د بشري حقونو د څار تنظیم په یو تازه رپوټ کې په افغانستان کې د بشري حالت په اړه ویلي چې پر ښځو، نجونو، خبریالانو او نورو قومي او مذهبي ډلو باندې د طالبانو د فشارونو د زیاتیدو له امله په تېر 2024 کال کې په دغه هیواد کې بشري حالت لا خراب شوی دی.
دغه تنظیم د جنورۍ په 16مه د نړۍ په شاوخوا 100 هیوادونو کې د بشري حالت په اړه خپل کالنی رپوټ خپور کړی چې پکې د افغانستان د بشري حالت په هکله ویل شوي چې په دغه هیواد کې د 2023م کال په نسبت تېر کال د افغانانو بشري حالت لا خراب شوی دی.
د بشري حقونو د څار تنظیم په خپل دغه کالني رپوټ کې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشارونو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
دغه تنظیم له بشري مرسته کوونکو هیوادونو غوښتي چې باید خلکو ته بشري مرستې چمتو کړي او د افغانستان اقتصادي بحران ته یو دایمي حل لاره ولټوي.
د طالبانو حکومت لا د بشري حقونو د څار تنظیم دې تازه رپوټ ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د خپل حکومت په مهال په هېواد کې بشري حالت سم بللی او په دې اړه یې د نړیوالو ادارو اندېښنې رد کړې دي.
له بشري حقونو سرغړونې
د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي، طالبانو په تېر کال کې نوي فرمانونه عملي کړي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانانو بشري حقونه لا محدود شوي دي:
"طالبانو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې ښځې له سړي محرم پرته په عمومي ټراسپورټ کې له تګ راتګه منع شوي او له هغوی غوښتل شوي چې په عام ځایونو کې سندرې ونه وايي او یا هم له کورونو بهر د هغوی غږ ونه اوریدل شي".
طالبانو چې په افغانستان کې د 2021 کال د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړی، په تېرو څه باندې دریو کلنو کې يې ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زدکړو بندیز لګولی، د ملګرو ملتونو په ګډون یې په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کاره منع کړې او هم یې له کوره بهر د وتلو پر مهال د حجاب اغوستل او د سفر پرمهال د محرم لرلو شرط په ګډون یو شمیر نور محدودیتونه هم پرې لګولي دي. ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې د جنسیت پر اساس توپیري چلند ته ورته بللي دي.
د بشري حقونو د څار تنظیم په دې رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې هغه ښځې نیولي او په زندان کې اچولي، چې د دوی له نظر سره سمې جامې یې نه وې اغوستې.
د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د رپوټ په بنیاد ویلي، طالبانو ځینې نیول شوې ښځې د ډیرو ورځو لپاره د بهر سره د اړیکو د لرلو پرته ساتلې او همدا شان هغوی له بدني تشدد او ګواښونو سره مخ شوي دي.
د طالبانو د حکومت د انصاف وزارت د اګست په 21مه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون نافذېدل اعلان کړل.
ددغه قانون له نافذولو وروسته پر افغان میرمنو او نجونو باندې نه یواځې محدودیتونه زیات شوي، بلکې ددغه قانون د نافذیدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د طالبانو د تېرو دریو کلنو ټولو کړنو ته قانوني بڼه هم ورکړې ده.
دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د اخلاقي پولیسو له خوا عملي کیږي، په بنیاد یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له زباني خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.
دغه قانون په 13مه ماده کې د ښځو غږ یعنې سندرې، نعتونه او قرائت په عامو ولسي ځایونو کې په لوړ اواز ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
د بشري حقونو د څار تنظیم په دغه رپوټ کې د خبریالانو او د طالبانو پر حکومت د تنقید کوونکو کسانو نیولو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو دغسې نیول شوي کسان په خپلو زندانونو کې په اذیت کړي دي.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو د 2024م کال د ستمبر په میاشت کې په ټیلیویژني خپرونو کې پر سیاسي خپرونو هم بندیز لګولی دی.
د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي، طالبانو پر رسنیو باندې په فشار زیاتولو سره ددغې ډلې پر حکومت باندې هر ډول تنقیدونه محدود کړي دي.
اقتصادي او بشري بحران
د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي، په افغانستان کې تر بل هر وخت بشري بحران پراخ شوی او په تېر کال کې ددغه هیواد تر نیمايي ابادۍ زیاتو وګړو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لرله.
ایچ آر سي پي ویلي تېر کال 12.4 میلینو کسان په افغانستان کې د خوړو له نه خوندیوب سره مخ وو او 2.9 میلینه نور په بیړني ډول د لوږې له حالت سره مخ وو.
په دې راپور کې ویل شوي، تر نومبر میاشتې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه اړتیاوو پروګرام یوازې 31 فیصده بودیجه ترلاسه کړې او د بشري مرستو د چمتو کولو یو شمیر پروګرامونه د بودیجې د کمښت له امله تړل شوي وو:
"د بهرنیو مرستو له لاسه ورکولو له امله د افغانستان د روغتیايي پاملرنې پروګرام ډیر زیات زیان لیدلی دی. د اقتصادي او بشري بحران شدت پر ښځو، نجونو او معلولیت لرونکو کسانو پر ژوند ناسمه اغیزه کړې ده".
پر ملکي وګړو بریدونه
د بشري حقونو د څار تنظیم په دغه رپوټ کې په افغانستان کې په تېر 2024 کال کې پر ملکي وګړو د داعش خراسان ډلې د بریدونو دوام ته هم اشاره کړې او وایي په یو شمېر ولایتونو کې ددغې ډلې په بریدونو کې یو شمیر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ایچ آر سي پي د دایکنډي او غور ولایتونو تر منځ سیمه کې د تېر کال په ستمبر کې د یو برید یادونه کړې چې ذمه واري یې داعش پر غاړه اخیستې وه او لږ ترلږه 14 عام شیعه مسلمانان پکې وژل شوي وو.
په رپوټ کې د تېر کال په ستمبر کې د کابل ښار د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو باندې د داعش د ډلې د یو بل برید یادونه هم شوې، چې پکې 21 تنه وژل شوي وو او اکثره یې ملکي وګړي وو.
په رپوټ کې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د تېر کال د جنورۍ میاشتې د هغه برید یادونه هم شوې چې پکې پینځه تنه وژل شوي او 20 نورټپیان شوي وو.
Forum