لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: هدفي برید کې پولیس عسکر اؤ عملیاتو کې وسله وال کمانډر وژل شو


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د ناامنۍ په دوو جلا پېښو کې یو پولیس اهلکار او یو وسله وال کمانډر وژل شوی دی.

د لکي مروت پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه د نورنګ تحصیل په عالمي کلي کې شوې ده. پولیسو ته استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وؤ چې د کلي په یوه سیمه کې وسله وال موجود دي.

پولیس وایي کله چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل وسله والو پرې ناتاره ډزې پیل کړې.

د پولیسو په وینا د څو ساعتونو د ډزو له تبادلې وروسته یو وسله وال وژل شوی چې په سیمه کې د وسله والو د کمانډر ملا محمد غلام په نوم پېژندل شوی دی.

پولیس وایي چې وژل شوی کمانډر په هدفي وژنو، بمي بریدونو، او د قلنګ غوښتنو په پېښو کې پولیسو او د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي ته مطلوب و.

د پولیسو لخوا په دې پېښه کې د امنیتي ځواکونو د زیان په اړه کوم تفصیل نه دی ورکړل شوی.

په بله پېښه کې چې د لکي مروت په مستي خېل سیمه کې شوې.

دغلته د عبدالرحمان په نوم یو پولیس عسکر چې په بنو کې یې ډيوټي لرله اؤ خپل کور ته په رخصتۍ ورغلی ؤ ، د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا، عبدالرحمان د ماسخوتن مونځ نه وروسته خپل کور ته روان ؤ چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او په ځای یې ووژلو.

په دې وروستیو کې په لکي مروت کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي او په تېرو درېوؤ ورځو کې دا دویم پولیس اهلکار دی چې په هدفي برید کې وژل کېږي.

پولیسو د نامعلومه وسله والو په ضد مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

تراوسه د دې پېښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG