د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د اردن باچا شاه عبدالله دویم مېلمستیا وکړه او د ملاقات وروسته په مشترکه خبري کانفرنس کې يې غزه د اخیستلو لوظ تکرار کړو او ويې ويل د هغه د منصوبې دلاندې به د غزه فلسطینیان په اردن او مصر کې اباد کړی شي او په غزه کې په ترقیاتي کارونه وکړی شي.
ټرمپ وویل په غزه کې به هوټلونه، رهایشي ودانۍ او دفترونه جوړ کړی شي، په روزګارونه به پېدا کړی شي او په سیمه کې به امن او ثبات راشي.
امریکايي صدر وویل په غزه کې حالات تردې حده خراب دي چې فلسطینیان په کې اوسېدل نه غواړي خو تراوسه ورسره څه متبادل ځای نه و. هغه زیاته کړه چې فلسطینیان په ښکلي او علیشان ځایونو ته منتقل کړی شي.
ټرمپ وویل د هغه د تجویز په پراخه کچه حمایت کېږي. هغه نه پوښتنه وشوه چې د غزه فلسطینیان په چېرته ابادوي، نو هغه وویل اردن او مصر به ورته ځای ورکوي.
د ټرمپ د تجویز په اړه چې د شاه عبدالله نه پوښتنه وشوه نو هغه وویل مصر په دې منصوبه کار کوي او زر به یو تجویز وړاندېز کړي.
شاه عبدالله وویل عرب هېوادونه په سعودي عرب کې یو ځای کېږي او وګوري به چې څنګه په دې لړ کې د ټرمپ او امریکې سره څنګه کار کولی شي. هغه زیاته کړه په دې لړ کې خبرو اترو دپاره به عرب ملکونه واشنګټن ته هم راځي.
د دې نه مخکې د امریکې اردن او مصر د ټرمپ دا خبره رد کړې وه چې نورو فلسطینیانو دې ورکړي.
شاه عبدالله اعلان وکړو چې تر ۲۰۰۰ پورې ناروغه ماشومان به په سمدستي ډول علاج دپاره د غزه نه اردن ته انتقالولی شي. ټرمپ د دې خبرې ستاینه وکړه.
ټرمپ دا خبره هم رد کړه چې غزه نه فلسطینیان بل ځای ته منتقلول نسله وژنه یا اېتنېک کلېنزېنګ دی. هغه وویل فلسطینیان به ښکلي او عالیشان ځایونو ته منتقل کړی شي چې دوی به خوښ وي.
اردن او مصر دواړه د امریکې اتحادیان دي. د وایټ هاوس په خبري کانفرنس کې ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې که چېرې اردن او مصر د غزه په اړه د هغه د تجویر ملاتړ نه کوي او ایا امریکا به يې امداد بند کړي، نو ټرمپ وویل امریکا دواړو ملکونو ته ډېرې پېسې ورکوي خو د دغې دړکې د ورکولو ضرورت نشته.
ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ په دواړو ملکونو امداد د بندولو امکان څرګند کړی و.
ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل غزه نه بل ځای ته منتقل کړی شوي فلسطینیان به د ستنېدو حق نه لري.
د مصر صدر عبدالفتاح السیسي د نهې، سه شنبې، په ورځ غوښتنه وکړه فلسطینیانو د بې ځایه کولو بغېر دې د غزه د بیا ابادولو کار شروع کړی شي.
د ډېنمارک وزیراعظم مېټ فرېډرېکسن سره په ټېلې فون خبرو کې السیسي په دې خبره ټینګار وکړو چې غزه د بیا ابادولو کار په داسې انداز کې شروع کړی شي چې د فلسطینیانو په خپله ځمکه د اوسېدو حق یقیني کړي.
د هغه د دفتر د یو بیان ترمخه، د مصر صدر دا خبره هم وکړه چې فلسطیني ریاست قایمول په سیمه کې د مستقل امن ضمانت ورکولی شي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د ملاقات نه مخکې، ټرمپ او شاه عبدالله د جنورۍ په ۲۵ نېټه په ټېلې فون خبرې کړې وې او شاه عبدالله ټرمپ ته د صدارت په دویمه دوره مبارکي ورکړې وه.
د وایټ هاوس د بیان ترمخه، ټرمپ امریکې سره په اوږده ملګرتیا د شاه عبدالله شکریه ادا کړه او دواړو مشرانو په سیمه کې د امن او ثبات په اهمیت بحث وکړو.
د سي اېن اېن د رپورټ ترمخه اردن په کال ۱۹۴۸ کې د اسرایل د قیام راهسې په لویه شمېره کې فلسطیني کډوالو ته پناه ورکړې ده. په ۱۹۷۰ کې مسلح فلسطینیانو د شاه عبدالله د پلار شاه حسین نه اقتدار د اخیستلو ناکامه کوښښ کړی و.
Forum