د امریکا د کانګرس د استاذو ایوان د بهرنیو چارو کمیټی مشر مېک مېکال ویلي دي چې افغان حکومت په دوحه معاهده کې نه شاملول یوه ډېره لویه غلطي وه، هغه ویلي دا د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي جرنیلانو استخباراتي ادارو سوچ هم دی.
د وي او اې اردو څانګې سره د یوې مرکې په وخت د بهرنیو چارو د کمیټی مشر میک مکال ویلي، مونږه ددې ذمه وار زلمی خلیلزاد ګڼو، وایي که څه هم خلیلزاد یې دوست دی خو د ده خیال دی چې افغان حکومت په دوحه معاهده کې نه شاملول یو غټه غلطي وه.
د مکال په وینا د انخلا لپاره په ایکشن پلان عمل نه کول امریکایان، د امریکې اتحادیان او ترټولو اهمه دا چې افغان میرمنې شاته پرېښودل یوه ډېره لویه غلطي وه.
میکال ویلي د افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د انخلا درې کاله وشول خو دغه انخلا په ګډوډۍ کې شوې او په لومړي کال ددې پلټنې ځکه ونه شوې چې په ایوان کې د ډیموکریټک ګوند اکثریت وو.
هغه ویلي د انخلا د ګډوډۍ په اړه د کوټلیو، مکملو او تاریخي ثبوتونو په اړه په پلټنو مو دوه کاله ولګیدل او په دې موده کې مونږ ته ګواښونه هم وشول، د عدالت سپکاوي کاروايي هم وشوه، د یو شمیر اورونو تعمیل مو هم وکړ، مکال وایي:
"ما دا رپورټ یو کال وړاندې جاري کول غوښتل خو انتظاميي پکې خنډان واچول او رپورټ یې د تاخیر ښکار کړلو. خوا په حقیقت کې په دې اړه پلټنې لا اوس هم روانې دي".
د یادونې وړ ده چې د تیر د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې د کانګرس د یوې کمېټۍ د ريپبلېکن پارټۍ غړو په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د ګډوډۍ ښکار د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه یو رپورټ جاري کړی وو چې پکې د موجوده صدر جوبایډن په حکومت نیوکې شوې دي.
رپورټ د صدر بایډن حکومت په دې غلطۍ ګرموي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو د فېصلې د امکاني اثراتو د مخنیوي په لړ کې يې ګامونه نه وو پورته کړي.
رپورټ وايي د بایډن حکومت دا خبردارۍ هم د پامه غورځولې وې چې طالبانو د امریکايي چارواکو د توقعاتو نه په زیاته چټکتیا د افغانستان ښارونه نیول.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا بهیر پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۲۰ کې طالبانو سره د امن معاهدې نه شروع کړی خو ایوان د بهرنیو چارو کمیټی مشر میک مکال وايي دا سمه خبره نه ده.
د ده په وینا اصل خبره دا ده چې طالبانو د لوظنامې خلاف ورزي کوله، په افغان خاوره ۲۵۰۰ عسکر لا پاتي وو، جنرل میکنزي او جنرل مېلي ګڼل هلته د نیټو او هوايي پوځ ۵۰۰ عسکر او کنټریکټرز د ثبات لپاره کافي وو خو چې شمیر صفر ته راکوز شو نو د باګرام او اچکیا استحکام په خطر کې پریوتلو او ددې سره حالات بدل شول.
ددې پوښتنې چې ایا د انخلا د تاریخ فیصله خو د ټرمپ انتظاميي کړې وه نو ایا یواځې صدر بایډن د ناکامۍ ذمه وار ګڼل به مناسبه خبره وي، د بهرنیو چارو د کمیټی چیرمین وویل او خو که د معاهدې شرایط پوره کړی شوي وای کوم چې پورا نه کړی شول .
میکال وویل "مونږه د خارجه او دفاع وزارتونو د اعلا عهدیدارو یو فهرست ورکړی دی او کانګرس به په یو قرارداد کې ددوي د پورته کړی شوو ګامونو غندنه وکړي".
ایا څنګه به وکړی شي چې افغان طالبان د معاهدې پابند کړی شي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي میکال وویل دده په فکر طالبانو هغه وخت د معاهدې خلاف ورزی مرتکب شوي وو چې کله صدر د ټولو پوځیانو د را ویستلو فیصله وکړه، خو د هغوي ترجمان وویل چې انخلا به په یوه یا بله طریقه کېدله.
خو میکال دریځ لري چې کله چې فضايي مرسته او کنټریکټران او ټول هر څه لرې کړی شول نو افغان ځواکونه بې له څه دفاع پاتې شول.
Forum