لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات نه تر وزیرستان او کوټه پورې پښتانه یو شوي دي، منظور پښتین


 د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور احمد پښتین
د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور احمد پښتین

د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور احمد پښتین وېلي دي د سوات د احتجاج کونکو غوښتنې دې اومنل شي او حکومت دې د حتجاجي مشرانو په ضد د ترهگرۍ د مقدمات بېرته واخلي .

د وي اواې ډیوه په پروگرام لویه خېبر پښتونخوا کښې منظور پښتین وویل

"د سوات نه تر وزیرستان او کوټه پورې پښتانه اوس ځان ځان له نه دي بلکې د ریاستي ظلم په خلاف یو موټي شوي دي. او داځکه چې په دغه سیمو کښې پوښتنې زنانه او بېگناه پښتانه د امنیت په نوم زورول کېږي.

منظورزیاتوي چې په دې پېښو نور د پښتون قام صبر ختم شوې دې. او په ځاۍ ددې چې تسلي یې اوکړې شي د خفگان خبره داده چې د پرامن احتجاج کولو په سر ورته حکومت اوس د شرخوښو او ترهگرو نومونه ورکوي.

منظورپښتین د ېوې پوښتنې په ځواب کښې وویل چې د پښتون تحفظ موومنټ په اسلام اباد لاریون کښې د شووغوښتنو په ځواب حکومت څه هم نه دي کړي او دوي یې داقداماتو نه مطمئېن نه دي.

د تحریک مشر پښتین وایي مونږه د حکومت نه غوښتې وو چې راو انوار د کومې حکومتي ادارې سره هم وي عدالت ته دې وړاندې کړې شي.

د پښتنوځوانانو دې د عدالت نه ماورا وژنو پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړې شي.

منظور پښتین ووېل چې په څومره شمېره کښې پښتانه په زوره بې درکه دي هومره شمېره کښې نه دي پرېخودي شوي.

د کرفیو نه په ځاۍ کولو خبره هغه شان ده او په اورکزۍ اېجنسۍ کې یو ځل بیا کرفیو لگول شوې ده. البته په مائنز یا پټ کړې شوو بمونو پاکولو کار روان کړې شوې دې. خو وايي په مجموعي توگه د حکومت د ټولو غوښتنو پوره کولو د عملی گامونو نه مطمئنه نوې

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG