لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:یوبل مذهبي عالم نه په اسلامي کاروبارکې دټگۍ په سر پلټنې پېل شوې


احتساب اداره وايي ځپلوشوو خلکو ورته د شوې ټگۍ په اړه وېلي دي چې تورنو کسانو ورته څو میاشتې وروسته منافع ورکول بند کړل، ورته ېی د سر د پېسو ورکولو نه انکارهم اوکړلو اوددې وروسته پټ شول
احتساب اداره وايي ځپلوشوو خلکو ورته د شوې ټگۍ په اړه وېلي دي چې تورنو کسانو ورته څو میاشتې وروسته منافع ورکول بند کړل، ورته ېی د سر د پېسو ورکولو نه انکارهم اوکړلو اوددې وروسته پټ شول

د پاکستان قامي احتساب ادارې (نېب ) په خېبر پښتونخوا کښې د یو بل مذهبي عالم او دده د یوملگري په ضد په کاروبار کښې د خلکو نه د پېسو وهلود تورونو په سرپلټنې پېل کړي دي.

د احتساب ادارې پېښور دفتر لخوا یو خپورکړې شوې بیان کې وېلي شوي دي دغه کسانو د مضاربه یا اسلامي سرمایه کاری په نوم کاروبار کښې د خوارکښو خلکوسره دهوکه کړې ده.

د یادې ادارې د بیان ترمخه مولانا سعیدالوهاب د مردان سره تعلق لري او کومېل خان نومې تن د مېنگورې سوات اوسېدونکې دې.

د تورنو کسانو مولانا سعید الوهاب او کومېل خان پحقله وېلي شوي دي چې دعامو خلکو نه ېی د سرمایه کارۍ په نوم پېسې اخستي دي او دوي ته به یې د زیاتې گټې لالچ ورکاو.

احتساب اداره وايي ځپلوشوو خلکو ورته د شوې ټگۍ په اړه وېلي دي چې تورنو کسانو ورته څو میاشتې وروسته منافع ورکول بند کړل، ورته ېی د سر د پېسو ورکولو نه انکارهم اوکړلو اوددې وروسته پټ شول.

پاکستان کې په وروستیو کې د مضاربې په نوم د سرمایه کارۍ په کاروبار کې په سلګونو مفتیان، ملیان او امامان د پېسو په لوټولو کې رسوا شوي.

مضاربه د سرمایه کارۍ یا د پنګې اسلامي مالي نظام دی. چې په کاروباریانو کې د ډبل شا په نوم مشهور شوې وو.

په دې سسټم کې یو کس بل ته پېسی ورکوي. او د ګټی او تاوان په بنیاد دغه دوه کسان یا ادارې شریکه سوداګري کوي.

پیسو ورکونکي ته رب المال او اخستونکي ته مضارب وېلي شي.شرعي ماهرین مضاربه روا ګڼي.

په دوي تور دی چې د مذهب او مېمبر نه يې ناجاېزه ګټه اخستی. او په بیلا بیلو کلو او ښارونو کې يې د خلکو نه نزدې ۳۱ بلینه روپۍ تښتولي.

احتساب ادارې د لوټلي شوو او ځپل شوو خلکو په رپورټونو نږدې څلور کاله وړاندې ددغه مذهبي خلکو په ضد پلاټنې پېل کړې وې.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG