لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎لکي مروت: د پوځ په قافله بمي برید کې د یو پوځي افسر په ګډون اووه عسکر وژل شوي


File Photo
File Photo

د خېبر پختونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن د خالي په ورځ د پاکستان د پوځ د یو ګاډي سره نزدې بمي چاودنه شوې ده چې د رپوټونو له مخې د پاکستان د پوځ د یو افسر په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي دي.

‎پوځ لا په رسمي توګه ددې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي خو د لکي مروت پولیس وايي چاودنه د لکي مروت د کرمې پورې غاړې په سلطان خېل سیمه کې نن غرمه شوې ده.

‎سلطان خېل د ينجاب میانوالي ضلعې عیسا خېل سره جوخته یو غرییزه سیمه ده. د پولیسو په وینا له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

د پولیسو وینا ده د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نه لري.

د سیمې نه امنیتي سرچینو ویلي په چاودنه کې د پاکستان د پوځ د یو افسر یا کپتان په ګډون اووه پوځیان وژل شوي. سرچینو ویلي دا د ماین چاودنه وه چې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی ؤ اؤ هغه مهال چاودیدلی چې پوځ سیمې د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملیاتو لپاره روان ؤ.

سرچېنو ډیوه ته ویلي چې له چاودنې وروسته د پوځ اؤ وسله والو تر منځ ډزې هم شوي. په وژل شوؤ کسانو کې د پاکستان د پوځ افسر کپتان فراز، او د ملېشه ځواک صوبېدار میجر ناظر، لانس نایک حسین علي، لانس نایک محمد انور، سپاهي منظور او سپاهي اسدالله شامل دي .

د سرچینو وینا ده چاودنه کې پوځي ګاډی په بشپړه توګه زیانمن شوی دی او په پېښه کې ژوبل او وژل شوي عسکر بنو سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي. تر دې مهاله د برید زمه داري چا نه ده منلې .

‎د پاکستان پوځ هم لا د عسکرو د وژل کیدو په اړه څه غبرګون نه دی ښکار کړی.

‎په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې اؤ تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه ترسره کړي چې په دې بریدونو کې 103 پوځيان، 65 پولیس اؤ د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر اؤ 8 استخباراتي اؤ د امن کمیټیو غړي وژل شوي دي.

‎همدا شان د پاکستان پوځ هم تېره میاشت په بیلابیلو علمیاتو کې د شلګونو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې روان کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول 13135 عملیات کړي دي.

‎پوځ ویلي چې د مې میاشت کې ترسره شوؤ عملیاتو کې239 وسله وال وژل شوي 396نور نیول شوي دي.

‎د اسلام اباد سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز نومې ادارې ترمخه د کال 2023م د لومړيو دريوؤ مياشو په مقابله کې د کال 2024م هم دومره موده کې د ترهګرۍ پېښې17 فيصدي سېوا شوي دي۔

‎رپورټ کې ويلي شوي په 245 بريدونو او پوځي عملياتو کې 432 څلور سوه او32 کسان وژل شوي او 370 ژوبل شوي دي۔

‎د رپورټ ترمخه په دغه پېښو کې دوه نوي فيصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي۔ په رپورټ کې د نورو صوبو په اړه څه نه دي ويل شوي۔

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG