په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف حمایت یافته ازاد کامياب شوي اميدواران وايي په صوبه کې حکومت جوړولو د پاره يي هلې ځلې دوام لري او د صوبې د وزيراعلا د چوکۍ د پاره نامزد شوی د اسمبلۍ نو منتخب شوی غړی علي امين ګنډاپور وايي د دوو ګوندونو سره يې خبرې روانې دي او زر به په یو ګوند کې د شاميلېدو فېصله وکړي.
ګنډاپور د هغو ګوندونو نومونه نه دي څرګند کړي چې د دوی د ازادو غړو د شمولیت خبرې ورسره کوي خو سياسي کارپوهان وايي چې د وحدت المسلمين او سني تحريک ګوندونو کې د پي ټي ايي د حمایت یافته غړو د ګډون امکان موجود دی.
علي امين ګنډاپور وويل "زمونږ قانون پوهانو ټيم او د کميټۍ غړي لګيا دي چې مرکز او صوبه کې" يو" ګوند سره اتحاد کېدې شي او کنه، ضروري نه ده چې" يوا" پارټي وي، چې څه پريکړه وشي هغه به مخې ته راشي."
د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن چارواکو وي او ای ډيوه ته ويلي د ګل ورځې دولسو بجو پورې يې د درې نوو اميدوارانو د کاميابۍ نوټيفيکېشن جاري کړې چې زياتره د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي ازاد اميدواران دي۔
چارواکو ويلي د نوټېفېکشن جاري کېدو روستو درې ورځو کې دننه به ازادو اميدواروانو ته کوم ګوند کې ګډون کول کوي.
د خېبر پښتونخواد تعليم پخواني وزير عاطف خان وويل د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي د سخت دباو لاندې ساتل شوي دي.
په مرکز کې پاکستان مسلم ليک نون سره د نورو سياسي ګوندو اتحاديي او تحريک انصاف د حکومت جوړولو اعلانونه کړي دېږ
د تحريک انصاف ازادو غړو په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلې دي، څيړونکي وايي ښکاري چې په مرکز، پنجاب، بلوچستان او سند کې مسلم ليګ نون او د پيپلز پارټۍ اتحادي ګوندونه حکومت جوړولو کې کامياب شي۔
په دغه صورت به يواځې په خېبر پښتونخوا کې د هغه ګوند حکومت وي کوم چې به په وفاق کې په واک کې نه وي۔ علي امين ګنډاپور وايي دوي به د وفاق نه د صوبې برخه د اخستلو هر ممکن کوښښ کوي.
علي امين ګنډا پور وویل "مونږ ته پورا يقين دې چې صوبې د حق د پاره به اواز پورته کوو،او زمونږ د صوبې چې کوم حق وي هغه به ورکول وي۔ د پاکستان معاشي حالات سم نه دي نو زمونږ چې کوم د اېن ايف سي اېوارډ کې برخه ده يا د بجلۍ په مد کې چې کومې پېسې دي هغې د پاره مونږ هغوي ته وخت خو ورکولې شو، چې ټولې پېسې په يو ځل مه راکوۍ خو دا سوچ کول چې مونږ ته به هغه حق نه ميلاويږي، يا به څوک نه راکوي، دا سم خيال نه دي، مونږته خپل حق پکار دې، مونږ خپل حق په زورا او په سمه اخستلو باندې پوهيږو."
په پاکستان کې د فرورۍ په اتمه نېټه ټاکنې شوي دي، تراوسه له هم په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف غړې کوم ګوند سره په خبرو کې نه دي بريالي شوي۔
جمات اسلامي يو ځل د خبرو د کاميابۍ د اعلان روستو بيا ويلي وو چې تحريک انصاف غړو ته په پارټۍ کې ګډون نه ورکوي۔ خو د تحريک انصاف مشران وايي د بېله بېلو سياسي ګوندونو سره يې خبرې روانې دي او زر ده چې کوم ګوند سره شامل شي او د حکومت جوړولو اعلان وکړي۔
Forum