لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوي پینځه کلن اقتصادي پلان د عملي کېدو لپاره پیسې نه دي ښودل شوې


د پیسو د کمي او د زیاتېدونکو قرضونو سره مخ د پاکستان نوي منتخب حکومت د اقتصاد د سمولو لپاره د پینځه کلن پلان ځینې برخې مېډیا سره شریکې کړي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پلان عملي کولو لپاره به څومره پیسې پکار وي؟

په ياد پلان کې د ګرانۍ د کمولو خبره هم شوې خو دا معلومه نه ده چې حکومت به ګراني څنګه کموي؟

ځینو حکومتي وزیرانو نن د وزیر اعظم شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د یوې غونډې وروسته د پینځه کلن اقتصادي پلان ځینې برخې مېډیا سره شریکې کړې دي.

په وړاندې کړل شوي پلان کې د آي ټي، زراعت، پاکې انرجۍ، وړو او منځنیو صنعتونو، بهرنیو پانګو ته وده ورکول او د مالیو ټولولو کې د اصلاحاتو خبره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصادي چيلنجونه څه نوي نه دي خو دا هر څه يو پلان ته ضرورت لري.

اقتصاد پوه او د پایيډ مشر نديم الحق وایي، "زمونږ د حکومت جسامت ډېر غټ دی، حکومتي خرچې بېخي ډېرې دي او دا هر څه به ختمول وي، که داسې نه کوي نو بيا به نوي ټيکسونه لګول وي کوم به چې کاروبارونه او پانګونې اغېزمنې کوي".

ندیم الحق زیاتوي چې "په بېلابېلو څانګو کې ورکړی شوي حکومتي مراعات به ختمول وي او د دي ټولو خبرو حل په پارليمان کي دننه په سلاه سره تګ لارې جوړولو ته اړتيا لري".

پاکستان دا وخت د نور پور اخستلو لپاره نړیوالې مالیاتي ادارې سره په خبرو بوخت دی او څيړونکي وايي تر ټولو مخکې به دا کتل وي چې ایا حکومت به د اقتصادي بجالۍ لپاره د ای ايم ايف نه نوی پروګرام په کومو شرطونو اخلي؟ او بل دا چې تاواني حکومتي ادارو سره به حکومت څه کوي؟

خبريال او څېړونکی فدا حسين وایي، "له حکومتي خرچو راکمولو سره په نقصان کې تلونکې حکومتي ادارې شخصي څانګې ته ورکول تر ټولو مهم ګام دی کوم به چې نوي حکومت ته اخستل وي".

په پينځه کلن اقتصادي پلان کې د ګرانۍ او غربت کمولو، ځیني مراعات د کارخانه دارو په ځای زمیندارو یا کروندګرو ته د ورکولو، پینځه لکه ځوانانو ته د مصنوعي ذهانت د درسونو ورکولو، قرضو ورکولو او د مالیو جال غزولو يادونه شوې ده.

خو د پلان د عملي کولو لپاره د حکومتي ګامونو یا پیسو کوم ښکاره ذکر نه شته. نه هم دا معلومه ده چې د مراعاتو او مالیو يا ټېکسونو په سر د اي اېم اېف سره روانه لانجه کې به دا څنګه ممکنه وي چې حکومت نور مراعات ورکړي؟

خبريال او څېړونکی ذيشان حيدر وایي، اوس سوال دا دی چې په سياسي توګه دا يو کمزوری حکومت دی او ايا دا حکومت به دا هر څه وکړی شي يا نه:

"اوس دا ویل د وخت نه وړاندې خبره ده چې راتلونکي وخت کې به څه صورتحال وي ولې چې ايتلافي حکومت د يو مضبوط اپوزيشن سره مخامخ دی".

د نوي حکومت دا پلان د سختې اقتصادي وضعې په وخت مېډیا سره شریک کړل شوی دی. د هېواد د ټول پېداوار نزدې 70 برخې د قرضونو په بېرته ورکولو کې مصرف کېږي.

د ګرانۍ کچه د فبرورۍ میاشت کې یو څه کمه ښودل شوې وه خو اقتصادپوهانو ویلي چې د روژې له امله به کېدای شي د مارچ میاشت کې ګراني بیا لوړه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG