لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي اؤ حکومت مخالفه ډلې وایي د ترهګرۍ په وړاندې د پښتونخوا حکومت بیانیه کمزورې ده


حکومت مخالفه سياسي ګوندونه او څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې پرله پسې د ترهګریزو بريدونو په ځواب کې د صوبايي حکومت بيانيه کمزورې ده، او د وسله والو خلاف يې کوم داسې بيان مخې ته نه دی راغلی چې د امنيتي ادارو او عام ولس مورال اوچت کړي۔

خو پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي وايي دوي د ترهګرۍ خلاف د امنيتي ادارو سره کلک ولاړ دي او غواړي چې په صوبه کې امن راشي۔

د پاکستان پوځ ويلي وو په ۲۱م مارچ د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان او ټانک ضلعو ترمنځ د منځني سړک دپاسه د امنيتي ځواکونو په قافله ځانمرګي بريد کې دوه عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوې وو۔

تر دې وړاندې په‎ ‎‏۱۶م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته ځانمرګي بريد شوی و چې پکې دوه ‏لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر وژل شوي وو.‏

څيړونکی او خبريال عقيل يوسفزئ وايي په خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو بريدونه ورځ تر بلې سېوا کيږي خو د صوبايي حکومت هغسې کلک غبرګون ورته نه لیدل کیږي څنګه چې په موجوده صورتحال کې پکار دی۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي" دا تېره ورځ چې کومه حمله په مير علي کې شوې وه دا د ۲۰۲۴ کال د ټولو نه غټه خودکش حمله وه، وزير اعلا د حملې په ورځ ډي ايي خان کې و، د یووالي ښودلو د پاره دا په نيمه ګینټه کې هلته تللی هم شو، او يو پېغام به هم خپور شوی وو"

عقیل یوسفزی وایي دوه ورځې وزیراعلا ډيره اسماعیل خان کې ؤ خو پرته له يو رسمي بيان د هغه هيڅ عکس العمل مخې ته رانغلو.

د هغه په وینا، "دا واقعه دومره غټه وه چې د صوبې د مشر په حیث پکار دا وه چې هنګامي اجلاس يې په پېښور کې راغوښتی وای، او د هغې د پاره يې يو تګ لاره خپله کړې وای"

د پاکستان تحريک انصاف په تېر حکومت کې د پاکستاني طالبانو سره مزاکراتو شوي وو خو بيا ناکامه شول او له هغې وروسته ويل کيږي چې په بريدونو کې زياتوال راغلی دی.

کله چې په ۱ګست کال ۲۰۲۱م کې طالبانو د افغانستان حکومت په زوره ونیولو نو په هغه وخت کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د یو جمهوري نظام په ړنګیدو خوښي ښکاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې" طالبانو د غلامۍ ځنزيرونه مات کړل"

په پوځ د پرله پسې بريدونو نه وروسته په اتلسم مارچ د پاکستان له لوري په افغانستان کې بمباري شوې وه او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه شوي وو.‏‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان افغانستان کې د پاکستان لخوا د ترسره شوؤ هوايي بريدونو نه وروسته ويلي وو، په افغانستان د پاکستان لخوا د شوې حملې ګټه د ملک دښمنانو ته رسېدلې ده اؤ افغانستان سره په اړیکو خرابېدو به پاکستان کې ترهګري سیوا کیږي۔

په جواب کې يې د پاکستان د داخله چارو پخواني وزير راناثنا الله په ټويټر يا ايکس ليکلي ووداسې بيان د ترهګرو ترجمان ورکولب شي او (عمران خان) د پاکستان په ځاي د ترهګرو سره ولاړ دی۔

د رانا ثنا الله په ځواب کې د خېبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو مشير بېرسټر محمد علي سېف ويلي وومسلم ليګ نون د شهيدانو قربانيو باندې سياست کوي، نوموړې زياته کړې وه پاکستان تحريک انصاف د شهيدانو د قربانيو ستاينه کوي او اوږه په اوږه ورسره ولاړ دي۔

خو د مخالفه عوامي نېشنل ګوند صوبایي جنرل سیکرټري سردار حسېن بابک تور پورې کوي چې موجوده صوبایي حکومت د ترهګرو پلوي دی او د صوبې راتلونکی په دې لړ کې د ډيرو مشکلاتو سره مخ ښکاري۔

ډیوه سره خبرو کې ښاغل بابک وایي"نو ډيره واضحه دې وي د پښتونخوا ولس ته چې ډيره سختۍ به وي، دومره سختۍ به وي چې د تېرو لسو کالو سختۍ به د پښتنو نه هېرې شي"

د صوبايي حکومت غړي وايي د څيړونکو او د مخالفه ګوندونو تورونه بې ځايه دي ځکه چې د دوي حکومت په تېرو وختونو کې هم د بدامنۍ په پېښو کې ډير کمی راوستی ؤ او اوس هم په صوبه کې د امن راوستو د پاره ژمن دی۔

د واکمن ګوند پي ټي آي د صوبایي اسمبلۍ غړی شفیع جان ډیوه سره خبرو کې ویلي"دا چې کوم الزامات وفاق په صوبه لګوي دې کې څه حقيقت نشته، حالات ستاسو مخکې دي ۲۰۱۳ کې چې کله د پاکستان تحريک انصاف حکومت راغلی و، نو مونږ په هغه وخت کې هم په حالاتو قابو راوستی وه، او امن راغلی و"
هغه وایي په بشپړ ډول د امن ټینګښت کې به لږ وخت لګي خو د وزير اعلا علي امین ګنډا پور دې لوري ته مکمله توجوده اؤ د امن ټینګښت یې لمړیتوب دی.

څيړونکي وايي په ګاونډ کې د افغان طالبانو په څېر د سخت دريځو واک، او د هغو ي په واک کې له راتلو وروسته په خېبر پښتو نخوا او بلوچستان کې د وسله والو بريدونو ته په کتو پکار ده چې حکومت د ترهګرۍ ضد کلکه او واضحه بيانيه خپله کړي چې د ولس تر څنګ د امنيتي ځواکونو مورال هم اوچت وساتل شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG