لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال منیر: د کشمیر پر سر مو درې جګړې کړې دي او 10 نورې به هم وکړو


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د فرورۍ په پینځمه د ززاد جمو او کشمیر سرښار مظفر آباد ته سفر کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د فرورۍ په پینځمه د ززاد جمو او کشمیر سرښار مظفر آباد ته سفر کړی دی.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال سید عاصم منیر وایي پاکستان د کشمیر پر سر درې جګړې کړې دي اؤ که 10 جګړې نورې ورپه غاړه شي نو هم به یې وکړي.

ډان ورځپاڼه وایي هغه دا څرګندونې په پینځمه فرورۍ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر سرښار مظفر اباد ته د سفر په مهال پوځي ځوانانو ،افسرانو سره اؤ مخورو ته په وینا کې کړې دي.

په پاکستان کې پینځمه فروري هر کال کشمیریانو سره د یووالي د ورځې په توګه نمانځل کیږي خو د پاکستان ګاونډي هیواد هند بیا پاکستان د خپل واک لاندې جمو و کشمیر کې په لاسوهنه اؤ د وسله والو ډلو په سرپرستۍ تورنوي.

د آي ایس پي ار بیان کې ویل شوي جنرال عاصم منیر مظفراباد ته د خپل سفر په مهال د وسله والو ځواکونو په جنګي تیاریو د بشپړه ډاډ څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان پوځونه د هر تیري په وړاندې غاښ ماتوونکي ځواب ویلو ته چمتو دي.

د آي ایس پي ار د بیان له مخې،د پوځ مشر د وسله والو ځواکونو پر جګړه ییز چمتووالي بشپړ باور څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د هر ډول تېري ځواب به ورکول کېږي.

هغه ژمنه وکړه چې د پاکستان پوځ به د هېواد حاکمیت او د هغې د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع په پوره هوډ سره وکړي.

وروسته، د پوځ مشر د کشمیر له مخورو شخصیتونو او متقاعدو پوځي افسرانو سره ولیدل او د هندي تر ولکې لاندې جمو او کشمیر د خلکو لپاره یې د پاکستان کلک ملاتړ بیا تکرار کړ.

جنرال عاصم منیر وویل چې د هند ظلمونه او زیاتېدونکې “هندوتوا انتهاپسندي” د کشمیري ولس د خپلواکۍ د غوښتنې اراده لا پیاوړې کوي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان به د دوی د عادلانه او جایزې مبارزې ملاتړ ته دوام ورکوي او د دولتي ظلم او جبر پر ضد به ورسره ولاړ وي.

د آي ایس پي ار د بیان له مخې جنرال منیر وویل"هیڅ شک نشته چې کشمیر به یوه ورځ آزاد شي او د کشمیري ولس د آزادې ارادې او برخلیک له مخې د پاکستان برخه به وګرځي."

د هغه وینا وه چې د کشمیر په اړه هره فېصله به د کشمیر ولس پخپله کوي نه چې د هند پوځ یې وکړي.

ډان وایي پخپله دغه وینا کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر کشمیر یو ځل بیا د پاکستان د "مرۍ د رګ" په نوم یاد کړی دی اؤ ویلي یې دي چې "د مرۍ د رګ له بدنه د غوڅولو مطلب د ژوند خاتمه ده".

د ایټمي وسلو لرونکو دواړو ګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان تر منځ اړیکې دلسیزو راهسې تاوجنې دي اؤ په کال 1947 کې دبرتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راپدیخوا دې دواړو هیوادونو خپلو کې دکشمیر د شخړې پسر درې سترې جګړې کړې دي.

هند دکلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980م د لسیزې د وروستیو نه دهند د واک لاندې کشمیر کې دهندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.

پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ دحق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.

د هند لخوا په کال 2019 کې دخپلې برخې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو اقدام دپاکستان اؤ هند اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG