لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شانګلې برید وروسته بازارونو کې د چینایانو ګرځېدل کم شوي: د پښتونخوا سوداګر


Pakistan China Suicide Attack
Pakistan China Suicide Attack

د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي انجينرانو د شوي ځانمرګي بريد نه وروسته د صوبې په بازارونو کې د چينايي وګړو ګرځېدل کم شوي. په پېښور کې سوداګر وايي وړاندې به ګڼ شمېر چينايي سوداګر او سيلانيان ليدل کيده خو له بريد وروسته اوس د نشت برابر ليدل کيږي.

د پېښور د مالګو منډۍ د قيمتي کاڼو پټ بازار کې به وړاندې ګڼ شمېر چينايي وګړي ګرځېدل، د بازار سوداګر وايي چينايي وګړو کې به زياتره د کاڼو کاروباريان وو خو له بريد وروسته اوس د نشت برابر ليدل کيږې.

د قيمتي کاڼو د سوداګرو د اتحاديي غړى امتياز احمد ډيوه ته وايي"چينايان به وړاندې دلته ډير زيات وو، بهرنيو وګړو کې ۸۰ فيصده به د چين سوداګر وو، اوس چاينه والا ډير زيات کم شوي دي، څه د حالاتو په وجه او څه د داسو ډيم په انجنيرانو د شوې دې حملې په وجه باندې"

هغه وايي چينيانو به نېفرائيډ ډير اخستل، روبي،سفاير او زمرود به يې ډير اخستل. د مالګو منډۍ دې بازار کې زياتره کاڼي د افغانستان او د خېبر پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو راوړل کيږي.

دوکانداران وايي په موجوده وخت کې يې بهرنيو اخستونکو کې ترټولو زيات شمېر د چينايي سوداګرو وو خو په ۲۶م مارچ دخېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې په چينايي وګړو د شوي ځانمرګي بريد نه وروسته اوس چينايان ترهېدلي دي او لازرووو کې ډير نه ګرځي. په دغه ځانمرګی بريد کې پينځه چينايي وګړي او يو پاکستانى ډرايور وژل شوي وو.

د بريد زمه واري کومې وسله ډلې له هم نه ده منلې.

مطبوعاتي رپوټونه وايي په انجينرانو له بريد وروسته په صوبه کې چینایي کمپنیانو د تربیلا ډیم ترڅنګ په داسو اؤ دیامر بهاشا ډیمونو هم کار درولی دی. په دغه ډېمونو کې به نزدې دولس سوو چينايي وګړو کار کولو.

چارواکو ميډيا ته ويلي مومند ډيم کې چينايي وګړو خپل کار نه دى ودرولى.

دوکانداران وايي دې بازار ته به وړاندې د يورپ او امريکا نه هم اخستونکي راتلل خو بيا د ترهګرۍ د پېښو له وجې د هغوي راتلل بند شوي.

د حضرت عمر په نوم سوداګر ډيوه ته وويل"هغوي (چينيايان) به دلته هغه وخت زړه ور ګرځېدل، اوس ډير په ويره ويره ګرځي، مخکې به يې په ښکاره هر ځايې کې کاروبار کوو، سامانونه به يې اخستل، ګاڼي به يې اخستل، مارکيټ کې به ګرځېدل، بلډنګونو ته به ختل، هر ځايې ته به تلل راتلل، اوس هغوي د سيکورټي نه بغېر ګرځېدلى نه شي، اوس ويريږي، دلته راځي هم نه."

د چينايي وګړو د وژل کېدو وروسته د پاکستان د وزيراعظم صدر شهباز شريف په مشرۍ د امنيت په اړه ترسره شوې غونډه کې ويل شوي،د ‏چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنې دپاره به ټول اقدامات کیږي.

څيړونکي وايي په پاکستان کې په دې روستيو کې په چينايي وګړو بريدونه زيات شوي دي او تر ټولو زيات بريدونه پرې په کراچۍ، بلوچستان او د خېبر پښتونخوا سيمو کې شوي دي.

څيړونکي وايي په ملک کې د نزدې دوه شپېته اربو ډالرو د سرمايه ګزارۍ کوونکي هېواد په وګړو کېدونکو بريدونو اندېښنې سېوا کړي دي. خو له هرې بدې پېښې وروسته حکومتي چارواکي وايي د چينايي وګړو امنيت به باوري کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG