لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ادارې په زرگونو بې درکه پښتانه د کوم قانون لاندې ساتي؟


د پښتون تحفظ موومېنټ په غوښتنه که یوخوا د بې درکه خلکو د خوشې کولو لړۍ پېل شوې ده، ورسره دا غوښتنې هم کېږي چې د زرگونو په شمېره کې خلک بې درکه کول او بیا دوي په پټو بندي خانو کې ساتل د کوم قانون د لاندې کېږي؟

ورسره په سوشل مېډیا ځنې خلک دا اندېښنې هم څرگندوي چې حکومت په کومه طریقه بې درکه خلک خوشې کوي که ددې لپاره یوه طریقه جوړه نه کړې شوه نو بیا دا امکان شته چې په د ې کښې هغه خلک هم خوشې کړي شي چې د ریاست په ضد یې ټوپک پورته کړې وو.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټرسېدعالم محسود وايي ریاست د فاټا نه گوانتانامو جوړه کړې ده چرته چې بې درکه خلک په پټوبندي خانو کښې ساتل کېږي.

سېدعالم محسود وايی چې د ریاست نه به په راتلونکي کې په ملک دننه او بهر نړۍ کښې دوه پوښتنې ضرور کېږي.

یوه دا که چرې د بې درکه خلکو په نوم طالبان هم پرېښودل شول نو بیا دا به هم واضحه کوي چې دغه خلک د چا په غوښتنه خوشې کړي شوي دي ؟ ځکه چې دغه د اولسي پاسون غوښتنه نه ده.

دوېمه دا چې ریاست به ددې خبرې هم ځواب کوي چې کوم خلک خوشې نه کړې شي اودوي عدالت ته هم وړاندې نه کړي شي نو اخر دغه بیا څه شول؟ ځکه چې په ریاست دا تور هم لگي چې یوشمېر خلک بېگناه وژلې هم دي.

د ډاکټر سېدعالم محسود ددغې خبرو په اساس ځنې پښتانه فعالان بیا وايي چې د پښتنو نسل کشي کېږي.

د پښتون تحفظ موومنټ د پنځلس کسیزه کمېټۍ یوغړې بلال محسود وايي چې ددوي غوښتنه چرې هم دا نه وه گنې حکومت دې په ترهگرۍ کښې ککړ او بېگناه ټول نېول شوي خلک پرېږدي.

بلال محسود وايي زمونږه دا غوښتنه وه چې حکومت دې بېگناه نیول شوي خلک پرېږدي او په کومو کسانوچې د ترهگرۍ تورونه لگول شوي دي دغه دې راښکاره کړي او عدالتونو ته دې وړاندې کړي.

په سپریم کورټ کښې د بې درکه خلکو د ازخود نوټس په مقدمه کښې د بیان ورکولو په وخت د دفاع پخواني وزیر خواجه اصف څوک چې اوس د هېواد خارجه وزیر دې، په قبائلی سیمو کښې د ۴٥ پټو بندي خانو ذکر کړې وو.

د بې درکه خلکو رامعلومولو تنظیم مشره امنه مسعود وايي په لکي مروت، ډېره اسماعېل خان، بنو، کوهاټ او سوات کښې هم د پوځ د واک لاندې بندي خانې شته چې پکې په زرگونو بې درکه خلک ساتل کېږی او د پرله پسې عدالتي احکاماتو باوجود بیا هم دغه بې درکه خلک عدالتونو ته نه وړاندې کړل کېږي.

د بې درکه خلکو تنظیم ډیفنس اف هېومن رائټس پاکستان مشره امنه مسعود جنجوعه وي او ای ډیوه سره په یوې مرکه کښې وېلي دي چې ددوي سره د ټول هېواد نه د ٢٥٠٠ هغه کسانو لسټونه دي چې ریاست په زوره بې درکه کړي دي. چې پکښې یواځې ٨٠٠ کسان د خېبرپښتونخوا سره تعلق لري.

د امنه مسعود په وېنا د ېواندازې په مطابق د ټول هېواد نه ٨٠٠٠ خلک بې درکه کړي شوي دی. خو وايي ممکنه ده داشمېره ددې نه هم زیاته وي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG