لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: په ۲۰۲۴ کې په پاکستان کې د رای په ازادۍ قدغنونه، د ترهګرۍ په پېښو او د مذهب د سپکاوي په نوم کېدوونکي دتشدد کې اضافه شوي وه


د کال ۲۰۱۴ په دې تصویر کې فعالان په پاکستان کې د انساني حقونو نړیواله ورځ لمانځي
د کال ۲۰۱۴ په دې تصویر کې فعالان په پاکستان کې د انساني حقونو نړیواله ورځ لمانځي

د انساني حقونو نړیوال تنظيم هيومن رایټس واچ په نړۍ کې د انساني حقونو په اړه د ۲۰۲۴ په اړه خپل کلیز رپورټ کې په پاکستان کې د صورتحال په اړه ويلي د وزیراعظم شهبازشریف حکومت د رای او د شهري حقونو د ازادۍ خلاف د تېر حکومت تګلاره دوامداره ساتلې وه، د وسله والو په حملو کې اضافه شوې وه او د اقلیتونو خلاف د مذهب د سپکاوي په نوم کېدوونکی تشدد زیات شوی و.

اېچ ار ډبلیو خپل رپورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ادارې په وېب پاڼه شایع کړو.

اېچ ار ډبلیو وویل په ۲۰۲۴ کې په پاکستان کې د قانون نافذ کوونکو چارواکو او په مذهبي اقلیتونو د اسلامي وسله والو په حملو کې اضافه شوې وه او په کې په لسګونو کسان وژل شوي و او پاکستاني چارواکو افغان کډوال ملک د ويستلو دپاره د امن او امان دا صورتحال د بهانې په توګه استعمالولو.

د اېچ ار ډبلیو د رپورټ په اړه د پاکستان د حکومت دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني چارواکي په هېواد کې د رای په ازادیو او د اقلیتونو خلاف د تشدد خبره ردوي. د پاکستان پوځ وايي په ملک کې د وسله والو خلاف عملیات کوي.

پاکستاني چارواکي وايي غېرقانوني غېرملکیان د ملک نه وباسي او د کېمپېن هدف یوازې افغانان نه دي.

اېچ ار ډبلیو وویل د پاکستان د حکومت چارواکي په هېواد کې په تشدد کې د اضافې الزام په افغان کډوالو لګوي او هغه افغانان په خصوصي توګه زورول کېږي چې اسناد نه لري. اداره وايي د کال ۲۰۲۳ په مقابل کې په کال ۲۰۲۴ کې د هغه افغانانو په شمېره کې کمی شوی و چې په زور یا په رضا ملک ته ستانه شوي وو. د کال ۲۰۲۴ د سېپټمبر د میاشت پورې ۲۲۰۰۰۰افغانان د پاکستان نه ملک ته ستانه شوي وو او اېچ ار ډبلیو وویل د ۸۸ فیصد افغانانو وېنا وه چې د ګرفتارېدو د ویرې دلاسه وطن ته ستانه شوي دي. اېچ ار ډبلیو وویل افغانان په پاکستان کې د تعلیم او د کار روزګار موقعې هم نه لري.

په پاکستان کې د رای او د شهري حقونو په ازادیو د قدغنونو ترڅنګ اېچ ار ډبلیو په خېبرپښتونخوا کې د نرښځیانو خلاف د تشدد په خصوصي توګه ذکر وکړو. ادارې وویل په ۲۰۲۴ کې په صوبه کې لږ تر لږه اووه نرښځیان وژل شوي دي. په تېرو پينځو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د نرښخیانو خلاف د تشدد ۲۶۷ کېسونه رپورټ شوي دي او فقط په یو کېس کې په تشدد کې ککړو کسانو ته سزا ورکړی شوې ده.

پاکستاني چارواکي په ملک کې د داعش وسله والو د موجودګۍ خبره ردوي خو په وروستي وختونو کې دې ډلې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده او اېچ ار ډبلیو په پاکستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د ۲۰۲۴ په رپورټ کې وویل داعش، تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان لېبرېشن ارمي او ورسره تړلو ډلو د امنیتي ځواکونو په ضد د ځانمرګي حملو ترڅنګ نورې حملې وکړې چې په کې ۷۵۷ کسان ووژل شوو او په سلګونو نور کسان، زیاتره ملکي خلک، زخمیان شول.

د کال ۲۰۲۴ د اګست په میاشت کې، اېچ ار ډبلیو وايي، بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، په مربوطو حملو کې د پولیس په تاڼو، رېلوی او په لویو لارو حملو کې لږ تر لږه ۷۴ کسان ووژل.

deewa
deewa

پاکستان او امریکې په بي اېل ای پابندي لګولې ده. امریکې په بي اېل ای د ملکي کسانو په وژنه کې د ککړتیا الزام لګولی او د ترهګر تنظیمونو په فهرست کې شامل کړی دی.

اېچ ار ډبلیو وویل د پاکستان قانون نافذ کوونکي ادارې د انساني حقونو د سنګینو خلاف ورزیو ذمه وارې وي چې په کې خلک په غېرقانوني حراست کې ساتل او د عدالت نه بالا د خلکو د وژنو په شان الزامات شامل وو.

د انساني حقونو تنظیم وویل د جولای په میاشت کې پاکستاني چارواکو د بلوڅانو د قومي غونډې په سلګونو هغه ګډون وال ونیول چې په بلوچستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د پوهاوي په غرض یې لاریون کولو. ځینې احتجاج کوونکو په امنیتي ځواکونو حملې هم وکړې چې یو عسکر په کې ووژل شو.

د اېچ ار ډبلیو په قول بلوچ فعالان الزام لګوي چې د ساحلي ښار ګوادر په لوري د دوی د لاریون مخه نیولو دپاره امنیتي ځواکونو د زور زیاتي نه کار اخیستي و او د جولای په میاشت کې يې په ګوادر کې انټرنېټ تړلی و.

د اېچ ار ډبلیو د بیان ترمخه، په کال ۲۰۲۴ کې په پاکستان کې په انټرنېټ بندیزونه د بلوچانو په ضد د ګوادر پورې محدود نه وو بلکې د فېبرورۍ عام انتخابات هم په داسې حال کې شوي وو چې چارواکو د رای په ازادیو په پراخه کچه قدغنونه لګولي وو.

اېچ ار ډبلیو رپورټ وايي په ۲۰۲۴ کې به د اېکس، پخوانی، ټوېټر، په شمول سوشل میډیا وخت په وخت معطل کېدله، حکومت د سیاسي مخالفینو او د مطبوعاتو خلاف ګامونه پورته کول او په سلګونو مخالفین نیول شوي وو، په ځینو د تشدد الزامات لګول شوي وو.

خبریالان د ویرول کېدو او په حکومت د تنقید په سر د څارل کېدو سره مخامخ وو او اېچ ار ډبلیو وویل د حکومت دړکو او حملو صحافیانو د شهري حقونو د فعالانو دپاره د ويرې ماحول جوړ کړی و او ځآن به يې خپله سېنسر کولو.

په پاکستان کې ښځو د حقونو په اړه اړه اېچ ار ډبلیو خپل کلیز رپورټ کې وویل رېپ يا په زور جنسي فعل، قتل، د تېرابو حملې، کورنی تشدد، د تعلیم د حق نه محرومي، د کار په ځای کې په جنسي توګه ویرول کېدل او په زور ودونه په پاکستان کې د ښځو او جینکو سره تړلې سنګېنې مسلې دي خو حکومت يې په جواب کې بامعنې ګامونه نه دي پورته کړي. اېچ ار ډبلیو وايي د انساني حقونو د فعالانو اندازه ده چې په پاکستان کې هر کال قریباً ۱۰۰۰ ښځې د غېرت په نوم وژل کېږي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG