لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې نښتو کې د وژل شوؤ شمیره 21ؤ ته رسېدلې، جنوبي وزیرستان کې هم د ډرون برید دعوه شوې


د کال ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې پاکستاني عسکر د کرمې مرکزي ښار پاره چنار ته په تلونکو سړک په چېک پوسټ ولاړ دي
د کال ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې پاکستاني عسکر د کرمې مرکزي ښار پاره چنار ته په تلونکو سړک په چېک پوسټ ولاړ دي

چارواکي وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه کورمه کې د تېرو پینځوؤ راهسې روانه جګړه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 21ؤ ته رسېدلې.

په عین حال کې په جنوبي وزیرستان کې ځایي خلکو د ډرون برید ادعا کړې اؤ وایي په دې برید کې یو تن وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

په قبایلي ضلعو کورمه او جنوبي وزیرستان کې روان ناورین، نښتو او چاودنې خلک په وېره کې اچولي دي.

چارواکي او ځايي خلک وايي د کورمې ضلعه کې د ځمکې او مورچو جوړولو پر سر پیل شوې نښتې پنځمې ورځې ته ننوتي دي.

پولیس وايي دا مهال د ضلعې په درېوؤ تحصیلونو په کوز، بر، او مینځنۍ کورمه کې په څلورو بیلابیلو ځایونو کې د سختو ډزو تبادله روانه ده، او دواړه خواوې وړې او لوې وسلې د یو بل پرضد کاروي.

د چارواکو په وینا، په دې نښتو کې تیره شپه نور 8 کسان وژل شوي، چې له دې سره د وژل شویو کسانو شمېر 21 ته رسیدلی دی.

په عین حال کې له 30 څخه زیات کسان ټپیان دي، او د روغتون سرچینې وايي چې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک دی، چې له امله یې د مړینو شمېر زیاتیدای شي.

ځایي خلک وايي د نښتو له امله په سیمه کې وضعیت کړکیچن شوی دی. خلک په کورونو کې بند پاتې دي، ځکه چې د نښتو شدت لا هم دوام لري.

دوی وایي د سیمې تعلیمي ادارې سړکونه او بازارونه تړل شوي دي، او د خلکو ورځنی ژوند له کړاو سره مخ دی.

د دې شخړې په اړه انتظامي چارواکو ډیوه ته ویلي چې نن د چهارشنبې په سهار یوه جرګه د ډزبندۍ لپاره سیمې ته روانه ده او هڅه کوي چې د دواړو ډولو ترمینځ اوربند وکړي چې په سیمه کې قلاري راوستل شي او د نورو کسانو د ژوند ژغورلو هڅې وشي.

چارواکي وايي د کوهاټ ډویژن کمشنر او آر پي او هم د کورمې مرکز پاراچنار ته رسیدلي دي، او په دې هڅو کې برخه اخلي.

په ورته وخت کې، په پاړه چنار کې د دې ناوړه پېښو پر ضد یوه احتجاجي مظاهره شوې ده.

مظاهره کوونکو کې د سیمې د خلکو قامي پارلیمان کې منتخب استازی حمید حسن هم شامل و، مظاهره چیانو په سیمه ییزه انتظامیه او امنیتي ځواکونو سختې نیوکې وکړې او وي ویل چې چارواکي یوازې ننداره کوي او د خلکو وینې په بې دردۍ سره توهیږي.

حمید حسن د سیمې د خلکو لپاره د عاجلې مرستې او اقداماتو غوښتنه وکړه.

وروستي راپورټونه وايي چې د کوهاټ ډویژن قامي مشرانو په منځګړیتوب په جګړه د بوختو دواړه ډلو ترمینځ خبرې روانې دي.

انتظامي چارواکو وویل د مشرانو دغه جرګې ته پوره حکومتي واک ترلاسه دی

جنوبي وزیرستان کې د ډرون برید ادعا:

بل لوري ته، په جنوبي وزیرستان کې یوه بله خونړۍ پېښه شوې ده، چیرته چې د سراروغه تحصیل په کاڼي رغزی سیمه کې په یوه جماعت باندې چاودنه شوې.

د پولیسو په وینا، دا پېښه د نهې یا سه شنبې په ماښام شوې ده، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د دوی وینا ده چې چاودنه کې د جماعت وداني په بشپړه توګه ویجاړه شوې، او ځایي خلک وايي چې دا یو ډرون برید و، چې له هوا څخه توغندي داغل شوي دي .

د ځایي خلکو په وینا، وژل شوي او ژوبل کسان هغه خلک وو چې د لمانځه لپاره جماعت ته راغونډ شوي وو.

د پېښې په اړه حکومتي کچه باندې لا تر اوسه د ډرون برید تصدیق نه دی شوی، خو پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي دي، او وایي هڅه کوي چې د دې خونړي برید حقیقت په ډاګه کړي.

دې پېښې په سیمه کې خلک په ویره کې اچولي دي، د سېمې یو قامي مشر رحمت شا ډیوه ته وویل پخوا اپریشنې شوې تر اپریشنو وروسته په ځمکه کې د ښخو ماینونو چاودنې په عامو خلکو کیږي

هغه وویل دا بل مصیبت دی چې اوس له هوا څخه د دوی خلک وژل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG