لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کرونده ګر وايي د کيميايي سرو زيات قیمونه به خرڅونه نور سېوا کړي


تېر کال د اکتوبر په مياشت کې وزیراعظم شهباز شريف په ملک کې د راغلو سېلابونو وروسته د کرکيلې د پرمختيا دپاره 18اربه روپۍ رعايتونه اعلان کړي وو او په دغه اعلان کې د کيميايي سرو دپاره 30اربه رعايتونه شامل وو
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې وزیراعظم شهباز شريف په ملک کې د راغلو سېلابونو وروسته د کرکيلې د پرمختيا دپاره 18اربه روپۍ رعايتونه اعلان کړي وو او په دغه اعلان کې د کيميايي سرو دپاره 30اربه رعايتونه شامل وو

د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ د کرکيلې د پرمختيا دپاره په کيمیايي سرو ورکړی شوي رعايتونه واپس اخستي او فېصله يې کړې چې د بهر هېوادونو څخه د راتلونکې يوريا سرې د يوې بوجۍ قيمت نهه فیصده يا نزدې 200 روپۍ ګران کړي. دغه فېصلې ته په غبرګون کروندګرو ويلي چې د وړاندې نه په مارکيټ کې د کيميايي سرو بيعې زیاتې دي او اوسنۍ پرېکړه به يې خرڅونه نور سېوا کړي.

تېر کال د اکتوبر په مياشت کې وزیراعظم شهباز شريف په ملک کې د راغلو سېلابونو وروسته د کرکيلې د پرمختيا دپاره 18اربه روپۍ رعايتونه اعلان کړي وو او په دغه اعلان کې د کيميايي سرو دپاره 30اربه رعايتونه شامل وو.

کرونده ګر وايي د وړاندې نه په مارکيټ کې د [ډي اي پي کيميايي سرې] او يوريا سرې د کموښت له امله د دغو سرو بيعې زیاتې دي او د دې ترڅنګ په کرکيله نور خرڅونه هم کيږي.

کرونده ګر محمد علي وي او اې ډيوه ته وايي د وړاندې نه په ملک کې د اوړو بحران دی او د زیاتو خرڅونو له امله کرونده ګر د کرکيلې نه په شا کيږي او دا د حکومت په پاليسو هم پوښتنې راولاړوي.

هغه وویل که د يوريا سرې قيمت سل نيم روپۍ راکم شوی وي نو هغه به هم زیات شي.

"ما دوه جريبه غنم کرلي او 22000 لګښت پرې راغلی دی د ټرېکټر سرې او نور، او يوريا سره مې نه ده اچولې هغه به ورکوم، زه اندېښمن چې دا پېسې به د چرته نه راځي".

په پاکستان کې د سېلابونو وروسته نړيوال بېنک ويلي د پاکستان زراعت 23 فيصده اغېزمن شوي او د پاکستان مجموعي قامي پرمختيا [جي ډي پي] هدف هم دوه فيصده راکم شوی دی.

د تير کال په اکتوبر کې وزیراعظم شهباز شريف [ډي اې پي سره] 2500 روپۍ ارزانه کړې او د مرکزي حکومت د دعوو ترمخه 58اربه روپۍ يې په دغه مد کې خرڅ کړې وې.

او هم دغه رنګه په [يوريا سره] يې 30اربه روپۍ رعايتونه اعلان کړي وو خو اقتصادي رابطه کمېټۍ تيره ورځ د صنعت د وزارت په وینا د يوې بوجۍ يوريا قيمت 2340روپۍ ټاکلی خو کرونده ګر وايي په مارکيټ کې د دغه ټاکلي قيمت نه هم سېوا دی او نزدې په 3000 روپۍ يوه بوجۍ مېلاويږي.

د پېښور د زرعي پوهنتون استاز پروفېسر محمد ایوب وي او اې ډیوه ته وايي په کرکيله خرڅونه زيات دي او بیا په وخت د سرو او تخم نه مېلاوېدو له امله زرعي پېداوار هم متاثره کیږي.

د نوموړي په خبره چې کله د کروندې وخت راشي نو تخم ګران شي او بیا د دې دپاره د نورو ضرورتونو قیمتونه هم سېوا شي.

هغه زیاته کړه، که حکومت په وخت رعايتونه ورکړي نو دې سره د کرکیلې پېداوار هم سېوا کېدی شي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په کال 2022 کې په 2.1فيصده زیاته رقبه غنم کرل شوي خو بيا هم د کال 2021 په مقابله کې څلور فيصده پېداوار کم شوی او د کال 2021 د 27.4 ملينه ټنه په مقابله کې په کال 2022 کې 26.3 ملينه ټنه د غنمو پېداوار شوی وو.

په پاکستان کې کرونده ګر غوښتنه کوي چې د خېبرپښتونخوا او پنجاب حکومتونه دې د روان کال دپاره د غنمو نوی قیمت مقرر کړي، د سيند حکومت روان کال د غنمو سرکاري قيمت 4000 روپي د يو من [50کلوګرامه] قيمت ټاکلی دی.

پاکستان چې زرعي ملک دی د شمېرنې اداره يې وايي، د ملک د قامي امدنۍ 24 فيصده برخه د زراعت يا کرکیلې ده خو په ملک کې راغلو وروستيو سېلابونو کرکيلې ته زيان اړولی او پاکستان زياتره خوراکی توکي د بهر هېوادونو څخه راغواړي چې ورسره په ملکي کچه د خوراکي توکيو بیعې زياتې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG