي د پېښې وروسته قهرجن مظاهره چيان په چرچ ورغلي او اور یې ورته اچولی دی.
د بشف ازاد مارشل په نوم عيسايي مشر په اېکس يا پخواني ټويټر ويلي،
"مونږ بشف، پادريان او عام خلک فېصل اباد کې د جړانواله په پېښه غمجن يو. د قران د سپکاوي د درغجن تور په سر د چرچ ودانۍ وسوځول شوه. د بايل سپکاوی وشو مسيحيان ووهل وټکول او وځورول شو. مونږ د قانون نافذوونکو ادارو نه د تحفظ غوښتنه کوو".
په ټولنيزو رسنيو د چرچ ورانولو ويډيوز هم خپرې شوي دي.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د فېصل اباد په پېښه خفګان څرګند کړو او په اېکس یا پخواني ټوېټر خپل پېغام کي يې وویل د هغو خلکو خلاف به سخت ګامونه اخیستل کېږي چې د قانون خلاف ورزي کوي او اقلیتونه په نخښه کوي. هغه وویل دا یقین وړاندې کوي چې د پاکستان حکومت به د ټولو شهریانو سره د مساوات په بنیاد یو شان ودرېږي.
د رپورټونو ترمخه د فېصل اباد سره جوختې پرتې د پنجاب صوبې په بله ضلعه ټوبه ټېک سينګ کې په کال 2009م هم دغه ډول پېښه شوې او د مذهب د سپکاوي په تور د يو مسيحي کور سوځول شوی او بيا په بېلابيلو پېښو کې اووه مسيحيان وژل شوي وو.
د کال 2021م د سمبر په میاشت کې د پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې د سري لنکا وګړی پرينکا کمارا د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی وو.
د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.
پاکستان کې د ازادې څيړنيزې ادارې د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز ترمخه د 1947 نه د کال 2001 پورې په ملک کې د مذهب د سپکاوي په تور د عدالتونو لرې 18 ښځې او 71 سړي وژل شوي او تراوسه پورې 107 ښځې او 1308 سړو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.
د ادارې د تېر کال د رپورټ ترمخه د کال 2011 نه 2021 پورې په 1287 کسانو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګېدلي او په يادو پېښو کې د 70فيصده تعلق د پنجاب صوبې سره وو.
[په خبر کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]
Forum