د بلوچستان صوبې په هرنايي سيمه کې د سکرو په کان کې د بند پاتې 12 مزدرانو مړي، او شپږ نور بيا په ټپي حالت کې را ايستل شوي دي.
وزیراعظم شھباز شریف او د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي پر پېښه خفګان څرګند کړی دی.
شھباز شریف د امدادي کارونو تېزولو او ژوبلو د ښې درملنې لارښوونه کړې دہ او سرفراز بګټي د پېښې رپورټ غوښتی دی.
نن د چارشنبې- شورو په ورځ د بلوچستان د ماینونو او معدنیاتو د محکمې مشر عبدالغني وي او اې ډیوہ ته د ټیليفون له لارې وویل،
“ياد مړي له پينځلس ساعتونو د روانو هڅو په نتيجه کې له نړېدلي کانه را ايستل شوي دي، پرون د سه شنبې په ورځ له مرکز کوټې څخه د 150 کيلوميتره په واټن کې پرته د هرنايي په زردالو سيمه کې د کان د نړېدو په پېښه کې 18 کان کيندونکي مزدوران لادرکه شوي وو، ياد کان چې مزدوران پکي بند پاتي شوي، زر فټه ژور دی، د زھرجن میتین ګېس د جمع کیدو له امله چاودنه شوې”۔
د کان په دې وروستۍ خونړۍ پېښه کې مړہ شوي او ژوبل شوي کان کيندونکي د پښين، کوټې او زردالو سيمو اوسېدونکي دي.
ژوبل کان کيندونکي سيمه یيز روغتون ته وړل شوي دي. د چارواکو په وینا حالت یې له خطرہ وتلی دی۔
د بلوچستان د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د ادارې پي ډي ايم اې ډايريکټر جنرل جهانزيب خان بېګا رسنيو ته ويلي وو، چې د صوبې د وزيراعلا سرفرازخان بګټي په امر سيمې ته د ريسکيو دوه ټيمونه لېږل شوي، چې په کان کې بند کان کيندونکي خوندي راوباسي، خو د شپې تر نيمايي کوم پرمختګ نه وو شوی.
د ريسکيو ټيمونو ترڅنګ زردالو سيمې ته امدادي توکي هم لېږل شوي وو.
د پېښي په اړه د سيمې کان کيندونکي وايي، چې پېښه هغه وخت وشوه، کله چې د چاودنې په نتيجه کې کان پرېوتی او لس کان کيندونکي پکې پند پاتي شول. اته کان کيندونکي د هغو د ژغورلو لپاره کان ته کښته شول، خو په کان کې د ګېس جمع کېدو او کان نړيدلو له امله هغه هم بند پاتي شول.
په بلوچستان کې د هرنايي ترڅنګ په څماولنګ، مارواړ او دکۍ سيمو کې زرګونه د ډبرو سکرو کانونه دي، چې پکې شاوخوا 70,000 مزدوران کار کوي.
په کان کيندونکو کې زيات شمېر د بلوچستان د اوسېدونکی دی خو د يو شمېر يې د خيبرپښتونخوا د شانګلې او افغانستان د مزدورانو هم دی.
د پاکستان د بشري حقونو کميشن په يو رپوټ کې د کان کيندونکو پر خونړۍ پېښو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي، چې هرکال له سل بيا تر دوه سوه پوري خواري کښان په کانونو کې د کان پرېوتو، چاودنو او ګيس جمع کېدو په پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي. چې له لاملونو يې يو د اسانتياوو نشتوالی هم دی،
حکومت او اړونده ادارې په دې اړه عملي ګامونه نه دي اخيستي، خو حکومت د پېښو پړه بيا مزدورانو او کان خاوندانو وراچوي، چې احتياطي تدابير نه کوي.
Forum