لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې په شپږمه ورځ نښتې روانې دي، د وژنو شمېره 45 ته رسېدلې ده


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې په شپږمه ورځ هم د دوو فريقېنو ترمنځ نښتې دوام لري.

چارواکي وايي، په نښتو کې د وژنو شمېره 45 ته رسېدلې او د 170 کسان ژوبل شوي دي، ويل شوي، د شپې درنې ډزې شوي خو اوس د ورځې پکې يو څه قلاري راغلې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د کورمې په شخړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د خېبرپښتونخوا په حکومت یې د شخړې د هوارولو غږ کړی دی.

کورمه کې په 24مه جولايۍ د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او هغه اوس نورو علاقو ته غځېدلې او ځايي خلک وايي فرقه ييزه بڼه یې اخستې ده.

د کورمې مرستيال کمشنر جاوېد مسيد وايي، د شخړې د هوارولو دپاره خبرې روانې دي او فريقېنو ورته ویلي چې لومړۍ شخړه د کوم ځای نه پيل شوې که هلته جنګ بندي وشي په نورو علاقو کې به هم ډز بندي وشي.

جاوېد مسيد وي او اې ډيوه ته ويلي، بوشېره او ډنډر کې پرون ډز بندي شوې، مورچې خالي کړل شوي او امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي او تراوسه پورې هلته بيا ډزې نه دي شوي. خو د شپې بيا په نورو علاقو کې د ډزو لړۍ پيل شوې ده.

نوموړي زياته کړه اوس بيا هڅې روانې دي او جرګه روانه ده چې په نورو علاقو کې هم ډز بندي وکړي.

د پاړه چنار مرکزي روغتون وايي، تراوسه پورې روغتون ته 43 جسدونه او 170 ژوبل راوړل شوي چې زياتره په ډزو لګېدلي دي، په روغتون کې بيړني حالت په ځای کړل شوي او د ژوبلو درملنه روانه ده.

تراوسه دا نه دي تاييد شوي چې زياتې مرګ ژوبلې کوم فريق ته اوښتي دي ځکه يادې علاقې ته جرنلسټان رسايي نه لري او نه د ازادو سرچينو څخه د مرګ ژوبلو کره تاييد کيږي.

د ځايي خلکو په وينا، کورمې ته تلونکې ټولې لارې/ سړکونه تړل شوي او د کورمې ټول بازارونه بند پراته دي.

د نښتې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کورمې د خرلاچي لاره هم تړل شوې ده.

ځايي قبايلي مشر او د افغانستان سره تجارت کوونکي اسلام علي وي او اې ډيوه ته ويلي، د خرلاچي په لاره د ورځې په سر څلور کروړه روپۍ قامي خزانې ته ځي، او د تجارانو تاوان د دې نه هم زيات دی.

هغه زياته کړې، د افغانستان او پاکستان دواړو غاړو ته د سامانونو ډک ټرکونه ولاړ دي او ټول سامانونه خراب شو.

هغه وويل، جرګه د فريقېنو ترمنځ خبرې وکړي او حکومت منلي چې د جرګې فيصلې ته قانون حیثیت ترلاسه وي خو حکومت بيا دغه فيصلې نه عملي کوي او د نښتو سبب جوړيږي.

يو بل ځايي تن حسن خان وايي، دا وخت د پاړه چنار او سدې بازارونه تړلي پراته دي، د خوراک څښاک څه هم نه مېلاويږي خلک سخت په ويره کې دي.

هغه وويل، د افغانستان سره په پوله پرته علاقه کې ژوند کوي، هلته ازغن تار لګول شوی تلاشۍ کيږي خو حېران دې ته دي چې دغلته نښتې جوړې شي په دومره غټه کچه وسلې د کوم ځای نه راځي.

هغه زياته کړه، په سيمه کې شيعه مسلکې او سني مسلکي څو کسان دي د هغو د کرکې د بيانونو له امله د ځمکو شخړې په فرقه ييزه بڼه بدلې شي، حکومت نه خو تراوسه دغه خلک معلوم کړل او نه یې سزاګانې ورکړې چې د دغو منفي تبليغاتو مخنيوی وشي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په کورمه کې د خلکو په وژنه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، په سيمه کې دوه مخالفه قبيلې د ځمکې په سر شخړه کې د څو ورځو راهسې ښکېل دي او فرقه یيزه شخړې ته وده ورکوي. د خلکو ازادي یې اغېزمنه کړې، د خوراک څښاک سره دوايانو ته لاسرسی محدوده شوی.

د علاقې د خلکو په وينا، نن شپږمه ورځ شوه چې د کورمې د نورو سيمو سره ځمکنۍ لارې تړلې پرتې دي.

د مصور حسېن په نوم تن وي او اې ډیوه ته ويلي، د نښتو له امله په خلکو کې سخته ويره ده، علاقې ته تلونکې لارې تړل شوي، خلک د خوراکي توکيو د کمي سره مخ کيږي.

هغه ويلي، په علاقه کې جګړه روانه ده، درنې او سپکې وسلې کاريږي، د علاقې په ناامنۍ په ځايي مطبوعاتو کې هم خبره نه کيږي او حکومت پرې هم ځان غلی کړی دی، د علاقې خلک د سخت مشکل سره مخ دي.

په ټولنيزو رسنيو باندې په حکومت نيوکې شوي چې د کورمې په نښته چې ګڼ شمېر مرګ ژوبلې پکې اوښتي خو حکومت او سياسي ګوندونه پرې غلي پاتې دي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه، د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي او وزيراعلا علي امين ګنډاپور په کورمه کې د دوه فريقېنو ترمنځ نښتو باندې اندېښنه څرګنده کړې، ضلعې انتظامیې ته یې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ او شخړې هوارولو لارښوونه کړې ده.

کورمه کې وخت په وخت د ناامنۍ او دغه ډول شخړې کيږي او بيا په فريقه ييزه د سني او شيعه په نوم بڼه بدلې شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG